لونګینه په څنګ څنګ راواوړه

پروین ملال
دسیند اوبه د ،،ورا،،سندره بولي
دسپوږمۍ وړانګو د رڼا په ژبه
د ساحلونو د ښکله قصیده ولوستله
د چنارونو پاڼو
د چا د ګنډ کمیس
د سپین پاولو په شانې ورسره
ښکلي اتڼونه سرکړه
ماښامنۍ وږمې په غېږه کې خپل
د سیند دهغې غاړې
د مست اتڼ مسته سندره راوړې
،،لونګینه په څنګ،څنګ راواوړه،،
په څنګ راواوړه چې دې وشمېرم خالونه،
لونګینه په څنګ،څنګ راواوړه،،
د سیند په هغه غاړه زما د ورور واده دی
شپې ته خو وېنې کنه؟
څه بې مثاله ستا شېبې دي هلته
زما د پلار د کلا هسک برجونه
د آسمان ستوري پخپل څوکو اخلي
زما د ورور د لاس نکریزې په شپه
د مازدیګر سره شفقونه راوړي
شمله یې هسکه ده تر هسک نښتره
د سپین نرګس په شانې ښکلو جامو کې
لکه زیرې د سبا ځلیږی
مخ ته یې آس ولاړ دی
پښه په رکاب کې ږدي
بابا پګړۍ کې ورته ګل ټومبي
ښکاري چې درومي او د برکلي نه
ناوې راوړي
ـــــــــــــــــ
د سیند په هغه غاړه
زما د پلار کاله کې ښکلې او رنګینه شپه ده
د سیند په دغه غاړه
په ما بدمرغه شپه ده
سپوږمۍ ته وینې که نه؟
چې  زه د ددو قومونو
دتاریخي بدیو
د نسل ،نسل ځنځیرونه
په و ریښمینو پښو کې څنګه وړمه؟
زه د بدیو بدل
زه د بدۍ قرباني
زه د مېړه زه د خاوند زه د واکدار نارینه
د امر حکم بندۍ
د نسل،نسل د مینځتوب انځور
د نسل،نسل د کړیو زولنو عروج
زما ژوندون دی د واکدار نارینه
د یوه ،،نه،، په حد کې
د یوه ،،نه،، په پولو
د یوه،،نه،، تر حکمه
ددغه ،،نه،، د اور باران کې زه
د سکه ورور واده ته نشمه تلای