کراچۍ فسادات:کیسه ددې ځایه شورو کیږي
په قبایلي سېمو کې د ترهګرۍ خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې کراچۍ ته په کډه شویو کورنیو په شمېرکې چې کله ښکاره زیاتوالی څرګند شو نو د کراچۍ یو سیاسي ګوند ایم کیو ایم دغه مایګریشن د ځان دپاره د خطرې زنګ وګڼلو
وجې ډېرې کیدی شي خو یوه وجه یې دا هم ده چې په کراچۍ کې د ایم کیو ایم ډلې د هیڅ یوې ډلې یا قوم څخه دومره ویره ترهه نه کیږي څومره یې چې دپښتنو سیاسي ګوند ای این پي او یا د پښتون قام څخه کیږي نو دغه وجه ده چې ایم کیو ایم ګمان کولو چې په داسې کولو به ښار ته د راتلونکو نورو ګډوالو مخه ونیسي او په کراچۍ به د پښتنو ممکنه زیاتوالی او ووټ بېنک کمولو ته زمینه برابره کړي.
ددې نه علاوه ددغه ګوند مشرانو دا فکر کولو چې د قبایلي سېمو نه راغلې کورنۍ یا خو باقاعده طالبان لري او یا د طالبانو سره خواخوږي ،نو ځکه خو دغه خواخوږي یوه نه یوه ورځ کراچۍ ښار په باجوړ یا شمالي وزیرستان بدلولی شي
تر اوسه چې مونږ د ایم کیو ایم څومره پلویانو نظر پوښتلې دی نو هغویې په ډاګه ددې خبرې وېره څرګنده کړې ده چې نه خو ددوۍ مېرمنې لکه د پښتنو د مېرمنو په خېمو کې د کډوالۍ شپې تېرولی شي او نه ددوۍ مشر د اسفندیارولي په څېر په خپله حجره کې ځانمرګی بریدونه منلی شي،او ددې هرڅه سربیره دوۍ د کراچۍ په ښار د فضا نه د بې پیلوټه امریکایي الوتکو مېزایل بریدونه هم نشي زغملی ،نو ځکه خو دوۍ هغه جراثیم دلته پریښودلی نه شي د کوم جراثیم څخه چې قبایلي سېمې په مرض اخته شوي دي.
دې وخت کې ایم کیو ایم ځېنو غړو ټول پښتانه طالبان وبلل اودلیل یې دا وو چې زیاتره پښتانه د طالبانو خواخوږي او پلویان دي او ددغې خواخوږۍ د اظهار دپاره هغوۍ(پښتنو) په خپلو هوټلونو ،ریړیو او نورو کاروبارونو په لوحو داسې نارې لیکلې وې چې د هغې په لوستلو ددوۍ غوني راځیګ کیدل ـ د مثال په توګه په اکثره ډمپرو لیکل شوي دي ،،طالبان به منې،، یا د مونګ پلو په ریړۍ لیکل شوي دي،، شهید دادالله تېری عظمت کو سلام ،،او یا ،،طالبان زنده باد،،ـ
د ځېنو پښتنو له لوري دغه ډول چاکنګ او د خواخوږۍ نظرې په کراچۍ کې د ایم کیو ایم مرکزي دفتر ناین زیرو او په لندن کې واقع انټرنشنل سکټریټ د غټ درد سر سره مخامخ کړل او په دې اړه ایم کیو ایم د راتلونکي دپاره د یو جامع پلان جوړولو په فکر کې شول او بیا د څو سرسري سروی او جایزو وروسته یوه تګلاره هم جوړه کړه .د ایم کیو ایم ګوندمشر الطاف حسین د خپل ګوند غړیو ته مبینه طالبنایزیشن سره د مبارزې دپاره د وسلې ساتلو او یا هم د کراټو زده کولو مشوره ورکړه . د الطاف حسېن ددې بیانو نو سره سم د پښتنو کاروبارونه د نامالومه کسانو لخوا بندول شورو شو او چې کله دغه کار د مسلې شکل غوره کړو د سند په ایالتي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړي امان الله محسود دننه په ایوان کې د په دې خبره احتجاج وکړو چې د طالبانایزیشن ترسر لیک لاندې د ټولو پښتنو په کاروبارونو حملې کیږي او دوۍ ته د ښار دپریښولو اخطارونه ورکول کیږي.
د امان الله محسود د خبرې په ځواب کې د ایم کیو ایم یو ایالتي وزیر هم وویل چې دده په سېمه کې هم ځېنې اردو سپیکنګ خلقو ته د کورونو پریښودولو دپاره ویل شوي دي ـ ایم کیو ایم تر دې وخته په دې دریځ ولاړ دی چې پښتنو ته د کراچۍ پریښودلو اخطارونه ددوۍ غړي نه ورکوي ؟؟
د سند په ایالتي اسمبلۍ کې دا خبرې د مشر وزیر سربیره ټولو وزیرانو او ممبرانو اوریدلی خو مشر وزیر یوازې دومره وویل چې د ښار د بد امنۍ اجازه به هیچا ته ور نه کړي ـ د سند اسمبلۍد غونډې سمدست وروسته په ښار کې د مخکې نه موجود تاوتریخوالي زور ونیو او بیا د ا تاوتریخوالی په دویمه ورځ په وسله واله نښته بدل شوـ
د نښتې څو شېبې مخکې د پښتنو مشران د ایم کیو ایم په مرکزي دفتر کې د دې لانجې د هوارۍ د پاره سره ناست وو چې ایم کیو ایم ورسره ومنله چې ټول پښتانه نه طالبان دي او نه د طالبانو خواخوږي او هم دا چې طالبان د ایم کیو ایم په پرتله د عوامي نېشنل ګوند سره زیاته تربګني لري دوۍ دا فېصله هم وکړه چې د ښار د امن د خرابولو هڅې کونکو سره به په شریکه کاروایي کوي خو تردې وخته د حالاتو د ویالو لاندې ډېرې اوبه بهیدلې وې اودغې خبرو څه نتجه ورنه کړه ـ
خو دې ډراماتیکي ډول خراب شویو حالاتو ته په کتو ځېنې شنونکي داسې وایې چې ددواړو قومونو په اړیکو خرابولو او وسله واله نښته شورو کولو کې کوم دریم لاس هم ملوث دی او هغه دا چې هغه پوهیدو چې ددۍ څو میاشتو راهسې جوړ کړی شوی پروګرام په راروانو څو شېبو کې بې ثمره ختمیدونکی دی نو ځکه خو ددواړو ګوندونو د ګډې اعلامېې تر راتلو د مخه وسله نښته شورو کړې شوه ـ
ددې شک اظهار د سند ایالتي مشرانو او حکومتي چارواکوهم کړې دی ،خو دا چې دداسې کولو هدف څه کیدی شي نو دلته اکثر شنونکي د بې نظیر بټو د حکومت د نسکوریدو لامل د دلیل په ټوګه وړاندې کوي او هغه دا چې د مېرمن حکومت په دویمه دوره کې هله نسکور کړې شو کله چې ورته وویل شو چې حکومت یې په کراچۍ د امن په تامین کې پاتی راغلی دی نو ځکه خو اوسني حکومت ته هم د کراچۍ خراب حالات یا خو یوه بهانه جوړیدی شي اویا په راتلونکي کې یوه حواله ــــ
کره کتنه