د ادب فن

                                  ارباب سکندر خلیل (اخري برخه)

خو دداسې کولو دپاره به ضروري وي چې دا لوظونه دې داسې جوړ کړي چې دهغه دتجربې نقل کولے شي ـ (يعني په څه بل شان معنى کې)او دابه هم ورله لازم وي چې ددې لوظونو نه د خپلې تجربې نمونه يا علامه جوړه کړي چې هميش په علامه کښې دخپل اظهار کولو دشور په معنى کښې نا ،بلکې دهغه دعلامې دتجربې پېش کولودقوت په ذريعه هم دا قابو وساتي ـ اګر که ژبه چې هغه يې استعمالوي لوستونکي ته دهغه تجربه پېش کولے نه شي ـ نو که بيا يې هر څومره په وضاحت سره دا خپل ځان ته ظاهره کړي خو بيا هم دا په دې کې کاميابيدلے نه شي چې ګنې دا د رسولو عمل دے ـ
ددې وجه داده چې په ادب کښې ژبه به ضروربالضرورعلامتي وي ـ دا رشتيا ده چې ادب منتقل کوي ليکن تجربه په ژبه کښې نه واقع کيږي ـ دليکوال تجربه دې ضرور دژبې په داسې علامتي برابرۍ کښې بدله کړې شي چې لوستونکې يې بيا واپس په يو ه داشان تجربه کښې بدلولے شي نو دغسې په دواړه صورته کښې تجربه تصور شوې ده ـ نو اوس چې ورته اوګورو نو دا علامتي رابطه يعني ژبه يوه محدوده رابطه ده ـ ليکن د تصوراتي تجربې د امکاناتو خو هيڅ حد نشته ـ مطلب دا چې فن يو فن دے چې په طور دغېرمحدود امکاناتو د علامې يوه محدوده رابطه استعمالوي ـ او ځکه ديو ادبي فنکار دپاره لازم ده چې په دې پوه وي چې په خپل فن کښې به څنګه هرڅه هغه قوت راغونډ کړي چې په ژبه کښې بيا موندے شي ـ او چې دواړه پرمعنى يعني د اظهارکولو او ترجمانۍ کولو اهليت لري ـيعني چې د متواتر طور محرک او رهنما کونکي تصور په معنى کښې وي چې هر څه منتقل کيدونکي کيدے شي ـ داضروري ده چې ژبه داظهاري وي ځکه چې دابه ضرور دليکوال خپله تجربه وي چې منتقل کيږي خو دا هم ده چې دابه ضرور ژبه وي چې د تجربې نمائندګي کوي ـ او که داسې نه وي نو کله به هم د لوستونکي ذهن ته راونه رسي ـ معامله به لا آسانه وے که دا رشتيا وے چې هر څه چې اظهار کونکے وي نو ځکه به نمائنده کونکے هم وي ـ نو دا رشتيا نه ده ـ کيدے شي يو شور فرياد  دهغه چا دپاره چې فرياد کوي ډېر زيات اظهاري وي ليکن کيدے شي چې دبل چا دپاره چې دا فرياد اوري دا يا بالکل  يا د څه لږ شان شي نمائندګي کوي ـ کيدے شي يو ليکوال دې ته راغب شي چې نوي سيلابونه يا تهجي رکنونه () ايجاد کړي ليکن ترهغه وخته چې دا ازاد رجحاناتو نه صريح طور خپل لوستونکو ته دهغه ذهن پېش نه کړي چې يې ډېرکم امکان دےنو ددې ايجاد به د ادب فن سره هيڅ هم تعلق نه وي ـ
خو ددې هر څه باوجود دا ضروري ده چې په ادب کښې دې ژبه داسې ترکيب کړے شي چې د منطيقي يا نحوي معنى ځنې چې ددې نحوي ترکيب يې ورکوي ،يعنى ددې د اجزاو باقاعده انتظام يې ورکوي دزياتې معنى حامل دے ـ دا حقيقت دے چې ادبي ژبه د عامې ژبې نه مختلفه وي او وجه يې داده ځکه چې په دې کښې بالکل دهغه قواء دمحتاط او ارادتاً استعمال په ذريعه اظهار کيږي چې د نحوي د معنىقوت نه اضافي دے ـ يعنى مراد ترې قواوې چې په عام تقريرکښې محض کله کله استعماليږي ـ په ادب کښې خيال ددې  دخپل ځان د خاطردپاره نه ظاهريږي ،بلکې داسې دهغه ترکيبي نظام په خاطرکيږي چې دا يې تجربې له ورکوي ـ دا هم ضروري ده چې نه صرف خيال بلکې برابر هم داسې جزيات ،حسي تاثرات ،نفسياتي وجدانونه او داسي کثير لامحدوده قابل تغيرباهمي ربطونه چې دخيال حرکت سره همسفر وي دهم د لوستونکو ذهن ته اورسولي شي ـ او يا به دا اووايو چې دلته تجربه پخپله د تصوراتي طور مشتمله کړے شي ـ نو داسې لکه چې في الحال مونږ وکتل دا ضروري ده چې څه لامحدوده طور قابل تغير شي ـ (تجربه)دې د اعدادو يو ترتيب (ژبه)ته حواله کړو چې هم د خپل فطرت د نقطه نظر نه يې ګنجايش موجود دے ـ نو مطلب دادے چې ادبي فن به هميشه له تر څه حده تجويز وي او د ادبي فن اوچت کمال دادے چې په ژبه کښې د تجويز کولو قوت دومره زيات انتهاي موثر،ډېر دور رس ،دا شان صفا او حتى الامکان خور يې باريک بېته جوړ کړي ـ
د تجويز کولو دا قوت هغه څه له لا تقويت ورکوي څه له چې محض په دې سوب چې دا واضح طور فهم کښې راغلے دے ژبه يې ورکوي ـ او څه شے چې دا يې په دې طريقه ورکوي په هيڅ حال کښې هم ددې نحوي ترکيب پورې محدود نه دے ـ ليکن ددې دپاره چې ګنې خپل نفيس ترين او شايد دخپل تصور انتهاي انفرادي خصوصيات دلوستونکي ذهن ته اورسولے شي ـ دليکوال دپاره به لازم وي چې د خپل لوستونکي د پوهې د اهليت خيال هم دخپل ذهن نه او نه باسي ـ مطلب دا چې ايا لوستونکے په هر هغه څه پوهيږي چې د ليکونکي په ژبه تجويزکولے شي ـ سقراط د ادبي تخليق قوت دبعض خاص فطرت نه اخذ کړو چې دهغه د نقطه نظرنه په طور د جوش ولولې کولو اهل ووـ تر کافي حده به دا رشتيا وي ليکن خبره صفا ده چې بې د قوت نه چې ګنې دا قابل فهم طور په ژبه کښې ظاهرکړي جوش هيڅ د کار نه وي ـ دا هم د ژبې مفهوم وي چې د خپلو ملګرو ځنې يې ديو فنکار امتياز کولے شي ـ او ددېاعلى ترين ازمايش دهغه څه علم دے چې په ژبه يې اعتبار کيدے شي ـ چې ګنې دا به تجويز کړي او بالکل دا هم د ژبې د اعتبار نه ده چې ددې اهليت په سوب ثابته ده چې ګنې دا د ژبې د کړي تجويزونو جواب کولے شي ـدا د ادبي فن لطف اغوستونکي جوړ وي داهم هغه خاص فطرت دے چې په تخليق کونکي کښې متحرک او په لوستونکي کې غېر متحرک وي او پکارده چې هم داسې مونږ په طور د ادبي فن د اعلى مخصوص حالت فرض کړو ـ يعنى د ادبي فن رابطه د ژبې د رسولو د قوت د څلور اهمو قسمونو نه مشتمل ده ـ البته دا محض په يو نظري تجزيه کښې دي چې دوي ديو بل نه جدا کيدے شي او حقيقت دادے چې دوي ټول سره پخپلو کښې دا شان سخت خيل دي چې ديو بل نه جدا کيدونکي نه دي ـ دا ټول ددې جوګه دي چې بې د څه غلطۍ د امکان په سړے پوه شي  البته دا بيله خبره ده چې زيات واضح طور دا خاصيت د اولني قسم په برخه کښې راځي ـ دا ټول ددې جوګه دي چې ګنې د تجويزونو دې ناتمامه سلسلې وي ولې دا بېله خبره ده چې نورودريو قسمونو کښې دا څه په خصوصيت سره ليدل کيدے شي ـ ژبه دلوظونو د معنو او ددې په اوازونو مشتمله ده ـ دا د هم يو لازمي طور نا قابل تقسيم تړون دوه اړخه دي خو بيا هم دې هر يو اړخ ته جدا جدا توجه ورکيدی شي ـ په دې ک‌ښـې بيا هر يو په دوه حصو کښې تقسيمدی شي ـ

                                                                                              پای