تۀ ګورې نۀ---
لکه جلاد د خپل زړګي قتلګاه کښې ناست يم
لمحه لمحه لګيا يم خپلې اَرزوګانې وژنم
ما ته دوکان د کفنونوښايه
لمبه لمبه وجود د ګل سېورى له څنګه يوسم
دا کتابونه چې څۀ وائي هغه کله شوي
تعبيرد کوم خوب پوره شوى زما
پېغلومنګُلې پۀ بليوښخې کړې
زلمو ده ساه راښکلې
غلام يوسف د سوداګروقافلې راوستو
ګوره د مصربازارټول پۀ تماشه وﻻړدى
پۀ عالمونوکښې مې مۀ شرموه
زۀ خپلوﻻسوته کتلى نۀ شم
ما د يوسف د خريدارو صف کښې مۀ ودروه
تۀ ګورې نۀ راسره څنګ کښې زلېخه وﻻړه
د زلېخې اؤ سرمائې پۀ مخکې
زما اؤستا څۀ حېثيت اؤڅۀ معنا،زړګيه!
زۀ به هالۀ وُدرېږم
د اَرزوګانود يوسف د خريداروصف کښې
چې خپل قسمت د زلېخى ﻻس نه راچک وهمه
رياض تسنيم کراچۍ