روژه او سنتوش

                                                ظفرکريمي
دسنتوش پوره نوم سنتوش کُمار دى ـ د سنتوش کمار نوم دهغه د مذهب غمازي کوي خو ناشنا خبره داده چې سنتوش د هندومت مذهب د کلکې پېروۍ ترڅنګ د روژوې په مبارکه مياشت کې روژې نيسي ـ روژه چې د اسلام په پنځو فرضي اساساتو کې راځي او په نه نيولو يې يو مسلمان د ګناه کبيره په ارتکاب او په انکار يې يو مسلمان د اسلام له دايرې خارجيږي ،خو ددې هر څه نه منلو سره بيا هم سنتوش روژه نيسي او روژه هم داسې عن لکه مونږ چې روژه نيسوـ يعني د چربانګ نه واخله ترماښامه په خوراک څښاک کرفيوـ
پرون چې کله زه د خپل دفتر په دروازه ننوتم نو سنتوش  مې په داسې حالت کې وليدو چې د ټائي غوټۀ يې لږۀ سسته کړې وه او په چوکۍ نيم غزيدلى ووـ زما په دې پوښتنه چې هغه ولې د  ائي ايس او ٩٠٠١ خلاف ورزي کوي ،سنتوش په غلي اواز وويل" يار آج صبح هي سى پياس لگا هى "ددې خبرې په اوريدو زه مسکى غوندې شوم او مخکې له دې چې ورته ووايم چې بابو ته ووايه چې د فريج نه درته يخې اوبه راوړي هغه وويل "څۀ پسې خاندې ،ولې زه درته کافر ښکارم څه"؟ د سنتوش په قهريدلي اواز نزدې چوکۍ باندې ناستې ريحانې بي بي ليکل يوه شېبه پريښودل او ماته يې وويل " تاسو نوي راغلى يې،سنتوش هرکال روژې نيسي"
دريحانه په خبرو زما يقين هم پوخ شو نو ځکه مې خپله چوکۍ د سنتوش چوکۍ ته نزدې کړه او پوښتنه مې ترې وکړه

 "  ته ...خو ...هندومت مذهب سره تعلق لرې ...که.نه.."؟
"هغه ځواب راکړو" شکرالحمدالله"    
" ولې تاسو هم د روژې مياشت کې روژه نيسۍ؟
 " زمونږ کور کې يوازې زه روژه يم" 
" ته چربانګى هم کوې" ؟
"هو چربانګي ته پاڅم کنه"
"چربانګى څه وخت کوې"؟
" دسحر اذانه نه مخکې"
"او روژه کله ماتوې" ؟
""د ماښام اذانه سره"
زما حېرانتيا شېبه په شېبه زياتيده نو ځکه مې پوښتنه وکړه ـ "چربانګي ته دې څوک وېښه وي" ؟
"زمونږ کور سره نزدې جومات دى ، د لاوډ سپيکر د غږ سره پاڅم ،بيا مې مېرمن وېښه وم،هغه راته چايې پخوي اوبيا زه د چايو او بسکټو سره چربانګى وکړم او اودۀ شم ،سحر پاڅم ،مخ لاس وېنځم او نېغ دفتر ته راشم" ـ
دسنتوش په دومره تفصلي ځواب زه مجبور وم چې بايد وپوښتم چې دهغۀ د روژې د نيولو مقصد څۀ دى ؟او چې کله ما دسنتوش نه دغه پوښتنه وکړه نو د هغۀ ځواب ماته ډېر عجيبه مالوم شو او يا شايد دهغۀ ځواب وو عجيبه ـ خو مخکې له دې چې د سنتوش ځواب درته ووايم يو څو کرښې به د کراچۍ مېشته خلکو او روژې په اړه وليکم
کراچۍ کې ځينې مسلمانان روژه نه نيسي او ځينې دسنتوش په څېر هندوان روژه نيسي ـ د روژې په مياشت کې جوماتونه دمونځ کوونکو څخه ډک وي او دشپې له خوا د تراوو لپاره د هر جومات مخې ته د موټرو او موټر بائکونو لوي لوي قطارونه جوړ وي ،ځينې جوماتونو کې ختم القران پنځه شپو کې ،ځېنوکې شپږو شپوکې او داشان دا سلسله تر ديرشو رسيږي ـ د روژه ماتې په وخت کې په سرکونو او څلور لارو کې ځايې په ځايې کجورې،جوس،شربت،پکوړې او ډول ډول ميوې(فروټ) د روژه دارو دپاره ايښودل شوي وي ـ ددې سره سره ډېرو ځايونو کې داسې هم ترسترګو کيږي چې يو روژه دار مزدور په اوچو شونډو بېلچې وهي او سر ته ولاړ ټېکدار يې په خُله کې پان اچولى وي ـ
اوس بېرته د سنتوش کمار د ځواب پله راځم ،چې هغه د څه مقصد لپاره روژه نيسي
سنتوش کمار وايې" زه روژې ځکه نيسم چې زما وزن کم شي" ـ