دا هلک بيا نه راځي ،عابد جان رځړوال يادوم .
هغه څوک يادوم چې د خپل ايډيال شخصيت
( باچا خان ) په څېريې ، دنګ قد درلود.
رځړوال، له شاوخوا دوه کلونوراهيسې له موږ سره پژواک خبري اژانس کې کار کاوه . هغه د شپې هم په اژانس کې پاتې کېده . يوه شپه ناوخته کنفرانس و، زه ور روان وم ، د اژانس په نيوز روم کې ورسره مخ شوم د منرالي اوبو بوتل يې د تل په څېر په لاس کې و .
پوښتنه يې وکړه ، ما وې کنفرانس ته روان يم
دا وخت کنفرانس ؟
موضوع مهمه ده .
نو بيا زه هم ځم
ستا تګ هلته ښه نه دى .
هغه دې خبرې غوسه کړ او په قهر يې وويل : دا څه ګډوډي ده ؟
ماويل : ستاسو له لاسه .
دې خبرې ډېر ودرداوه او زياته يې کړه : موږ په دې وطن سرورکوو ، ځانونو ته افغانان وايو او تاسو موږ ته د پردي په سترګه ګورئ .
هغه د اجمل خټک ، افراسياب خټک او ... نورو نومونه واخيستل .
ماويل هغوى افغانانو ته څه کړي ؟ دلته ورته د وخت حکومتونو کبابونه ورکول ، لوکس ځايونه يې په خدمت کې وو ، خو چې په موږ سخته راغله او مهاجر شو، نو بيا هغه براداري نه وه ، يوهم زموږ سپېرو کمپونو ته رانغى .
خبره مو اوږده شوه او بيا زه د کنفرانس پر لور روان شوم .
سبا چې مخامخ شو، نو لومړى غږ ده وکړ : زما سلام دى !
بيا ما هم غېږه ور خلاصه کړه .
له رځړوال سره ، مې د باچا خان په سر هم ډېر تاوده بحثونه کول ، خو هغه په باچا خان دومره ميين و، چې هيڅ اندازه يې نه وه .
زما پوښتنه به دا وه ، چې که باچا خان رښتيا هم د پښتنو په غم زهير و ، نو د پاکستان کمپونه په پښتونو ډک و ، ولې د يوه ليدلو ته رانغى ؟
رځړوال به ويل : ګوره ، يو خو هغه وخت باچاخان کمزورى و، بل داچې په کمپونو کې د جهادي تنظيمونو پلويان اوسېدل او با چاخان تل ويل چې جهاد فرض دى ، خو د دغه جهاد ګټه افغانانو ته نه ځي ، پاکستان او امريکې ته ځي او افغانان د دوى د ګټو قرباني کېږي او ليډران په مجاهدينو سوداګري کوي .
رځړوال په دې وروستيو کې خپل يو تازه چاپ شوى اثر ( بابا او خدايي خدمتګار تحريک ) هم راکړى و .
ددې اثر د راکولو په مهال يې راته ويل : ما غوښتل دانش خپرندوېې څانګې ته صرف خپل ياداشت وښييم او بيا له تغيراتو وروسته يې چاپ کړم ، خو هغوى همداسې چاپ کړ، بلا غلطۍ په کې دي .
خو بيا به يې ويل : زه مړه ، که ژوند و بيا به شي .
خو هغه سره ژوند وفا ونه کړه او ...
رځړوال ، په دې وروستيو کې تورکالي کړي و او چې کله به په نيوز روم را ننوت، نوپه مابه يې سترګې ونښتې ، ځکه زما د کار څوکۍ دروازې ته مخامخ ده .
او چې څنګه به مې څنګ ته راغى، نو ور پورته به شوم او بيا به مې ورته وويل :
توره جامه يې جوړه کړې په درزي دا هلک د کوم کلي دى چې ځي راځي
ددې بيت په اورېدو به موسک شو .
د رځړوال له يو ناڅاپي مړينې نن سهار په خپل دفتر کې خبر شوم ، خو باور مې نشو کولى .
نن چې کله د نيوزروم دروازه خلاصه شوه بيا مې غوښتل د سندرې هماغه بيت زمزمه کړم ، خو داځل عابد جان نه و، شايد زه هم دغه سندره نوره له ياده وباسم ځکه : هغه هلک بيا نه راځي .
محمد نعمان دوست ، کابل
د غويي ١٢مه