غزل
زمــــــا غــــــــزل لـــــــــیـــونـــــی ځـــــــان لــــټـــوي
پــه خـپــــــل وجــود کــې خــپـل مـــکـان لـــټـــوي
د خــــوبـــــه اوس هــــــــم راویـــــښ شـــوی نـــدی
پـه پـــټـــو ســتــرګــــو خــپـــل جـــانــــان لــــټـوي
زړه ئــې مســتــي غواړي قـــلـــنـــګ د مـــیــنــــې
د عـــــشق ســــــنـــدره پــــه مــــیــــدان لـــــټــــوي
د پـــښـــــتــونــخوا د غــلــیـــــمــانــــو خــــــــلاف
تــــــوره ، قــــلـــم د خــــوشــحـال خـــــان لـــټـــوي
د تــــاریــــخ پـــاڼـــــې د غـــــیــرت پــــــــــه ژبــــــه
پـــه قــــام مـــیــن هـــغـــه ځـــلــمــیــان لـــــټـــوي
نـسـیـمه سـتــوريـه پـــه حــــجــــرو دیــــــرو کـــې
د ربــــاب ټــــنــــــــــــــګ د ادم خـــــــان لـــــټـــوي