غزل

وئېل ئې،داخفه درنه  پۀ څۀ  شي  ښاريې دي؟

وئېل مې،دواړه ﻻس کښې مې نيولې ائينې دي

 

وئېل ئې،دادکوم بدن خوشبودرپسې راغله؟

وئېل مې،ستالۀمخه خوشبويانې راپسې دي

 

وئېل ئې،محبت لۀفېضه ډکه استانه ده

وئېل مې،ستادوه شونډې ئې شيرينې دروازې دي

 

وئېل ئې،پۀخنداکښې تورلونګ شيندې لګيائې

وئېل مې،داهم ستادقربتونوکرشمې دي

 

وئېل ئې،زماهجرهم يولويه مدرسه ده

وئېل مې،ستادوصل هم نايابه تجربې دي

 

وئېل ئې،ماتې ماتې څڼې راغلمه داچرته

وئېل مې،ددې خلقوزړونه نۀدى،هديرې دي

 

وئېل ئې،نۀدې زورشته،نۀدې زراؤعاشقى کړې

وئېل مې،ملنګانونه مې کړې ﻻس نيوې دي

 

وئېل ئې،غټوغټوکتابونوکښې څۀګورې؟

وئېل مې،دخپل ځان لټون عذاب عذاب لمحې دي

 

وئېل ئې،لږ رادېخوا   شه، دازړۀدې دکتودی

وئېل مې،زړګي څۀدي خودوينوسرې ولې دي

 

وئېل ئې،دغزل لهجه زخمي لرې تسنيمه!

 

وئېل مې،دوختونوخنداګانې راپسې دي