غزل
یو باد داســـــــــې رالوتی د ځیګر په ښاریه
چې وړي مې د زړه غوښې ترهګر په ښاریه

دښار د چـــــــوپالونو د قسمت فېصله کیږي
راوښتی ګــــــــویا بیا دی سمندر په ښاریه


دا دارې دي د وینو د اســمان په سـرو لمنو
ویل یې نه شــــــــفق دی مازیګر په ښاریه

دا خلق به پخپله په یو بل باندې شکمن وي
شیشکې ســــیورې کړی دی وزر په ښاریه


دا کوم لعنتـــي داغ دی په لمن دې لګیدلی
ظفره خبر نـــه یې،خــــــــور  خبر  په ښاریه