غزل
د ژوند ارمان پکې جلبل او سوى سکور پروت دى
شونډې مې مه بېرته کوه زړه کې مې اور پروت دى
دخيــــــــــــــال او فکر قافلې مې داسې در په در دي
لکه پښتون چې په څـــــــــــلور طرفه خور پروت دى
زه هم هغه يم چې تعمير د ښــــــــــــــــــــــــاريو کومه
په خپله کلي کې تالا کنـــــــــــډر مې کورپروت دى
يو د ناتــــــــــــــــــوانو مړوندونو څه چاره نه راځي
فصل مې پوخ ولاړ دى مخې ته مې لورپروت دى
,,درڼاګانو هغه ښار,, د ژونــــــــد او رنګ هنداره
اوس داسې اورم چې خاموش لکه د ګور پروت دى
اســـــــــــــــــــــمان او زمکه د باګرام څه درته ووايمه
خو بس يو لوخى دى برغولى پرې نسکور پروت دى
ټولې يارۍ نېمګړې پاتې ټول لوظــــــونه مات دي
په هر قدم راته ازغى د يو پېغــــــــــــــــــور پروت دى
ژوند يوه داسې کربلا شوه د قېـــــــــــــــــصر دپاره
چې پکې څومره سفر کاندې هومره نور پروت دى
قېصر اپريدى کراچۍ