غنيمــــــــــــــــت دى چې ما او تا پکې مشغول شو
            ګنې دې مشيني ښار کې ګرانه څومره ځانځاني ده

او زه خو وايم چې ځانځاني ځکه ده چې مصرفيت زيات دى ـ دا د ګيډې غم  دى چې هر سړى يې په سر اخيستى دى ـ پخوا به خلق پيتاوو ته ناست وو ساعت تيري لپاره به يې رنګارنګ کيسې کولې او آد چا خبره روژه به يې لنډوله خو ددې برعکس د نن مترقي انسان غوږ ګرولو ته نه دى وزګارـ او ددې خبرې انکار نشي کيدى چې د انسان په نني پرمختګ کې دده د مصرفيت لوي لاس دى ـ دبدرۍ جمالې او سېف الملوک کيسه به چې پخوا څو شپو کې سرته رسيده ،اوس مصروفه انسان د خپل وخت د بچت لپاره په يوه هائيکو کې راځايې کړه ـ خو د هائيکو د ليکلو دپاره کاغذ ته اړتيا وي خو چې څوک کتاب لوستو ته وزګار نه وي نو بيا به څه کوي ـ ددې ((څه)) د ځواب لپاره د کراچۍ يو نوښتګر شاعر ښاغلي باچاحسين شاکر يوه فارمولا جوړه کړې ده ـ
ښاغلي شاکر د ٣٥ خواوشاه زلمو يو نېټ ورک جوړ کړى دى اوددې نېټ ورک هر زلمى په خپل موبايل فون کې د ٣٠٠ نه ٤٠٠ کسانو د فون شميرې سبت لري ـ شاکر نيټ ورک ته د پاکستان دننه څخه نزدې سل پېغامونه هره ورځ راځي ـ او دا ټول پېغامونه په پښتو غزل يا څو بېتونو مشتمل وي ـ دا بېتونه په رومن ليکدود کې ليکل شوي وي او هر هغه چاته ليږل (ايس ايم ايس)کيږي چې يا خو شاعراديب وي او يا ادب ذوقه وي ـ
شاکر نېټ ورک ته ډېر شاعران خپل شعرونه استوي او بيا دغه نېټ ورک په هغو شعرونو کې انتخاب کوي او منتخب شعر په يوه ورځ کې نزدې ١٠٥٠٠ کسانو ته استول کيږي ـ د شاکر نېټ ورک چې تر اوسه کوم غزلونه يا شعرونه ماته رارسيدلي دي هغه به زه انشاءالله وار په وار په ليکه کوم ـ که کوم شاعر دې نېټ ورک ته خپل غزل يا څو بېتونه ليږل غواړي نو د باچا حسين شاکر د فون شمېره ده 00923132001822
شاکر نېټ ورک ورځ دوه غبرګه شپه شپږ غبرګه پرمختګ کوي او تر اوسه د کراچۍ په ادبي کړيو کې ډېر ستايل شوى دى ـ
                      ددې نيټ ورک د لاپياوړتيا په هيله
                                  ظفرکريمي


لر زما او بر زما
ټول څوکۍ سنګر زما

يې په پس منظر کې ته
دې کې ټول نظر زما

دا نشاني هم وشوه
توره زما سر زما

لور پريږدي رمبى پريږدي
لو زما او کر زما

چا سره روان اوومه
څوک شو همسفر زما

اوس هم درسره وخت شته
اوګنډه پرهر زما
فېصل فاران
0313944878

          (٢)
تاته چې مې سترګو کې نم ښکاري
د زړه دردونه مې لږ کم ښکاري

زما د ژوند قيصه هم دغسې ده
لکه په زلفو کې چې خم ښکاري

دا د يو چاودي زړه پېښې غوندي دي
اوږو ته هسې دا غنم ښکاري

ته به درخو د ځانه جوړه کړې څه؟
راهي ته ځآن ادم ادم ښکاري
قمرراهي 03009175421

            (٣)
               پرکاله

لکه يو يخ وهلى يخه شپه کې اور ومومي
يا يو ماشوم سکون په غيږ کې د خپل مور ومومي
يو مسافرڅه موده پس راشي خپل کور ومومي
لکه بدن کې څۀ مات شوى ځاي ټکور ومومي
داسې چې سترګو کې راوګوې خوشاله شمه
د ژوند ترخو باندې پښه راکاږم پرکاله شمه
تسکين مانيروال

           (٤)

په تسبحاتو کې مې شور راغلو
چې په خيالونو کې مې زور راغلو
مونږ سترګور تورو تيارو ته غوښتو
هغه هم راغلو خو شمکور راغلو
جماله فصل د سرونو پوخ شو
وخت يې ايله د لو او لور راغلو
ډاکټر سردار جمال
03005688015