اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه
پروین ملال
پښتو په ادبي نړۍ کې د آغلې پروین ملال نوم هیڅ پېژندګلوۍ ته اړتیا نه لري ،نوموړې که یو لور ته لنډې کېسې په خلاص مټ لیکي نو ورسره ورسره یې د شاعرۍ لاله زاره زمکه هم شاړه نده پریښې . آغلې ملال پښتو ادب کې تر اوسه د شاعرۍ او لنډ کیسو څلور کتابونه ورزیات کړي دي او دتېرې یوې مودې راهسې یې په یو تاریخي کتاب اسرارالافاغنه باندې ژور تحقیق کړی دی او دا خبره یې په زبات رسولی ده چې د پروین شخصیت د تخلیق او تحقیق په زړه پورې امتزاج دی . ظ. کریمي
زموږ د لرغوني هیواد بډایی فرهنګ ډیرې داسې ځانګرنې لري چې ښایي د نړۍ د ډیروملتونو په فرهنګ کې نه وي دبېلګې په ډول د کورنیو یا قومونو شجره لیکنه چې زموږ د لرغوني فرهنګ هغه اصالتونو څخه ده چې پخوا یې ډېر رواج درلودهغو قومونو او کورنیو چې په ټولنه کې به یې نفوذ درلودختما به یې خپله کورنۍ شجره لیکله و یا به د هغه منبې د مخه چې د ټولنې د نورو کسانو په زړونو کې به دوۍ ته موجوده وه دغه کار کیده اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه هم د روحانیت او تصوف په غېږه کې د شجره لیکنۍ پر اسلوب د یوې زړې قلمي نسخې کاپي ده چې ماته په سند هـ کې د ژوب فرهنګي شخصیت عبدالعلي غورغشتي په ډېر اخلاص او امانت دارۍ په وړیا ډول په دې هیله وسپارل چې زه یې په رسمي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ دمحترم وزارت دلارې د علومو اکاډمۍ ته ورسوم د عبدالعلي غورغشتي د خولې چې هغه دغه کاپي د کراچۍ د ښار په یوه بازار کې د لیلامي زړو کتابونو او کاغذونو په ریړۍ کې میندلي ،باید روښانه شي چې د کراچۍ د ښار دغه د ریړیو خاوندان د کورنو څخه زاړه کتابونه او کاغذونه دترازو د تول په بیه اخلي او بیا یې په بازار کې په یو څه ګرانه بیه خرڅوي دغه نسخه په فارسۍ یا دري ژبه ده اولمړۍ پاڼه یې نشته دوهمه پاڼه یې په شېخ متي د یوه روایت څخه پيل کیږي او په ورستیو دوو پاڼو کې یې حضرت محمد ص او ټولو نبیانو د درود او سلام د لیږلو وروسته لیکلي شوي تمت هذه الکتاب المسمی باسرارالافغان کله چې دعا نوره اوږده شوې او ورو ستیو کرښو ته رسیدلې بیا د کتاب لیکنې نېټه په دې ټکو ښودل شوې تمت هذالکتاب بروز دوشنبه پنځم ماه ذي الحجه سنه ۱۰۳۲ کتب ابو فتح الله ساکن بلده ملتان ددې کتاب د لاس ته راوړولو وروسته ما د علامه حبیبي آثارو ته مراجعه وکړه او د پټې خزانې په تعلیقاتو کې د خانواده و احفاد شیخ متي د شیخ قاسم افغان د زوي شیخ کبیر المشهور به بالاپير د پیژندګلوۍ وروسته دهغه د زوي شیخ امام الدین د یوه کتاب په پیژندګلوۍ کې مې ددې کتاب ذکر پیدا کړو چې لیکل شوي
شیخ امام الدین کتابي رابنام تاریخ افغاني نوشته و در آن احوال تاریخي افغان رانوشته و ازکتب مهمه تاریخي دیګری اقتباس و استفاده فرموده که دردیباچه کتاب مذکور ذکر است مثلا روضه لاحباب ،مجمع الانساب،اصناف المخلوقات،تواریخ ابراهیم شاهي مولانه مشتاقي ،کتاب خواجه احمد نظامی،احوال شېرشاه ،اسرارالافغاني ۳ ،۱د استاد علامه حبیبي نور اثار او متفرقه مقالې مې هم په غور تر نظر تېرې کړې د نوم ورکي مورخین اثر په ۷۴ پاڼه کې مې په دې کتاب داسې ذکر وموندو
نوربیا.........