په تېر پسې
ليکن دليکوال دمقصد د خارجولو نه علاوه مونږ دا پالکل بدلولے هم شو يعنى مطلب تر دادے چې ګنې مونږ د دا په حېث د مقصد ديو قابل لطف نمائش واخلو ـ او دا هم داسې ده چې دسيثوزا "اخلاقيات" د ادب په قلمرو کښې شامل ګنړلے کيدے شي ـ
ليکن په خالص ادب کښې مونږ ته دا ضرورت نه وي چې ګنې يا يې بالکل خارج او يا يې بالکل بدل کړوـ ځکه چې دلته په طور د قابل لطف د تجربې اظهارمحض په دې وجه شوے دے چې دا ظاهره شوې ده ـ دا هم د ليکوال د مقصد فن او اثر وي چې مونږ ته تجربه هم ميلاو شوه او چې ترې نه لطف هم اخلوـ دو دا هم شے دے چې زمونږ ترې مدعا داده چې دداسې ادب مواد خالصه تجربه ده ـ نو که چرې ددې مونږ نور هم زيات وضاحت کول غواړو نو دمثال په طور داسې د ډارون او لکريطيس دليکونو د مقابلې په ذريعه يې کولے شوـ مونږ وکتل چې دواړه ډارون او لُکريطس زمونږ په مخکـې ښه په تفصيل سره دليل راوړاندې کوي چې د بېشماره واقعاتو حامل وي او مونږ دې ته تياروي چې دادليل معقول او واقعات صحيح اومنو ـ د ډارون د اظهار کولو انداز مونږ له څه نور نه څه نه راکوي ـ دا اظهار ددې دپاره استعماليږي چې يو محض سايئنسي مقصد حاصل کړي ـ او دا ادب دے خو محض تردے حده چې ترکوچه د اظهار لکه داسې جاج اخستلے شي چې ګنې ددې مقصد مسلم دے ـ دادبي فن دفطري انتخاب نظريې سره څه هم تعلق نشته او ددې فن سره يې بس دا تعلق دے چې دا زمونږ په وړاندې نظريه ږدي ـ دې ته به مونږ عملي ادب وايو ليکن د لکريطيس نظمونو ته مونږخالص ادب وايو دا ولې؟د ا ځکه چې لکريطيس نه يوازې يوه نظريه ظاهره وي بلکې د نظريې د ترکيبي عمل راته هم اظهار کوي ـ دا رشتيا دي چې دهغه ژبه مونږ ته دهغه دليل او دهغه محسوس واقعات مهيا کوي خو ورسره راله هغه سرګرمي او خوشحالي چې دکومو نه دهغه دليل جوړ شوے او ذوق چې په ذريعه يې واقعات راغونډکړي وي هم راکړي ـ نو مطلب دادے چې که هر څو دهغه نظريه مونږه قايلوي او يا نه قايلوي،خو بيا هم ددې د مطالعې په نتجه کښې مونږ يوازې د فلسفې په قلمرو کښې داخل نه شوبلکې د يو فلسفي کيدونو په تجربه کښې هم داخل شو يعنى مطلب مې ترې عظيمه تجربه(چې پکښې عقل،جذبات او احساسات ټول مدد کوي)ده چې په دې يو شرط د څيزونو مجادله کوي چې خپل ځان دوي سره برابر محسوسوي ـ
لنډا دا چې دا بحث مونږ دادب په نظريه کښې يو انتهايې اهم اصول سره مخامخ کړي او دا حقيقت دے چې د بالکل ساده قضيېنه چې ادب خالصه تجربه ظاهره وي زمونږ دنظريې ټول لوي اصول راوزي ـ او اوله مرحله دا رازي چې مطلب مې ترې د رسولو په يوه ډېره زياته جوشيلا نظريه کښې د اظهار او نمائندګۍ() يا خاکې د رايوځايې کولو اهميت دے ـ د خپل طرف نه ليکوال لوستونکي ته په ژبه کښې د يوې تجربې اظهار وکړي خو بل طرف ته ژبه د يوې تجربې نمائندګي کوي ـ خو بيا هم دوي کښې يو هم مکمل طور دا اعلان نه کوي چې ادب څه شے دے او ددې وجه هم داده چې ادب تجربه منتقله کوي او يا به دا ووايوچې تجربه چې د ليکوالو په ذهن کښې موجوده ده دې بيا د لوستونکي په ذهن کښې هم موجوده وي ـ دا کافي نه ده چې لوستونکي ته دې هغه څه ورکړے شي چې تجربه يې شوې ده او دا هم کافي نه ده چې هغه ته دا ورکړے شي چې څنګه تجربه واقع شوې ده ـ تجربه پخپله به ضرور ورکول وي او ديو ذهن نه به بل ذهن ته ننوستل وي ـ مطلب دا چې که چرې زما لوظونه محض دهغه څه نمائندګي کوي کوم چې ما ليدلي دي نوزه تاته خپله تجربه نه درکوم چې د يوې نظارې په نتجه کښې راته حاصله ده او هم دابه صورت وي که چېرې دا محض زما د احساساتو اظهار کوي ـ اګر که ددې تجربې نه مقصد ادب وي نو دا به ضرور کل او مکمله تجربه وي ـ يعني دا دواړه څه چې ما وليدل او څه مې چې په مکمل اتحاد کښې محسوس کړل ـ اګر که د ادبي معاملې دپاره دنور څه ضرورت نشته خو ددې نه په کمه هم کار نه کيږي ـ اکثر داسې کوششونه شوي دي چې دا وويو چې ګنې د خالص ادب دپاره د څه قسم مواد موزون او دڅه قسم مواد ناموزون دي ـ ليکن هرڅه چې په هر رنګ کښې وي خو د ادب د فن دپاره موزون مواد دي ـ خو شرط داوي چې دا به په طور د تجربې ليکوال اخيستي وي چې هم دخپل خاطر دپاره قابل لطف ده او هم لوستونکي ته ورکړے شوې ده ـ او هم داسې کله هم هيڅ شے تر هغه وخته د ادب دپاره مواد نه دي ترڅو چې دا د اخيستے او هم دا شان ورکيدے نه شي ـ هر څه داسې اخيستے شي ليکن هر څه داسې ورکيدے نه شي ـ اوددې دارو مدار دليکوال د قلم په زور وي چې ګنې څنګه يې ژبه په طور د خپلو رسولو دعمل استعمال کړه ـ ليکن ژبه څنګه د تجربې اظهار کولے شي؟ ددې دپاره پکار ده چې دې ته دلږ ډېرنزدې نه نظر وکړو او چې وخت مونږه داسې وکړو نو چارلاچار دې نتجې ته اورسو چې دا وېنا کول چې ګنې ژبه تجربه منتقل کوي څه مبهمه شان وېنا ده ـ دا بېله خبره ده چې دومره مبهمه هم نه ده څومره چې راته په اول نظر کښې ښکاره ده ـ څومره چې ديو کس خپله تجربه ده هغه دنوروسره يې يو هم ذاتي يا خصوصياتي طور خپل بل شے خپل نه دے ـ او هم داد يوکس د ژوند بنيادي عمل دے او په هيڅ قيمت هم يو کس خپل انفرادي ژوند چا بل چا سره شريکولے نه شي ـ ليکن زما ژوند ستا تجربه نقل کولې شي خو داسې د تصور په ذريعه کولے شي ـ دادب په معامله کښې به نقل هم دهغه قسم وي لکه چې اصل دے ـ ددې وجه داده چې ادبي فن دهغه قسم تجربې سره متعلق دے چې ګنې ضروري نه ده چې قياسي وي ـ ليکن يقيني طور به پر تخيله وي ـ کيدے شي چې بنيادي تحريک چې ادبي ترکيب يې اماده کړے دے د ژوند دڅه قسمه لامحدوده امکاناتو نه څه حاصل کړي ـ او کيدے شي چې دا څه خالص طور قياسي وي او يا قطعي طور حقيقي وي ـ يا به دا اووايوچې ګنې کيدے شي ليکوال خوب ليدلے وي يا چېرته دعشق په دام کښې ګرفتار شوے وي ـ ليکن که هرڅه ده خو دا ضروري ده چې دابه تصور جوړشوے وي يا به دا اووايو چې ليکوال له پکارده چې داد ژوند درو دمينځ نه راوچت او ښکاره يې خپلې مخې ته اونيسي ـ ددې مطلب داشو چې تصور کښې جاري ساتلوپه ذريعه دې ليکوال ضرور ددې موجوديت جاري وساتي ـ نو اوس دليکوال دپاره چې وظيفه يې نورو ته څيزونه رسول دي لازم ده چې دلوستونکو په ذهن کښې هم هغه تخيل رابيدار کړي چې دده خپل ذهن کښې موجود دے ـاو دا چېت صرف دلوظونو په زور دې دخپلو لوستونکو تخيل فعال نه کړي ،بلکې د لوظونو په ذريعه دې دخپلو لوستونکوتخيل داسې قابو کړي چې هر څومره چې کيدے شي نو ددوي تجربه دې هغه خپل تخيل نقل کړي ـ
نور بیا