شعرونه
غلمینه ډوډۍ
نور د پښتونوالې دستوري نړۍ کې تنګ یمه ته لکه غلمینه ډوډۍ زه وږی ملنګ یمه ته د خونې بر سر کې د دود ټوکرۍ کې اېښې یې زه یم رواجي روژتی بس اخیستی ننګ یمه
د جګړې سوغات
له ویلو د سندرو نه لوېدلید اتڼ له بازیګرو نه لویدلیپه دې لویه خوشحالۍ خوشحاله نه دیچې وطن د جنګ له ښکرو نه لوېدلی:::::::::::اوس ټول ويني د خوښۍ سندرې واييد وطن پیاوړي خلک پکې ستاييد خپل نوم په اورېدو هم نه خوزیږيدا زړه داسې له کمرو دی لوېدلی:::::::::::د غرور اسمان یې ټول زرې زر
بدكاره/نظم
زما تن د اينې ماتې ټوټې دي زماتن كې روغ وجود نه كتل كيږي او جوهر مې د هوس نوكانو وران كړ هر يو مخ پكې پيكه، پيكه ښكاريږي ####### نا پيژانده كسان راشي را نږدې شي په شيبه كې مو تر منځ فاصله نه وي كه د خوند وي كه بې خونده وي خو تېر شي د شېبو د وصال هېڅ ادامه نه وي ####### د هوس د لارې ستړي لاروي وي راشي زلفو ځنې څنډ وهي ګردونه ويښته سم كړي روغ او جوړ بېرته روان شي شاته پريږدي په خنجر وهلي زړونه #######
ډله ييزې وژنې
يوه كنده چې تازه ده كيندل شوې او تر څنګ يې لاس تر شا كسان ولاړ دي د چا سترګې په شملو د چا په بل څه بس تړلي دي او هك حيران ولاړ دي څوك د لارې لاروي څوك جنګيالي دي خو اوس ټول د ملامت په شان ولاړ دي بس يو څو ګامه د مرګ په شانې لرې وسلوال دي، څو غوښن ځوانان ولاړ دي.... دادي اوس يې ورخطا كړل لاس تړلي او له پاسه يې په سرو ګولیو ولي تورې خاورې اضافه له كندې پاتې او له مړيو شوې روانې دندې پاتې #####
نجلۍ او ډالۍ
زما مور د بل ماشوم په زيږون مړه شوه زما مور راته كوم ورور را ډالۍ نه كړ زما مور هغه له ځانه سره يو وړ موږ ته يې د سترګو تور را ډالۍ نه كړ ####### د مور جانې ځنكدن مې نه هېرېږي چې خپ غږ يې لړزول بر اسمانونه له سینې یې ،چې دساه د ختو غږ و چا مې كېښودل په سترګو غبرګ لاسونه ####### &nb
هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى
نننى انسان ملګرو زه دشرارت ټوټه يم زما وجود كې هرفساد موجوددى منم شيطان دخالق ځانته موجود خو زما تن كې ېې بنياد موجود دى *** ملګرو ماته هم انسان وايه شي دكايناتو دسرخان يادېږم په دې شريره دې فساده وخت كې منۍ چې زه هم يوانسان يادېږم *** هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى دخداى پروړاندې اوس اهميت نه لري بس لكه بل حيوان همداسې حيوان هېڅ تقدس دحقانيت نه لري *** ددې سپېڅلي جهان هرطرف اوس په پليتيو دهغه ككړ دى كه شرق ته
ستا خوږ نوم چې جانانه كله كله ترنم كړم
چې شپه شي كوم يو ښكلى، كومې لارې نه را وځيتصوير د يار وي، يار شي له هندارې نه راوځيستا خوږ نوم چې جانانه كله، كله ترنم كړمرقيب ورته د مار غوندې له بارې نه راوځيزما د لوټې، لوټې وطن ځوان شاعر دى داسېفقط لكه كوم ګل چې له شوديارې نه راوځيدا زړه به بيا د اوو خونو، اوو قلفو تر شا كړمكچېرې له لاسو ددې خونكارې نه راوځينذير اې نذيره د خپل ځان قاتل يې خپلهدا غږ به دې د سرو وينو له دارې نه راوځي
غريبي د دوخونو سمبول
او غريبي د دوزخونو سمبول له يخو يخه او له ګرمو ګرمه
مزدور
په څلورلارې كې ولاړوم هرسهارملګريه ګوندې څوك راشي چې مزدور يې وي په كارملګريه داسې هم نه ده چې سواد مې نشته كارمې نه زده هرڅه مې زده دي خونصيب مې دى ډېرخوارملګريه تنهادګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډكيږي تنهاهمدغه رانه وركه كړله لارملګريه څوكسان راشي څوكسان مزدوران پورته كړي خو ماته ووايي چې همدامې وو په كارملګريه په همدې تمه لس بجې شي دغرمې مهال شي زه لاهماغسې ولاړ ومه وزګارملګريه
((تاز)) د مور نړيوالې ورځې ته
يادونه:((تاز يوه حشره ده چې د اولاد له زيږېدو سره سمه مري)) ***** ما تاز ليده چې ځان يې ونې پورې ورساوه د زړې ونې نرى ښاخ يې خپل مرګ ځاى وټاکه څو خپل ژوندون ترې زېږېدونکي نوي تاز ته ورکړي په تاز دردونه راغلل د مرګ دردونه د تازه تاز د زېږون دردونه او تازه تاز وزيږيد د زاړه تاز له وجود جوړ نوى تاز والوتلو او د زاړه تاز تش کالبد د ونې ښاخ نه باد را وغورځاوه ******* د مور غښتلى وجود کټ مټ د کوټې د ديواله په څير و
اوس مې هېره ده
زمانه وه چې د کلي شوخ ماشوم وم زمانه وه چې مې سر لس ځایه مات و زمانه وه چې د کلي د نفرت وم زمانه وه ترحم راباندې قات و »»»»»»»»»» زمانه وه رانه لوبې زېږېدلې
ځانمرګي بريدونه
ستاپه نازک وجود لمرهم پېټى وو ګران ملګريه زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه ********************** تاته که ګل وطن کې ډارغاپي اومرګ غاپي ته هم داومنه چې زه هم په قرارنه يمه منمه دوه خروړي سپي درپسې غبرګ غاپي خوزه دې هم له غمه يوه شيبه اوزګارنه يمه ستادسرويره په مادومره شي غالبه اشنا راباندې هېرکړي ټول غمونه دخپل ځان ملګريه زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه ********************** له نااشنا نمبرچې کله راته زنګ راشي
پښتانه
له جګړو ځينې څنګ غواړي که هوسا شي زندګي د ملنګ غواړي که هوسا شي دې خبرې سره نه يم موافق چې دا وګړي بيا جنګ غواړي که هوسا شي ګردنۍ د مردکيو به پرې ور کړي او بدل به لونګ غواړي که هوسا شي د حالاتو جبر دې کر ته اړ کړي نه کوکنار او نه بنګ غواړي که هوسا شي
غزل
په نظر دې د مئين مرۍ غوڅيږي ظلم نه دى چې د ګلو سرۍ غوڅيږي اوس د مينې او ښايست په معنى پوى شوم ډېره ګرانه ده چې نوک او ورۍ غوڅيږي ښکلې څنګ ته مې راځه چې رخه ورشي بس په دې چاړه د قاف پرۍ غوڅيږي زما هيله لا وړه وي ستره نه وي لکه لښته د مسواک نرۍ غوڅيږي
قومندان
اوس د جنګ د لمړۍ کرښې رهبر نه يم اوس د خپل دښمن د قبر مينجور يم په جګړوباندې مين له جګړو موړ يم د عيشو واکدار اوس هره شپه نهر يم ####### اوس مې کوتې د ټوپک په ماشې نه دي اوس مې لاس د لاروي په لور اوږده دي اوس د لوند لرګي د اور تاوونه نشته اوس د واټ په غاړه ناست يمه سوالګر يم ####### اوس مې ستر ګې د دښمن څارنه نه کړي اوس دسره صليب لکړو ته محتاج يم اوس نو شپه د مايوسيو راپسې ده
اوس د ښار د اوسېدونکی مرګ روا دى
بيا اسمان د انتقام ټنده تروه کړه بيا ورېځې د وحشت را خپرې شوي اوس به وشي د سرو وينو بارانونه ##### اوس مې کلى دى وحشت په سر اخيستى اوس د ښار واکمنو ډک کړل شاجورونه اوس د کلي اوسېدونکى ترورېست دى اوس د ښار د اوسېدونکي مرګ روا دى اوس به وبهيږي سرې وينې رودونه ##### اوس به ورځې د مر ګونو رارسېږي چې د وينو تويول به جرم نه وي نو ټول خلک دې وسلې خپلې ر اواخلي له قاتلونه دې واخلي انتقام خپل څوک چې چاته خنډ د مخې ګرځېدى شي
خدايه ته په خپل کرم سره مونږ پوه کړې ...
راليږونکی :ع٠بهرامد راليږونکي پته :
تړون
تړون ژوند مې له سا سره تړون کړی دی نن مې اشنا سره تړون کړی دی موږ به له مرګ نه پس هم مینه کوو هغې له ما سره تړون کړی دی نور به دا خپل ځای خوشحالي ته پریږدم غم له
پدرامیانو ته !!!
څرنګ له خبرو چي خبرې پيداکيږيمينه کې هم لوړې او ژورې پيداکيږيمه بوله زړګئ مې ګنهګارديوڅه حق لريزړونه چې به مينه شي سندرې پيداکيږينشته هيڅ مزه مې نن دغر او نه د کلينه پکې چنارنه هم نښترې پيداکيږيټيټ وڅوک راغلى وپرلوړو مسخرې کاباز يې ښکاروې که و کوترې پيداکيږيهرژوندى زوال لري او هر زوال يوه نښهميږى چې شي بدبخت نو يې وزرې پيداکيږيماچې پرې حساب کړ هغه نن مې دحساب سړىشاته يې څوک شته چې ترې لښکرې پيداکيږيمه تنګوه زړه \" ګل شاه \"دژو
داڅه حال دی
راليږونکی :SAMEUDDIN AFGHANIد راليږونکي پته :s-afghani@hotmail.deنيټه : 16-07-2008 داڅه حال دی دغه خوب دلیدو نه دینه خوبونه دلیدو دیداحالت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو دی څه تیاری دی خپری شویسمه او غر یی دی نیولیدی وحشی وحشی شیبو کیدا فرصت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو نه دی ددی شنه اسمان تر څنګهدا زخمی زخمی وختونهمرګ او ژوبله ، بیوسی دهدا دهشت دلیدو نه دینه وختونه د لیدو دی پرهارونه مرګ او ژوبلهدبی
د وخت ظالمانوته ::: ع . ع
د وخت ظالمانو : که کرزی یې او که ملا عمر . دامو بیا په بې وزله افغانانو څه حالت راوست، پرون مې دوه یتمان ولیدل چې په لوڅو پښو ، ببر سر او لمدو سترګو یې په خپل پلار پسي ژړل بې وزلي مور یې د زړه په زور اوښکي ور پاکولې او په سلګو کې یې ورته ویل !!! ، مه ژاړۍ ... پلار مو بیرته راځي ... هغه خو د لمانځه په نیت له کوره وتلی وو رابه شي ... سلګۍ به یې نوري په چیغو بدلې شوې او ماشومانو به هم ورسره غبرګې چیغي وهلي
هغه له موږ نه د ایمان ټیکه هم وغوښتله
غزل د مرحوم پلار میرات مشکات یې په رباب ورکړی
د روحاني په یاد کې مرثیه . ( ن دوست)
د ګلاب قتل (مرثيه) روحاني ځنې خبر شوې ؟ چا وژلى هغه ګل يې په سرو وينو لمبولى زه پوهېږم ، دا خبر منلى نه شئ د ګلاب قتل څوک کله شي منلى
د کاروان څلوریزه
د د خوږ ژبي شاعر پير محمدکاروان یوه خوږه څلوریزه مې په انځور کې درته پنځولې ده ، هیله ده خوښه شوې به وي .خپل نظرونه راته ولیکۍ . ستاسو ( ژوندون )
هروخت سي پرماباندي کڼه،ړنده،ګونګۍدنیا
د ګران او قدرمن ورور حاجي محمد نعیم یو په زړه پوري او له سوزه ډک شعر :