غزل
ستا په یو غږ هم لښــــــــکرونه د دنیا رارسي
زما د چــــــــغو انګازې فقط تر ما رارســـــــي
زما د برکـــــــــــــــــــلي د شر نه یره هسې نه وه
زه پرې خبر وومــه چې تاو به یې تر ما رارسي
بس ته په دې خوشـــاله اوسه چې ته برخه لری
او زه په دې حالت خوشال چې ستا رضا رارسي
زما له مخې په خبر باندې عـــــــــمرونه واوړي
او ستا له غاړې ووتی ګفت لـــکه هوا رارسي
دغه لوګي زما د کـــــــــــور د تــــنورونو نه دي
دغو لوګو ته توغوندي له یوه بیـــــدیا رارسي
زمونږ پېغام د ژړاګــــــــانو په نــــــړۍ خوریږي
د نړیوالو هلې ځـــــلــې په خنــــــــــــــــدا رارسي
ماښامه مونږ به د خنــــــــــدا جشن ته ملې وتړو
که دا رښتیا وي چې رښتیا د چا مسکا رارسي
ماښام خټک کراچۍ
26.11.2008
- ظفرساپی کریمي
پاکستاني سیاست کې بیا سړه جګړه د پاکستان په سیاسي تاریخ کې چې کله هم کوم سیاسي ګوند په واک کې راغلی دی نو د اسټبلشمنټ سره یې خامخا تودې سړې راغلي دي.په تېره بیا دا تودې سړې د پیپلز پارټۍ سره دومره زیاتې راغلې دي چې ساری نه لري .په پاکستان کې تر اوسه درې ځله واک ته رسیدلی پیپلز ګوند دا ځل د سید یوسف رضا ګیلاني په شکل کې څلورم ځل واکمن شول. ددې ګوند لمړنۍ واکمني هغه وخت نسکوره شوه کله چې د...
04.12.2008
- ظفرساپی کریمي
کراچۍ فسادات:کیسه ددې ځایه شورو کیږيپه قبایلي سېمو کې د ترهګرۍ خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې کراچۍ ته په کډه شویو کورنیو په شمېرکې چې کله ښکاره زیاتوالی څرګند شو نو د کراچۍ یو سیاسي ګوند ایم کیو ایم دغه مایګریشن د ځان دپاره د خطرې زنګ وګڼلووجې ډېرې کیدی شي خو یوه وجه یې دا هم ده چې په کراچۍ کې د ایم کیو ایم ډلې د هیڅ یوې ډلې یا قوم څخه دومره ویره ترهه نه کیږي څومره یې چې دپښتنو سیاسي ګوند ای این پي او یا د پښتون قام څخه کیږي نو دغه وجه ده چې ایم...