غزل
احساس به درته اوښایي د ژوند نزاکتونه
د درد نه به هم واخلې د درمان غوندې خوندونه

د وېرې څادر داسې په جهان دی راخور شوی
د اور بڅري ښکاري په چمن کې سره ګلونه

ورځمه اوس ملا  له چې تعبیر یې راته اوکړي
په خوب کې مې لیدلي په نکریزو سره لاسونه

بهار به څنګه راشي د نړۍ په ورشوګانو
چې ګل او ډنډر واچوي په خپلو کې لاسونه

که سل ځله زه ځان ورته د قصده مرور کړم
دا سل ځله کوي راته زاري او منتونه

زاهده راشه کینه چې تا هم ترینه خبر کړم
معلوم دي راته دومره په الفت کې ثوابونه

سحر په توره خړه او ماښام چې نمر پریوځي
ګوهره څومره خوند کړي د مارغانو اوازونه
ګوهر علي ګوهر بټخېله پښتونخوا