اسرارالافاغنه
دا کتاب په پښتو ژبه صابر د خضر زوي کښلی و چې دغه خضر د شاه قاسم سلیمان مرید و،مسټر سټارټ د ایشیا ټک ریسرچز د دوهم ټوک په ۷۰ مخ کې لیکي چې دغه کتاب بیا له پښتو څخه خیرالدین نومې لیکوال په فارسي ژبه واړه وه ـ
په لوړ بیا ن کې خضر د شاه قاسم مرید و لکه چې ددغه رسالې په دریم عنوان کې ویل سوي دي چې دغه شېخ قاسم سلېماني د شیخ قدم زوي او د شېخ متي له علمي او روحاني کورنۍ څخه وچې په 956 ق کې زیږیدلی او په ۱۰۱۶ ق د هند په چنار ګړه کې مړ سوی دی ، نو که د اسرارالافاغنه مولف خضر دده معاصر او مرید وي نو د کتاب د تالبف وخت ۱۰۰۰ ق کال شاوخوا اټکل کولای سو خو ددغه کتاب پښتو یا فارسي نسخه ماته نه ده معلومه
(۲)داستاد علامه حبیبي مرحوم په نوم ورکي مورخین کې هم د شېخ امام الدین د تاریخ افغاني لیکونکی تر سرلیک لاندې دده د لنډ ژوند لیک وروسته لولو چې
دې شېخ یو تاریخي کتاب د تاریخ افغاني د پښتو پر احوال او تاریخ په پاړسو ولیکه چې قلمي نسخه یې د کابل په ارګ کې وه،دکتاب له مقدمې څخه ښکاري چې شېخ امام الدین سترګور مورخ دی او د خپل کتاب تر لیکنې دمخه یې د پښتو ډېرمهم تاریخي کتب لوستلي او دخپل کتاب د ماخذ په ډول یې استعمال کړي دي
هغه کتب چې د شېخ امام الدین ماخذ دي او د خپل تاریخ افغاني په مقدمه کې راوړي دي روضه الاحباب ،مجمعل الانساب،اضاف المخلوقات،تواریخ ابراهیم شاهي د مولانا مشتاقي،د خواجه احمد نظامي تاریخ،دشېرشاه احوال چې شېخ عباس سرواڼي کښلي دي،اسرارالافغاني ۱ له دغو کتابونو څخه ځېنې ماته معلوم او ځېنې ورک دي
د کاپي د ټولو پاڼو پورتنۍ برخه سمه نه ښکاري له اصله نسخه چې دغه پاڼې ورڅخه کاپي شوي اوبو وهلي وي ،تر یو څه حده چې ښکاري او مالوستی شو په شېخ متي باندې د څو روایتونو وروسته دهغه د کورنۍ دغړو او اولادې په باب لکه شېخ حسن ،بي بي بیاري،بي بي خاتون،بي بي دوي،شېخ یوسف،ظاهربین یا زهربین،شېخ قاسم افغان یا سلیماني،شېخ میرداد،شېخ کبیر او بیا ددوۍ نه د ځېنو اړیکي د وخت نورو پښتنو متصویفینو سره بیانیږي چې کله کله غېر پښتانه هم پکې راځي
ښاغلي غورغشتي ددې کاپي دسپارلو په وخت ماته د اسرارالافاغنه په نوم د یوې رسالې یادونه چې په لاهو رکې چاپ شوې او په اردو ژبه ده ،هم کړې وو ددې کاپي په لیدو او کتلو سره ما د هغه څخه هیله وکړه چې هغه هم ماته راکړي او هغه څو ورځې روسته هغه رساله هم ماته وسپارله،ښایي چې هغه به داسې فکر کړې وو چې زه په اردو ژبه نه پوهیږم،په دې خاطر یې لومړۍ نه وه راته راوړې ـ د اسرار الافاغنه رساله د همدې فارسۍ نسخې څخه په لنډیز سره انګریزۍ ته هنري ونسټارټ اړولی مضمون دی چې د چاپ کال یې ۱۷۸۴ ع ددې انګریزي لیکنې څخه ـــ
په ۲۰۰۷ع کال سعودالحسن خان روهیله په اردو ژبه د تعلیقاتو سره ژباړلې او لیکلې ده ، درسالې په لیدو سره ما لاهور ته د سعودالحسن روهیله په پته یو لیک واستوه او د هغه څخه مې ددې کتاب په برخه کې د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه ،سعودالحسن خان په قام یوسفزې دلاهور د هایکورټ یا سترې محکمې وکیل په اردو ژبه کې ې د چاپ آثارو شمېراوه ټوکونو ته رسیږي چې په لاندې ډول دي
۱: دسردار حافظ رحمت خان د خلاصه لانساب ترجمه په اردو ژبه او د لمن لیکونو اضافه
۲ : د قېس پټهان د کیس عبدالرشید په هکله څېړنیز اثر
۳ : اسرارالافاغنه
۴ : سفرنامه بن ګډهـ د افغانستان څخه هند ته د تللو افغانانو د ۱۷۵۱ ع کال نښتې او حکومتونه
۵ : تاریخ بریچ د افغانانو د مشهور قوم بړیڅانو په باب څیړنیز اثر
۶ : رام پور تاریخ و ادب په نولسمه پیړۍ کې په هند کې د افغانانو د ریاستونو د سیاسي ټولنیز او ادبي تاریخ په باب
۷ : انسایکلو پیډیا جنګ ازادي ۱۸۵۷ کی شخصیات په دې کتاب کې د ۱۸۵۷ کال د هند د خپلواکۍ د اخیستلو د جګړې د ۱۵۰۰ مجاهدینو ذکر شوی دی چې ددوۍ نه ۶۰۰ تنه یې پښتانه وو
د سعود الحسن خان روهیله ناچاپ اثار
۱ : د اردو ژبې په ادب کې د پښتو برخه
۲ :سلطان بهلول لودي
۳ : سلطان سکندر لودي
۴ : سلطان ابراهیم لودي
۵ : شېرشاه سوري
نوربیا