غزل
که يې اورې نو يـــــو سوال د محبت دى
څه دى خيال دى،زما خيال د محبت دى
چې په زړه دې کله يـــــــــــــو وي کله بله
داسې ښکاري چې زوال د مــــحبت دى
که تيارو کــــــــې د سحر رنګونه ويني
راشه راشه بل مشــــــــــــال د محبت دى
د ژوندون د تېرولــــــــــــــو هنر څه دى؟
ماسره خو يو مثال د مــــــــــــــحبت دى
چې په زړونو باندې راج کووم لګيا يم
نور څه نه دي خو کمال د محبت دى
ته زما د لاس په کرښو کې ځايې نه يې
ما کتلى ځان له فال د محبـــــــــــت دى
د اکبر ژوندى غزل د اوريــــــــــــدو دى
ژوندى فکر ژوندى خيال د محبت دى
اکبر هوتي ايډوکېټ مردان
12.09.2008
- ظفرساپی کریمي
غزل
د ژوند ارمان پکې جلبل او سوى سکور پروت دىشونډې مې مه بېرته کوه زړه کې مې اور پروت دى
دخيــــــــــــــال او فکر قافلې مې داسې در په در ديلکه پښتون چې په څـــــــــــلور طرفه خور پروت دى
زه هم هغه يم چې تعمير د ښــــــــــــــــــــــــاريو کومهپه خپله کلي کې تالا کنـــــــــــډر مې کورپروت دى...
13.09.2008
- ظفرساپی کریمي
غزل
لا مې په ژبه واويلا هاغه دهزما په وير ديار خندا هاغه ده
سپينه یې ورځ او شپه یې توره تياره
که موږ بدل شوو خو دنیا ها غه ده
چې راکړه ورکړه کوي ګران وي هغهچې داسي نه شي کړای ويړیا هاغه ده
ستا په ليدو چې یې ټوپونه وهلزړه هاغه نه دی...