د هزارې د خلقود قهرجنو مظاهرو روسته د پاکستان مسلیم لیګ ن ډله نن خپل اهم اجلاس کوي او شاید په نني اجلاس کې د خېبر پښتونخوا نوم دپاره د هزاره پښتونخوا نوم باندې متفق شي ـ که داسې وشي نو اتلسم ترمیم نه خو د خېبر پښتونخوا کیسه کیدی شي هلته په سینټ کې ځوړنده پاتې شي ـ که تاسو ته یاده وي د ایم ایم ای حسبه بل هم لا په سېنټ کې بانډه دی ـ دلته دا خبره هم د یادونې ده چې لسګونه کلونه مخکې خلقو پښتونستان غوښته،بیا یې افغانیه،پښتونخوا کړه ـ د سرحد اسمبلۍ لس پنځلس کاله دمخه د پښتونخوا نوم د یو قرادار په ذریعه منظور کړې ـ یعنې د صوبایي اسمبلۍ نه د قامی اسمبلۍ پورې پښتونخوا غریبې نه یوازې په لسګونو کلونه مزل وکړو بلکې د ځان پسې یې د خېبر لکۍ هم غوټه کړه او دادې سېنټ ته راورسیده ـ ګورو چې سینټ کې ورپسې بله لکۍ هم نښلي او په لسګونو کلنو کې به تر ایوان رسي که څنګه ــــ

پښتنو بیړۍ ډوبیږي ، ږغ مې اورئ ـــ ږغ مې اورئ ،پښتنو بیړئ ډوبیږي