غزل
چې د خپل هر سوال جواب شي سړی
هله کامیاب هله نایاب شي سړی
اول به خپلې پښې تڼاکې ښایو
ملګرو بیا به انتخاب شي سړی
چرته چې ستا د ښکلا ذکر کیږي
همه بیان همه کتاب شي سړی
چې د انسان په خوږو و دردیږي
د ژوند نعره شي انقلاب شي سړی
ذهن ته جانه ستا د خیال په راتلو
سپرلۍ شي څانګه شي ګلاب شي سړی
کلۍ او ښار بس دوه قدمه دۍ خو
هلته تعبیر شي دلته خواب شي سړی
رحمانه ! هجر او د وصل ترمنځ
څومره په خوند خوند کې عذاب شي سړې
رحمان بونیری کراچۍ