ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید

مقالې


ادب او احتساب /ماښام خټک

                  ادب او احتساب                       ماښام خټک چې څومره هم مهذبه معاشرې تېرې شوي دي او ليکوالانو په څه نه څه حواله ېا شکل دغه معاشرو کښې د خپلو داخلي محسوساتو د اظهار د پاره چې کوم اصناف ټاکلي دي هغه تول د ادب په تعريف

19.07.2008 ظفرساپی کریمي

درحمت شاه افريدي سره مرکه /کراچۍ بلاګ

دانګريزي ورځپاڼې فرنټير پوسټ د چيف ا يډ يټر ښاغلي ر حمت شاه افريدي سره مرکه                          مره که: محب وزير                       ژباړه : عبدالسلام سلام محترم رحمت شاه افريدى د پ

17.07.2008 ظفرساپی کریمي

ماښام خټک\ ادب او د داخليت او خارجيت امتزاج

          ادب او د داخليت او خارجيت امتزاج                                                 مـــــــــــــــاښــــــــــــــــــام خټک     &nbsp

11.07.2008 ظفرساپی کریمي

ما په دار کړه چې منصور خلقو ته ياد شى

            ما په دار کړه چې منصور خلقو ته ياد شى                                                        &nb

01.06.2008 ظفرساپی کریمي

داندیش شمس القمر د کلام څو بېلګې

       دشمس القمر اندېش دکلام څو بېلګې په سېوري د ديدن يُو کۀ د هجر په نمر يُوکۀ زۀ يم او کۀ تۀ ئې په يو لور د سفر يُو دا بس ده چې مونږ څنګ په څنګ روان يُو په دې لارکۀ ستړي کۀ ستومانه يُو کۀ اوږي نهر يُو نۀ يُو مونږه د حق او د ناحق نه ناخبرهنۀ مونږ د وخت د خوشې غلبلو نه خبر يُو پوهېږو چې تۀ څۀ ګ

01.06.2008 ظفرساپی کریمي

د پښتو ژبې بې مثاله مبلغ اندېش شمس القمرسره مرکه (1)

د پښتو ژبې بې مثاله مبلغ اندېش شمس القمرسره مرکه                                مرکه :ـ امجد شهزاد      شمس القمر اندېش د پښتو ژبې په مشهورو غزلګو شاعرانو کښې ګڼلی شي. د نوو نوو تراکيبو او استعاراتو استعمال، د فکر او خيال جدت، د ا

01.06.2008 ظفرساپی کریمي

په ټکر جنګ

                       په ټکر جنګ دے                                            &nbs

22.05.2008 ظفرساپی کریمي

اخر ددې ملک به څۀ کيږي ؟

                    اخر ددې ملک به څۀ کيږي ؟                                            

17.05.2008 ظفرساپی کریمي

پښتو ډرامه يو سرسري جاج

                     پښتو ډرامه يو سرسري جاج                                                    امجد شهزاد

17.05.2008 ظفرساپی کریمي

دعزت الله هاشمى دليک په جواب کښې

               دعزت الله هاشمى دليک په جواب کښې                                                     ليک::

01.05.2008 ظفرساپی کریمي

د خواري کښونړیواله ورځ او دمزدورانو اوسنې حالت

دخواري کښو نړى واله ورځ او دپاکستان مزدور تحريک ته يوه لنډه کتنه                                                             ليک: عبدالسلام سلام   &n

01.05.2008 ظفرساپی کریمي

کراچۍ کې غني خان په اړه سیمینار دسترګو لیدلی حال

کراچۍ کې  غني خان په اړه  سیمینار دسترګو لیدلی حال                                    ظفرکریمی کراچۍ      اردو دان کراچۍ ته شهر ادب

03.04.2008 ظفرساپی کریمي

د"کراچۍ" مینه والو ستړی مشیء

ديوې مودې راهسى په دى فکر کې ووم چې يوه نه يوه توګه د دکراچۍ دشاعرانواو اديبانو ليکونه،شعرونه،افسانى او نور ادبي توکي دپښتونخواه دنوروسيمواوهم دنړيوالوپښتنو سره شريکي کړي ـ په هم دې هيله ددى ښار څخه وار دمخه د"پلوشه"،"جرس" او"چغه" په نامه مجلى خپرې شوي دي خو چې کله دپښتو دمجلو دمشهور روايت له مخې دغه خپروني وځنډيدي او بيا دتل لپاره بندى شوى نو تقريبا ټول ادبى ملګرو دا انګيرله چې څنګه بايد دخپلو هنري ښايستونو بنګړي دپېښور،کابل او کويټې سربيره په ټوله پښتنه نړۍ کې وشرنګوي ـ  &nbsp

16.01.2008 ظفرساپی کریمي

دپاکستان راتلونکى لمړى وزير څوک ؟

دپاکستان راتلونکى لمړى وزير څوک دى؟؟ دبينظير بټو دمړينى وروسته دپاکستان اړوند امريکايى تګلاره او دولسمشر بش لهجه يو ډول بدله شوى ښکارى ـ يو لورته سپينه ماڼۍ دسوچه ټاکنو او په قبايلى سېمو کې دامريکايى ځواکونو دعملياتو وړاندوينه کوى او بل لورته اروپا او محمدالبرادى دپاکستان اتومى وسلى القاعده او سخت دريځو لاس ته د ورتلو بيانيى خپروى ـ دغه شان لوديځ مطبوعات او بېلا بيل تينک ټينکس دپاکستان دراتلونکى او اتومى وسلو په اړه ويره ونکى تبصرى کوى ـ چې دغو کارونو پاکستان کې دننه سياسى او عسکرى پ

13.01.2008 ظفرساپی کریمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more