پښتنونخوا (۱) 

ډېره اسماعېل خان

دا دپښتونخوا وطن په ختېځ کښې په ۳۴۷۰ مربع مېل مشتمله هغه سېمه ده چې ېو لورې ته ېې داوخت هغه بلوڅان اوسېږې چې په اوسنې پنجاب صوبه کښې شامل دې ددې سمې په سهېل کښې د بلوڅان هغه سېمه ده چې په تارېخ کښې په وادکل ېادېږې
او قطب پخوا ېې د بنو سېمه ده ختېځ ته ېې داباسېن سېنه بهېږې د پښتونخوا په سېمه کښې تر ټولو زېاته تودوخه ده په اوړې کښې تودوخه له ۳۵ څخه تر ۴۵ سېنټې ګرېډ ته رسېږې
ددې سېمې مرکزې علاقه ېعنې د ډېره اسماعېل خان ښار له سمندر څخه ۳۴۰ فټه لوړوالې لرې پدې سېمه کښې تر ټولو لوړ ځاې د سلېمان د غره څوکه ده چې له سمندر څخه ۱۱۱۰۰ فټه لوړوالې لرې
دمځکې په طبعی ويش کې داسیمه د دامان په نامه ده هندې ېعنې وېدې ادب کښې او ېونانې مورخېنو چې د ستاګېر په نامه کومه سېمه ېاده کړې ده دادهغې ېوه برخه ده
۱۷۰۰ ق م کښې دراوې سېند په غاړه دهړپه په نامه ېو ښار اباد وو چې دسېند دلرغونې ابادې موهنجو داړهمزولې وه ته به ددې ځاې خلکو مختلف قسم معدنېات او قېمتې کانړې ور وړل او دهغه په بدل کښې به ېې دخپل ضرورت مطابق څېزونه راوړل
د ډېره اسماعېل خان په خوا وشا ډېرو ځاېونو کښې د لرغونې ابادېو اثار موندل شوې دې له ښار څخه په ۳۹ مېله شمال خواته د کافرکوټ په مقام دېو زوړ ښار اثار ښکاره شوې دې داثار قدېمه پوهان دعوی کوی چی داښار دری زره کاله پخوا ترمسيح اباد وو او د درابن کښې ېو غنډې باندی د هندوانو يوه لرغونې عبادت خانه موندل شوی ده دی نه علاوه دبنو په روډ درحمان ډېرې په مقام چې کوم لرغونی اثار موندل شوی دی ددی متعلق د پيښور يونيورسټی داثار قدیمه ماهر دا دعوی لری چش دا ابادی تر هړپه او موهنجوداړو هم شپږ سوه کاله پخوانی ده ددی ښار خواوشا یو مضبوط فصېل وو او ددی اتلس فټه اوږدوالی او دیارلس سوه فټه سور درلودو هم پدی ابادی کښی د پنځو زروکالو زاړه مهرونه ښکاره شوی دی

چی په هغو کښی مختلف قسم انځورونه جوړ شوی دی دېنه علاوه د هډوکو جوړ شوی الات داوسپنی تبرونه او دغنمو هارونه هم دلته موندل شوی دی هم دی ځای کښی داسی لوښی ښکاره شوی دی چی هغه له غنمو سرسو اوربشو سرومرچکو او دخټکو له زڼو ډک وو چی لدې داثابتیږی چی دا خلک کروندګر وو او دامځکه ذرخیزه وه

تر اسلام پخوا په دی سیمه یوه هندو بادشاه چی بلوټ نومیدو حکمرانی وه هغه یوه قلعه هم جوړه کړی وه چی اثار یی اوس هم شته او کشان کورنی حکمران چی کله ګندهار کښی خپل سلطنت قاېم کړو داسېمه هم ددوی په قلمرو کښی وه او په ۲۲۰ ق م کښی دا سیمه ساکانی کورنی په خپل سلطنت کښی ګډه کړه چی وروسته هنی حکمرانی کورنې ؛اوسنی ابدالی؛ داسیمه په خپل سلطنت کښی شامله کړه

                                                                                  نور بیا