غزل
ډله پره زیاته په هــــــــــــــر لور د زورو وي
شور د زورورو وي هو زور د زورورو وي

مونږ   وسره هسې دا د پړي سر نېولی دی
نو که په رشتیا شي کلی کور د زورورو دی


دا جینۍ به ولې د اسمان په لور قدم نه ږدي
یو چې خایسته وي بله خور د زورورو وي

خدایا د غریب سړي د پور نه مې ساته ګورې
پور دې وي راپورې خو چې پور د زورورو وي

دوي په دې جونګړه کې لږ اوخاندي خوشاله شي
کور ته که یې ګورې نو دا کور د زورورو شي

ژوند دضابطې د دایرې نه وتی چرته شي
لو که د لوګري  وي نو لور د زورورو وي

ګل به د لمبو په مېنځ څنګه مسکې پاتي شي
مه کوه شاکره مینه اوور  د زورورو وي

اقبال شاکر بټخېله پښتونخوا