غزل
نرخونه وختل ګـــــــــــراني شــوه ارزانيږي وينه
نن سرعام په بــــــــــــازارونو کې خرڅيږي وينه
دخپل ميئن په ژوبلې ژوبلې خندا تېر نه وځې
سترګې يې وچې دي د زړه نه يې څڅيږي وينه
اې د فطرت د ګلستان مالياره اوښکې توي کړه
د ګل د پاڼو په رګونو کې وچــــــــــــــيږي وينه
تاســـــــــــــو د خپلو برجلونو ډيوې بلې ساتئ
خو چې زمونږ په وجودونو کې سوزيږي وينه
لږ په قلار قلار دې پرانيزه د شـــــــونډو پاڼې
جام د ښکلا دې شو راډک ترينه توئيږي وينه
قاتل نظر يې چې زمونږ د وينو خوند اخيستى
اوس د لېموپه هر يو ځمب کې يې غړيږي وينه
زمونږ د برخو په وريځو تشـــــــدد شوى دى
زمونږ په کلو په شــــــــېبو شېبو وريږي وينه
داسې ناڅاپه چې يې رنګ د جانان وتښتيدو
جوړ د قېصر د مړاوي مخ نه يې شرميږي وينه
قېصر اپريدى کراچۍ