بچی خرڅول پکار دی

                           

  بې شکه چې هغه ډیر خایسته و،غټی غټی سترګی،روښانه مخ او کوچنۍ خو پیاوړی سینه ـ یهودۍ میرمن چې بیګاه ترږمۍ کې دغه ماشوم زیږولی و،ددغه ماشوم وړوکی له انجامه هم خبره وه ـ هغې ته پته وه چې سهر به دباچا نوکران راځي،ماشوم به وړی او بیا به یې لکه دکلی دنورو ماشومانو په څیر حلالوی ـ دغې یهودۍ میرمن یو لور ته دغه ماشوم خایسته وړوکی په دغه ډول مرګ نه پیرزو کیدو او بل لور ته د باچاسلامت فرمان و،دهغه واک ته خطر وه -
            دغې میرمن دماغو ته یو خیال راغې،یوه پنځونه ،یو تخلیق،یو ایجاد یې وکړو-هغې خپل ځوی لپاره یوه پیټۍ خوښه کړه ،ماشوم یې ورپکې واچوه،دماشوم زنې له یې لاس وروړو،ماشوم "بوډۍ "وخندو،د مور سترګې یې ډکی شوی ،هغې دماشوم نور زیارت کول هم غوښتل خو سحر نزدی و،هغې په بیړه د پیټۍ سر پوری کړو،او پیټۍ یې په ویاله کې پریښوده - هغې تر هغی پیټۍ ته کتل ترڅو چې د سترګو له دیده پناه شوه،میرمن راستنه شوه،هغې ژړل غوښتل ،ښه په چغوچغوـ خو بیا فرعون ته د ژړا سبب ښودل هم اړین ووـ دغه ماشوم(موسی ع)څرنګه ژوندی پاتی شو،او بیا څه پیښ شو دا یو ځانله تاریخ دی او اهرام مصر ددې پیښې عینی ګواه ـ داد دمصر هیواد خبره وه او هغه هم زرګونه کلونه وړاندی ـ
        داخبره دکندوز ولایت ده ،هو!!! دافغانستا ن دکندوز - خو مالومه نه ده چې دکندوز میرمن محبوبه څه انګیرلی وه چې خپل څلورمیاشتنۍ ماشوم یې یوازی دپنځه سوه افغانو په عوض وپلورو-هغې ته دامالومه نه وه چې کومه سودا هغې کوله په حقیقت کې یې دزړه غوښی پلورلی،ـ

       هغې خپل لخت جګر دسینې له خوږو وشکو،په اخری ځل یې تری یوه پپه واخسته ،زړه ته یې نزدی کړو،ماشوم په ځواب کې دمحبوبه سترګو ته سترګې واچولی،په لاشعوری توګه یې خندا وکړه ،هو!یوه الوداعی خندا-
      مور یې یوه شیبه خپله پریکړه د نظرثانۍ له فلټر څخه تیره کړه،ویل یې ګوره څومره خایسته ماشوم دی عن لکه د زینت کرزۍ میرویس…….او که هر څنګه دی بیا هم د زړه غوښی دی ـ محبوبه په ذهن دهغو تیرو نهو میاشتو فلم هم وچلیدو،ځکه چې دغه "مینه" دده په خیټه کې لومړی وینه،بیا غوښه او بیا په هډوکو آډانه کیده , او په دغو ارتقای مرحلو کې دده په مور کله تبه ،کله سردرد،کله دملا درد او هم کله ناکله دقی دوری راتللی ـ محبوبه بیا سوچ وکړو چې ولی هغه خپل تکلیفونه پلور ی ،او هغه هم د پنځه سوو افغانو په بدل کې ـ
        محبوبه مجبوره وه….د غریبۍ د فرعون دلاسه….یو خو اسمان په هغې مهربان نه و…او بل هغه په داسی هیواد کې نه وه چې هلته اقتصادی انصاف وی،هلته اساسی قانون وی ،هلته اساسی قانون په ریښتیا دخلکو د اساسی حقونو ضامن وی،هغه یو داسی هیواد کې نه وه چې حکمران الله تعالی دومره حاظر ناظر وګڼی چې د   دجلې    په غاړه د تندی دلاسه یو سپی هم مړینی ته نه پریږدی،او دا هر څه خپل ذمه داری ګڼی ـ محبوبه په داسی ښار کې نه اوسیده چې حاکم دو خت د شپی په کوڅو چکری و وهی او د محبوبه په څیر د یوې میرمنی حالت د نزدی ارزیابی کړی ـ هغه د سویس هیواد په څیر کوم هیوادکې هم نه اوسیده چیرته چې دفاع وزارت بیخی نشته او د هیواد ټوله بودیجه د ولس په خیر ښیګر مصرفیږی ـ
       محبوبه  داسی یو هیواد کې وه چیرته چې یو د ولږی دلاسه مری او بل ګاونډی یې کال په کال حجونه کوی،یو دشنه اسمان لاندی یولویشت ځای نه لری او بل د وزارت د پریښودو په عوض کې دبیت المال د ارزښتناکو پلازو څښتن جوړیږی ـ
     محبوبه د یو داسی هیواد لورده چې د وخت حاکم دده کوڅی ته راتله خو څه..دده لپاره یوه شیبه وخت هم نشی ورکولی ـ
       زه فکر کوم چې میرمین محبوبی ښه قدم اوچت کړی دی هغې د خپل ګریوانه څخه زور ویستی دی ،ځکه چې د هغې دقدرت سره زور سم نه و،او نه یې په ژبه کې ددې خبری ځواک وه چې ګیله وکړی ،دجابر حاکم په وړاندی د حق کلمه ووای ـ محبوبه ښه کار وکړو چې خپل بچې یې وپلورو ،ځکه چې هغې ته مالومه وه چې د ولسمشر سکرتر که ښاغلی ته د ورځپاڼی هغه پرزه ورکړی چې پکې لیکل شوی وی ((دکندوزمحبوبه خپل ماشوم د ولږی دلاسه وپلورو))یقینا دو لسمشر ځواب به داوی چې که وطن ګلۍ وهلی دی نو د طالبانو پښی خو ګلۍ نه دی وهلی او به یې داسی ویلی وی چې میرمین محبوبه ته "که ډوډۍ نه رسیده نو کیکونه او کلچی خو چیرته تللی نه وی" ـ
     محبوبه ښه کار وکړو چې دخپل زړه غوښی یې وپلورلی،ځکه چې په دغو پنځه سوه افغانو به کیکونه واخلی او د ولسمشردسویس له ښار" ډیویس" څخه تر راستنیدو به ځان ژوندۍ وساتی ـ

            لوستونکو!!!!دی کې شک نشته چې دی هیواد کې ډیری محبوبی دي ،یوازی دغه یوه محبوبه نه وه چې لخت جګر یې وپلوروـ دخپل تاریخ له ګونجو ډک تندی ته که وګورو نو داسی ډیری محبوبي به وګورو چې د نیستۍ له امله خپل وجودونه خرڅوي،خپل پیغلتوب او ځوانۍ خرڅوی، دخپل ضمیر په مرۍ پښه ږدی او دخپل خواږه ژوند د بقا زمینه برابره وی ـ
         هیوادوالو!!!!مونږ عجیبه خلق یو…عجیبه عجیبه خلق ـ عن لکه د مریخ اوسیدونکي ـ مونږ دپټکو په "خلافت" کې …او هم د جمهورو په "جمهوریت" کې هر وخت خپلی غوښی ژولی دي،ځانونه او بچي مو خرڅ کړي دي او یوه مړۍ ډوډۍ مو پیدا کړی ده ـ
     زما دا یو لیک دکندوز محبوبه ته لوګی شه خو ورسره دا یادګیرنه ضرور ګڼم چې
                   هغه دحسن په غرور کې هیڅ کمې نه راځی
                   مونږه که څومره داســـــــتانونه د زوال وایو