ستۍ
پروین ملال کراچۍ ستۍپه کندهار کې هغې نجلۍ ته ویل کیږي چې د پلار په کور کې جبرا زړه شي او هیڅ واده نشي (پروین)
وږمې سندرې سرکړې
نګهت نکاح د ګلو ولوستله
ستوري یو بل ته د رڼا په لېمو لار جوړوي
د اوږده ژمي د تلنګ اوریځ یې څېرې کړله
نریو وړانګو د لمر د بودۍ ټال کې د رنګونو
ټالۍ ووهلې
ـــــ
زموږ د کور د برنډې په چت
چوغکو کور جوړ کړې
شور د چیچانو یې د ژوند ترانه وېښه کړله
د کلي ټولې رمې لنګې سولې
سپینو شیدو یې د کوچۍ د نغري
څوکې ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوي مې
اوس په مسحد کې د الف د قد صراط لولي
لویې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي
دا تېره شپه یې د نکریزو شپه وه
زما همزولې ،،غوټۍ،،سږ کال د مېړه سره
و حج ته درومي
زموږ د بزګر دریمه لور،،تورپېکۍ،،
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کې
د ښارمېلو ته ولاړه
ددیوال هغې خوا ته زما د تره کور دی
د الماسي ویالې په خوا کې د شاه توت د زړې ونې لاندې
زما د ترله ،،شېرینو،،
د زوي دپاره د شاتوت څانګو کې ښکلې ځانګو جوړوي
پرون د پلار کړه په شپو راغلی
زه د دالان په تیاره کونج کې ناسته
زما نجلیتوب ،زما پیغلتوب
ددې دالان تر درشل
ددې دالان په حد کې
نه مې سینګار نه ائینه
نه د پاولو کنهار
نه د بنګرو شرنګهار
زما د ورځو په مهراب کې زما د خال ملا امام
سجده کړی نه ده
زما د بارخو په ګلابي پاڼه کې
یو چا د عشق کیسه لیکلې نه ده
زما د ویښتانو شپې شوې
د سپینو تورو ډکې
زما د کوڅو کهکشانو تر شمار وتلې
سنت او فرض مې دي د نه په حد کې
دتهجد د سجدو اجر مې په باج کې
لکه زما د ځوانۍ فوج د وخت تللي تاراج کې تللی
زه یم ،،ستۍ،،ستۍ
زه دبابا زه دنیکه د غور نیکه د ستر نیکه
آن تر آدمه پورې
د مځکې زر،او پېسو
د بدل پور وړمه
زه د بابا په کاله سپین اوربل
خپور وړمه
زه یم ،،ستۍ،،ستۍ
د ژوند په باب کې
یوه سپینه پاڼه