د خوبونو حقيقت


خوبونه خو

د خوب ليدونکو ﻻر ده

دميني نړۍ ته

خوبونه خو

دزړونو هندارې دي

دټولې نړۍ په لور

خوبونه خو شينې او زيړې مر غکۍ دي

چې د خيال په سيندونو کې غوپې وهي

خو ډوبېږي نه

خوبونه خو زين شوي اسونه دي

چې له باد سره په څنګ الوزي
نه ستړي کيدونکي

خوبونه خو دزړه هنداره ده

چې مين پکې د جانان انځور ويني

خوبونه خو تش کاغذونه دي

چې نوی نوی ليک پکي کيږي


ژباړه
نورمحمد سعيد