قومیت څه شی ده ؟

دټولنېزې برابرې (عدل اجتماعې) او دانسانانو تر منځ دانصاف تصور په ټول شرېعت غرا محمدې کښې نغښتې دې .
په شرېعت کښې چې سرچشمه ېې قران ، حدېث ، اجماع او قېاس ده د بشرې ټولنې ټول مشروع حقوق تضمېن شوې دې . هغه که دفرد په مقابل کښې دفرد حقوق وې ، ېا که د قبېلې پر وړاندې د بلې قبېلې حقوق وې او ېاهم د ېوه قام حقوق د بل قام پر وړاندې وې .
پدې کښې د قامې برابرې او قامې حقوقو مسله تر نورو ځکه ډېره اهمه ده چې نن زموږ قام له ټولو قامې مشروعه حقوقو څخه محرومه پاتې دې او عجېبه داده چې دا ناوړه عمل د اسلام پر نامه ترسره کېږې .
هغه د قام لفظ چې په قران کښې ېې ذکر تر لمانځه زېات راغلې دې هغه همدا نن د سټېټ په شکل کښې د نړې ملتونه او هېوادونه دې چې مشخص او متقابل حقوق لرې .
په قران کښې الله تعالې فرماېې چې (وماارسلنا من رسول الا بلسان قومه لېبېن . سورت ابراهېم پاره نمبر ۱۳ اېات ) ېعنې اونه دې لېږې موږ هېڅ رسول مګر خو په ژبه دقام ، چې بېان کړې دوې ته (دېن ) ، اوبل ځاې راغلې دې چې هرې وادې ته هادې او نزېر استول شوې ده .
له دې دواړو ارشاداتو نه که ېو لور ته دا جوتېږې چې هر قام ته الله د هداېت دترلاسه کولو حقوق په مساوې ډول ورکړې دې نو له بل لورې لدې ارشاداتو نه په اشارت النص سره دا هم ثابتېږې چې د هر قام لپاره بېله ژبه او بېله وادې (ځمکه ) هم ضرورې ده .
په ېو بل اېات کښې دهرقام ځان ته ځانګړې پېژندګلوې الله تعالې له خپلو نښانېو او قدرتونو څخه شمېرلې ده .
لکه چې فرماېې ( وجعلناکم شعوبا و قباېل لتعارفو، انا اکرمکم عندالله اتقاکم . سورت الحجرات پاره نمبر ۲۶ )
ېعنې ما تاسې په شعبو او قبېلو کښې لدې کبله پېداکړې ېاست چې تاسې ېوبل سره وپېژنې (او دېوبل په پېژندلو کښې درته اسانې وې .) په تاسې کښې به بېا مکرم په تقوا سره وې .

دهر قام خپلې ځانګړتېاوې وې چې غټې بېلګې ېې سېمه او ژبه ده او همدا قامې شناخت دې . چې دا قامې شناخت له منځه وړل د الله تعالې د حکمت پر ضد عمل کول دې . ېعنې خپل شناخت ختمول الاهې حکمت ته سپکاوې دې .
(( دلته دېو ټکې وضاحت پکاردې چې د اوسنې افغانستان د لېکوالانو په اصطلاح کښې ملت [قام] ته واېې او قام [قومېت] ته واېې، پکار ده چې غلط فهمې رانشې ))
د فکر او عمل د اصلاح لپاره هم قران قامې ېون او کړنلارې ته نغوته کړې ده لکه چې فرماېې ( ان الله لاېغېر مابقوم حتې ېغېرو ما بانفسهم سورت الرعد پاره نمبر ۱۳ ) ژباړه : بېشکه الله تعالې نه بدلوې حالت دېوقوم ، ترڅو چې دوې هغه څه نوې بدل کړې کوم چې ددوې په نفسونو کښې دې .
همدا ډول د نفسونو داجتماعې تغېر نه مراد دانسان قامې او ټولنېزضمېر بدلول او بېدارول مراد دې .
بله غوره خبره داده چې عقل ، فکر ، پوه او حکمت ټول له نفس سره تړلې دې او ددې ټولو له بدلولو سره دقام حالت بدلېدلاې شې هغه که دخرابې لور ته وې او ېا که بېا د تعمېر ازادې او خود کفالتې لور ته .
لدې اېاتونه نه د قام د جوړښت څرنګوالې د قومېت له جدېد تعرېف سره هم سمون خورې .
نن د جدېدو سېاسېاتو په اصطلاح کښې هم قام (ملت) د انسانانو هغه ځانګړې ټولنې ته وېل کېږې چې ځانته بېله ژبه او بېله سېمه ولرې او ېا هم ېواځې بېله ځمکه او سرحدات ولرې .
فطرې هېوادونه همداسې وې ، دهېوادونو ماتول او ېا له نوې سره هېوادونه په وجود راوړل د قامې وحدت د پاره پاره کولو ېو غېر فطرې او غېر قرانې عمل ګڼل کېږې نو ځکه علما دېوبند د تقېسم هند د فارمولې سخت مخالف ول .

په قران کښې چې کله داسې راځې لکه قوم عاد ، قوم ثمود، قوم نوح هغه ځکه چې مخکې پېغمبران به د ځانګړې قامونو لپاره دهغوې وادېو (هېوادونو) ته دهغوې په ژبه کښې استول کېدل . استول داسې نوو چې له نورو قامونو نه به ېې ورته وراستول بلکه له هم هغه قامه به ېې منتخبول .
کم وزېات ېو لک څلوروېشت زره پېغمبران الله تعالې مختلېفو قامونو ته د هغوې هېوادونو (وادېو) ته لېږلې دې نو دلته د پېغمبرانو له تعدد سره د قامونو او ملتونو تعدد هم څرګندېږې . چې ورسره ددوقومې نظرې نعره هم هسې پوچه ښکارې . دابېله خبره ده چې زموږ نبې او دېن اسلام د ټول عالم انسانېت لپاره راغلې دې او دلته هم اسلام په ځانګړې هېواد او ېا قام پورې تړل غلطه خبره ثابتېږې .
پردې اساس نبې ع دقام د وجود له اصلې عنصر ېعنې ځمکې سره محبت چې اصلا دقام ځانګړتېاوې په ګوته کوې د اېمان جز ګڼلې دې لکه چې فرماېې (حب وطن من الاېمان ) .
اوهمدارنګه کله چې دمذهبې ازادې نه عارې د مکې د مشرکېنو له زور او زېاتې څخه نبې کرېم ص مدېنې ته په هجرت کولو مجبوره شو نو ترتګ وړاندې ېې دخپل وطن پر لورې ېونظر واچاوو او په ډېر ارمان ېې داسې وفرماېل : ( مااطېبک من بلد واحبک الې ولولا ان قومې اخرجونې منک ماسکنت غېرک ) ېعنې ته څومره سپېڅلې ښار ېې ، او پر ما څومره ګران ېې ، که چېرې زه خپل قام نه شړلاې مابه هېڅ کله هم بل ځاې استوګنه نه واې اختېار کړې .
حضرت موسې ع خپل ټول عمر د خپل مظلوم او غلام قوم دازادې او حرېت لپاره په هڅو صرف کړې وو ، دوې ېې د فرعون له ظلمه خلاص کړل ، کله چې دوې د غلامې زنځېرونه او طوق لعنت وشلاوو نوبېا الله تعالې دوې ته ډېر لوې مقام ورپه برخه کړ لکه چې فرماېې (ېاقوم اذکروا نعمت الله علېکم اذ جعل فېکم انبېا وجعلکم ملوکا واتکم مالم ېوت احدا من العلمېن . الماېده۲۰
ېعنې اې قامه : کوم احسان چې الله تعالې پر تاسو کړې دې هغه ېاد کړې چې په تاسې کښې پېغمران پېداکړل او تاسې ېې بادشاهان کړل . او تاسې ته ېې دومره څه (ېعنې ازادې) درپه برخه کړل چې په عالم کښې ېې بل چاته ندې ورپه برخه کړې . دوې ته ېې د بېت المقدس سلطنت او وروسته د داود ع او سلېمان ع په څېر انبېا ورپه برخه کړل چې له نبوت سره سره پر ټوله نړې باچاهې کوله . د سلېمان پېغمبر تخت به دسېهون پر غونډې پروت وو او په هوا به الوت نن هم د ا اوسنې اسراېل غواړې چې تېر سېهونېت را ژوندې کړې او پر نړې حکومت وکړې . په نړې کښې پاکستان او اسراېل داسې هېوادونه دې چې د مذهبې تصور پر بنسټ رامنځ ته کړل شوې دې دواړه هېوادونه له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د برطانېې په مستقېما او غېر مستقېمه مرسته وجود موندلې دې چې لدې امله د دېوبند علماوو سخت غبرګون ښودلې وو .
ولې بېا په بنې اسراېلو کښې هغه دغلامې د دور بېهوده اخلاقو سر راوچتاوو او اکثره بې دخپل خداې دا لوې نعمتونه هېرول .
نبې اکرم صلې الله علېه وسلم او دده صحابه وو هېڅ کله هم د عربېت دجزبې له ښکاره کولو څخه ډډه نده کړې بلکه ددېن خدمت پرخپل ځاې ولې د عربې ننګ او غېرت ، رسم او رواج ېې پوره خېال ساتلې دې . نبې ع خپله فرماېلې دې چې زه قرېش ېم او زه پدې فخر کوم .
دهرې اسلامې غزا او جهاد پر موقع به هرې قبېلې خپلې ځانګړې جنډې راخستې وې او خپل قبېلوې حماسې اشعار به ېې وېل چې د عربې ادب په کتابونو کښې ېې زېاتې بېلګې شته دې .
نبې ص فرماېې :
ارموا ېا بنې اسماعېل فان اباکم کان رامېا (بخارې ومسلم)
اې اهل عربو ، د غشې وېشتلو مشق وکړې ولې چې ستاسې جد حضرت اسماعېل ع غشې وېشتونکې وو .
امېرالمومنېن عمربن خطاب په غېر عربې ېعنې عجمې هېوادونو کښې خپلو استاذو ته داسې وېنا کوې :

اېاکم والتنعم وزې العجم وعلېکم بالشمس فانها حمام العرب، وتمعد دوا واخشو شواوا خلولقوا واعطوا الرکب اسنتها وانزوا نزوا وارموا الاغراض (بغوې)
ژباړه : دځان هوساېنې او راحت طلبې له ژوندونه به لرې تښتې ، له عجمې لباسه به هم لرې اوسې . لمر ته د ګرځېدلو او ګرمېو ته د کښېناستلو خوې به نه پرېدې . ولې چې دا د عربو حمام دې .
سختې تېرول او ساده ژوند غوره کول ، په ځان کښې صبر او زغم پېداکول ، او د ساده جامو اغوستل به عادت ګرځوې . پرآس په ټوپ سورلې په بېباکې سره کوې او نښانونه به نه خطا کوې . لدې سره سره دقام (ملت) په اړه په قران کښې تر ېوسل او پنځلس ځاېه زېات ذکر راغلې دې اسلام غوندې ستر او غښتلې مذهب هم نه قامې تاثر ختم کړې دې او نه ېې هم ددې هڅه کړې ده بلکه انسان ته ېې دقام په شکل کښې و دېن اسلام ته د ستنېدلو دعوتونه ورکړې دې او همدارنګه د نورو ډلوټپلو لپاره ېې هم د قام لفظ استعمال کړې دې چې همدا اهمېت لوې شرعې حجت دې چې د علما سو په منفې پروپاګند هېڅ کله قومېت او قامپرستې ناروا ګڼل کېدې نشې . دنبې ع هغه حدېث چې فرماېې (من ېعصب فلېس منې ) چې تعصب کوونکې له موږ نده ، هېڅ کله د قام پرستې د ناروا ګرځېدلو سبب نشې کېدلې او نه هم تعصب ته قام پرستې وېلاې شې تعصب او کرکه بېل شې دې قام دوستې بل څېز دې .
اوس علما حق ته پکاردې چې د وخت له ضېاع پرته راودانګې او د خپل خلوص او دېنې جزبې له مخې د خپل پښتون مظلومه او محکوم قام د قامې ازادې په غورځنګ کښې برخه واخلې . که چېرې داسې علما کرام غواړې چې د پښتون قامې سېاست په درشل قدم کښېږدې نو را وړاندې دې شې ېو موټې او ېو اواز دې شې نورو تنظېمونو کښې نور د اسلام او مسلمانو د بهترې لپاره هېڅ سېاسې برنامه او مرامنامه شتون نلرې همدا قام پرستان دې چې د خپل قام د روا حقوقو د غوښتنې پر ترڅ کښې د حقېقې اسلامې ورورولې اوبېن الاقوامې ورورولې عملې نمونه وړاندې کولاې شې.

 امان الله حلېم شملزې کراچې