غزل

لا مې په  ژبه  واويلا هاغه ده
زما په وير ديار خندا هاغه ده

سپينه یې ورځ او شپه یې توره تياره

که موږ بدل شوو خو دنیا ها غه ده

چې راکړه ورکړه کوي ګران وي هغه
چې داسي نه شي کړای ويړیا هاغه ده

ستا په ليدو چې یې ټوپونه وهل
زړه هاغه نه  دی  تمنا  هاغه   ده

چې زه شب کور شوم دا زما تقدير ده
که نه دخپل څراغ رڼا هاغه ده

له موږ نه پټه کړه دښار ماڼيو
دمازيګر دلمر ښکلا هاغه ده

چې دیار نوم یې په کاغذ رقم کړ
د  نور    د    فکر انتها هاغه ده


نورمحمد سعيد کراچۍ

 12م سپتامبر 2008