غزل
یخې شپی د دسمبر ،واوری بادونه
زړونه ریژی کـــــــــــه د شګو کمرونه
دا په لیچو مو د چا ایښی ســــرونه
مونږ به وژنی هم دا خپل محبتونه
د یوه کردار نه ګیر چاپیره چورلی
یک کرداره دی زمونږه داستانونه
زړه د کوم دیوال چنې ته ځان دمه کړی
چرته کوز کړی د بڼو درانه بارونه
(ق)
دا کوم دشت ته د هوسیو رمې روانې؟
دا د څه په تــــــــــــــــــماشه دی خلقتونه؟
دا په چا پسی لمحې لاسونه مروړی؟
دا په چا پسی ارمان کوی کــــــــورونه؟
دروازو ته د نوحو تالې پرتې دی
دیوالونو تور اغوستی قمیسونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ-
زندګی ده دومره تیزه په قدم کې
چې له سترګو مې خوییږی منظرونه
ځای بې ځایه څه ارزان ارزان مې وېشی
دا زمــــــــــا واړه واړه ضــــــــرورتونه
یو اواز راپسې ډیری حملې وکړې
خلاص مې نه کړه د زنځیره خپل لاسونه
الحذر زما د دور حو الــــــــــــــه ده
ګونګۍ ژبې او درانه سماعتونه
شور دی ښه له خاموشۍ خو دومره هم نه
چې د خپل زړګی هم نه اوری غږونه
دلیلی ناقه په دشت کې نه ورکیږی
دی د عشق واړه معلوم معلوم حدونه
دی زما د شوګیرو او اواره شپو
ګواهان د کراچۍ ټول سرکونه (ق)
خوشبوی ستا د خبرو دویم نوم دی
دی د فرشه روان ،عرش پله لفظونه
سپوږمۍ ستا دګریوانه په لار راخیژی
ځکه پاشــــــــــی د رڼا برکتونه
زما ستا نه هم ګیله ده خو دا وارې
نور د زړه د بربادۍ دی سببونه
ـــــــــــــــــــ
دخپل قد په سیوری کښېنم اؤ دمه شم
په تسنیم نشـــــــــــــــــته د ونو احسانونه
ریاض تسنیم کراچۍ
بېرته پورته