غــــــــــــــــــــــــــــــزل
ځارشمه ،ځارشمه جانانه ځارشم
ستا دفکرونو ددونیا نه ځارشـــم
وایه !چې ستا همراز به څوک وي پکې
زه ستا په کلي کې د چا نه ځار شم
په مړاؤ سترګو کې غصه او خمار
دخپل قاتل او مســـیحا نه ځارشم
هغوي ته هم پېغلو سوالونه کړي
دلات،منات او د غزیَ نه ځار شم
څه په قدم قدم توبې اوباســــــــې
خوما په دارکړه په ما ګرانه ځارشم
طاهر ته دومره قدرې ووایه چې
ستا د ریښې ریښې ګریوانه ځارشم
طاهربونېری
10 فروري 1991م کراچۍ