شعرونه
يوه نوحه..............ریاض تسنیم
دتېر کال لپاره یوه نوحه پوره يو کال يې خواهشونو سره جنګ کړی دى خلق په ستړوقدمونو راوزي له کوره نه يې په سترګو کې رڼاـ نه يې په مخ زندګي دوخت بې نومه ښاريه کې لکه سيوري روان ××××××××××× څومره په ورو ورو يې له خپلو اوږو کوزې کړلې
غزل/// پلوشه
تا تــه مې زړگـــــى درډالۍ کــــــــړى دىما درته په خداى در ډالـــــــۍ کـړى دى واخلــــه ترېنه ډکــــه لپــــــــــــه وڅښه ننوڅښه ما منگى درډالۍ کــــــــــړى دى ستا د محبت احسان منمه خـــــــــــــــــــوما هم شين بنگړى درډالۍ کــــړى دى ماتــــــــــه پرون هاغـــــــــــــې جنۍ وويلخـــداى بس ښه سړى درډالۍ کړى دى
مه خانده ظالمه! ...پر ليکه شعر
دا شعر مې د ارواښاد خالص بابا د لاندې په قوس کې د بند بيت پر ليکه ويل، چې وروسته پر همدې بيت د پېښور مېشتو فرهنگپالو له لورې گډه پر ليکه ټولگه د (مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې) په نوم خپره شوه ( مه خــانده ظالمه! کــــړپهار د زولـــــنو تـــــــه مېگـــوره نتېجه کـــــــــــــې اخر کار د زولـــــــنو ته مې) شته چې لا هغه زلمي چې دار ته ټول په خپله ځـــينــــو ولـــــې زه خپه شم پرهار د زولـــــــنو تـــــه مـــــې سر کـــــه مـــــې غليم تـه چېرې يو
دروازې
دروازېبیا د مینې په ګلزار کې د وصال ګلونه راکړهد تورتم په زړه خاونده د هلال ګلونه راکړهد ښایست جوهر ته لاړ شو له بدرنګو بلاګانود نجات خوښۍ کې خدایه د دسمال ګلونه راکړهد ژوندون جفا یوه نه ده بې حسابه رانه تاو ديد وفا په تار پيلي څو سمبال ګلونه راکړهچې نه ویر وي د خوبانو نه لېمې د اوښکو ډکېبیا د خپل کرم له باغه بې مثال ګلونه راکړههر بیلتون وي له دې کوره د عدم په لوري تللید وحدت، مینې، خوښیو، د کمال ګلونه راکړهد رحمت د اورښتونو دروازې راته کړه خلاصېپه
منګول
منګولموږ د هیلو په باغچو کې په ګلونو منګول ایښېستا د رحم په ورشو کې مو خیالونو منګول ایښېدا لنګر چې تاج محل وي د ښکلاوو په ډولۍ کېد آرمان تږې نړۍ په څو رنګونو منګول ایښېله بدرنګو جفاګانو مرور دي ځیګرونهد آسمان طرف ته هر یوه په سوالونو منګول ایښېد زاریو په کچکول کې ستا د حسن نذر غواړيلېمو بیا د سپینو اوښکو په سیندونو منګول ایښېمنجور د ښکلا ناست دي د دیدار په زیارتونووچو شونډو د سلګیو په آهونو منګول ایښېپه بڼو به را جارو کړو ستا د در هره یوه څنډهد ام
ویر
موږه کومه ګناه کړې چې د ننګ په ویر اخته یوپه بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یود ښکلاوو په اسلام کې ځان شریک ګڼو عالمهد همت څلي مو لویږي د فرهنګ په ویر اخته یود اخلاقو کډې بار دي د سلوکو زیور مړ دیسمه غر مو په سلګو دي د کړنګ په ویر اخته یوډلې ډلې خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې تهموږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یوله ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتود مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یود ښکلا د کاروانونو مخ ته لوی پاټک ولاړ
لوی خاوند
زه لښكر د عجائبو د خپل خيال په ټال كې وينمحكمتونه دحيرت او د كمال په ټال كې وينمپه څه شان يې درولى دى نظام د كائناتوصدقه له ذولجلال شم له عالي لوړو صفاتود آسمان چتر ولاړ دى بې له ستنو په هيبتاو په ځمكه يې ميخ كړي دي جګ غرونه دګوربتد فضا په پلوشو كې يې دى د ژوند بهير ساتلى او په تل د ښكلې ځمكې يې د پند بهير ساتلىغوړيدلى لمر راليږي سپينې وړانګې له ختيځلاس راتاو له لوړو څوكو كړي په مينه هر ګهيځد تورتم په تور ماښام كې ناڅاپي سپوږمى څرګند كړيچې رڼا يې
لټون
حلق مې وچ شوی دی د ورکو څاڅکو لار لټويوریځو ته ژاړم، منګول پورته د آسمان په لټونماته نصیب د ژوندون داسې شاړه برخه راکړهچې تور او سپین را څخه هیر دي د زمان په لټونزه یې د غم په سوداګرو یم ارزان پلورلیخلاصونه تاته مې سلام دی د ارمان په لټونزما دوسیه یې د مرګي قاضي ته بیا ور وړېژوندونه راشه زه دې غواړم د سبحان په لټوند امتحان لومې را تاو شوې له تنکیو زلفو امید په وچو شونډو ګام کیښود د ګران په لټونمرګ دې په مرګ وي په نړۍ کې یې یو زه لیدلیرڼا مې
د زمانې ښکلا
موږ د وړانګو د خوږو خوږو سندرو لاریون نه یوزمانې ښکلا پیدا کړه موږ لایق د ژوندون نه یوموږ رنګین ګلان ریبلي، تش، تالا، ترغه، ګلشن دیموږ روان په تورتمونو، موږ رڼا ته راستون نه یوته د هغو پرګنو یې چې په ویاړ سره دې پاليموږ ته خپلې اوښکې وایي ، وخ ، افسوس، داسې یون نه یوموږ سراب د نفرتونو دی په خپلو زړو کرلیموږ ړانده په رڼو سترګو، وای د مینې پاڅون نه یود فلک یې څه ګناه ده اعتراف په کار دی خلکوراځی و ژاړو په ګډه پرګنې د سمون نه یوکه په خپل ټټر کې بند کړو
د کوترو تبراک
د زیړو ګلو باغ ته په ټوپو ټوپو ورځمد زړه د باغچې ګل مې په منګولو کې راوړمشمله به د ښکلاوو سر تر پایه شي رنګینهځولۍ ځولۍ رنګونه په ځونډیو کې ټومبمد مینې په ثنا به د ښایست حرم کړم فتح خوږه خوږه خولګۍ به د سرو شونډو ورلیږمکمال مې را نیولی د بوډۍ د ټال له سیمېله پورې وورې غرونو به مې غیږه تاووم د هیلو ستر جانان ته مې زارۍ دي پرې لیکلېزرغونه دروازه په لوړ افق کې درومکاروان د ښکلاګانو راته داسې ژمنه کړېد وړانګو په منګولو کې به دا سمه او غر ږدمد ژوند ن
روژه ماتی
د آرمانونو په ګلونو روژه ماتی کړمه زه په رنګه رنګه سوچونو روژه ماتی کړمه چې د خندا نصیب مې کور ته راشيزه د زاریو په څاښتونو روژه ماتی کړمه چې د ټوپک ځای شي قلم ته میراثرب ته د عجز په نفلونو روژه ماتی کړمه چې د ډیوو په زړه کې لاره وکړمد تږو هیلو په خالونو روژه ماتی کړمه د ویاړ له تږو لېمو اوښکې څاڅي د ورکو وړانګو په آهونو روژه ماتی کړمه خدایه چې کله به ترې لاس کړم را تاوهمیش د سولې په یادونو روژه ماتی کړمه
هسې نوم
دلته ژوند هسې یو نوم دیدلته ځمکه فضا مړه دهدلته واک د بدرنګیودلته هره ښکلا مړه دهدلته تور خزان ټولواک دیها د وړانګو خندا مړه دهدلته هر سهار په غم دیدلته سپینه رڼا مړه دهدلته مرګ او ویر یو ځای ديد سرو شونډو موسکا مړه دهبس ژړا، اوښکې افسوس دید خوښیو معما مړه دهیو بل کلک ولو په ډه ډهواخ د رحم کیمیا مړه دهد مرګونو تل ته درومود ویاړونو لیلا مړه دهد لوی غم غبار پرې خوځيپه دې څوکو هما مړه دههر یو کور دی د ویر لاس کېد ګ
انتظار
ما لامال چې دا وګړي په سكون شيسر تر پايه ملبس په ښه قانون شيد خوږو خوږو اخلاقو باران وشيګډ په مينه د خوښيو د لاريون شيهر عمل يې د وياړونو سره مل ويد رڼا په وړانګو ګډ يې ټول ژوندون شيد پوهنې څرك په دې خوا كړي رامنډېبيا د لمر سره ملګرى تياره يون شيخوږ شربت د پلوشو پريمانه وركړيځينې ورك د تورتمونو تور بيلتون شيد سپيڅلو ولولو كاروان خوځيږيبيا يې مخه د ښكلاوو په سمون شيلويه خدايه ستا كرم ته انتظار يوبيا به كله محبت دلته راستون شي
په څو دی؟
د سجدو سپیرو منګولو مې د سوال کچکول نیولیلاس په نام درته ولاړ یم محرابي حسن په څو دی؟په دې لویو ټاپو وزمو کې تری تم شو جانانهد ښایست معماره وایه عقابي حسن په څو دی؟چې امیل یې کړم د غاړې تور وربل ته سپین پړونید پۍ مخو، سپینو وړانګو حجابي حسن په څو دی؟د خوږو، ترخو یادونو کتابونه پسې ګورمما په خپله دی ورک کړی شهابي حسن په څو دی؟له سندرو سره یو ځای به چې شنې کوترې راغلې خدایه پاس د آسمان زړه کې نیلابي حسن په څو دی؟د امید په سرو غوټیو د تورتم خنجر خښ
له کنداره چیرې تللې
بوره، وراره، مروره له دې ښاره چیرې تللېبیا د ژوند په دکان نشته له بازاره چیرې تللېد دې بخت یاري یې پریښوه چې وو نوی زیږیدلید ځیګر ملنګ له سیمې او دیداره چیرې تللېهر یو ګل کچکول په لاس کې هر بلبل ورپسې ژاړيله دې تش، سپيره، ټپي، ټپي ګلزاره چیرې تللېپه خندا کې یې څرک نشته له ژړاوو مروورهد دې تږو اسویلیو له کناره چیرې تللېله ګورګرو نه خفه ده په نښتر یې نظر نه شيد مڼې په خوا کې ورکه له اناره چیرې تللې د خمار وږمې دي تشې د نارنج له خ
د امید رمې
د ګلزار سپیرې منګولې راشه ډکې کړه له ګلود رنګونو پیمانو ته غنچې راوړه د مرسلوزه د اوښکو په تسبو باندې ثنا د ښکلا وایمراته فرش تږې لېمې کړه په رنګه رنګه سنبلود سندرو له بوخڅې نه د خوښیو خیرات غواړمد موسکا په جام یې ویشم زه د مینې پر ښاغلوتوتکۍ ورته رابولم د بورا سهم به ورکړموړانګې لپه لپه ږدمه د نړۍ په ټولو ښکلوکه نغمې د حسن راوړې نو د خیال محل به ستا ويکروندې به شي کورونه د وړو وړو بلبلوهر غاټول به خندنی شي هر ببری د مینې نښهد امید رمې به څري&nbs
مستانه
له زرغون چمن مو اخلي د سرو ګلو نذرانهخدایه دا په ویر لړلې د غم توره افسانهنرۍ غاړې د مرسلو پریکوي د تورتم ګوتېپه نرګسو لو ګډ شوی د شبو په ګلخانهپه رنګین محل وهلې ویر خونې، خونې چمبې ديدلته هره ښکلا وژني په وړه، وړه بانهد ناتار په درنو کاڼو دا سپيره جونګړه وليوايي ستا وینه روا ده زه یې چښمه جانانهته د ژوند لپاره نه یې موږ د مړینې سوداګر یوموږ د تورې شپې په خیټه کې روان یو دیوانهله غوايي ده را ولاړه ښکرور غوبل ته ګورهپه سرو وینو پس
ځل و بل
راشه ښکلا ښکل مې کړهحسن د وربل مې کړهووهه رخسار باندېخال مې کړه چارګل مې کړهکرښې د نغمو نغموشعر مې کړه غزل مې کړهتويي کړه په سرو سترګوڅاڅکي د ناول مې کړهځای د لېمو زړه کې را اوښکو سره حل مې کړهرنګ به د لبانو شمشونډو سره مل مې کړهخلاصې کړه د زړه بوخڅېمینه مې کړه خپل مې کړهرنګارنګ خوږې وږمې داسې ځل وبل مې کړه
د نړۍ لیست
موږ د کوم جرم له لاسه د خپل ننګ په ویر اخته یوپه بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یواولاده د یوه بابا یو په واحد ایمان شریک یود همت څلي مو وران کړه د فرهنګ په ویر اخته یود اخلاقو کډې بار دي د سلوکو زیور مړ دیسمه غر د ویر په خوله کې د کړنګ په ویر اخته یوډلې ډلې خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې تهموږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یوله ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتود مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یود ښایست د کاروانونو لارې خپله مو
غزل
په دې کلي کې مې زړه دی له بلا دې په امان ويد فلک له تورې، سپینې ابتلا دې په امان ويپه لېمو ورته رانیسم د ښکلا رنګینې پیڅکېد بدرنګو جادوګرو له جفا دې په امان ويد موسکا خوږې غزلې چې د ژوند په تسبو وایيله خفګان، له ځوریدلو، له غوغا دې په امان ويد ښایست له وربل څاڅي د شیرینو مښکو اوښکېد اغزنو بړبوکیو له بلوا دې په امان ويد سمسورو بهارونو په جام نوش مستې نشې کړيد تورتم د توپانونو له ژړا دې په امان ويپه رنګونو مالامال وي د ځیګر نړۍ تر
د ښامار غوټۍ
دا د شرم، دا د عیب، دا د عار غوټۍدا ناولې، ناجایزې ، د ناتار غوټۍد ښایست باغچه اورونو لاندې کړېد سکروټو، د خوګلن او د سره نار غوټۍچې د ټول جهان پیغور ورسره مل دیدلته مستې دي د زهرو او د مار غوټۍها ټپي پیکر یې ټول راته چیچلییاغي شوې دي د نسل د کشتار غوټۍتوره شپه ده د ښکلا په تصویرونود افغان په کور را ماتې د ښامار غوټۍموږ د اوښکو په منګول کې عظمت غواړوخدایه ورکې کړې د بنګو او کوکنار غوټۍ۶ کب ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ فبروري ۲۰۰۸ میلادي
د اوښکو عرض
د ښکلا صنم را اخلو د نښترو له بازارهسپینې لیچې به کړو ډکې د ګورګورو له بازارهد ښایست زیور به یوسو د مستیو غاړکۍ تهبیا به ستوري را پخلا کړو د لاجبرو له بازارهموږ د هیلو په کوڅیو رنګارنګ ګلونه ټومبوموږ د وړانګو لیلا غواړو د مرمرو له بازارهد لفظونو په ورشو یې چې د مښکو رمې څريڅو خوږې غزلې بولو د سندرو له بازارهد رنګونو ښاپیرۍ شوه د افق غونډۍ ته پورتهد بوډۍ ټال یې روان کړ د منترو له بازارهموږ د سولې په منګولو ننواتې وړو مورچل تهموږ په اوښکو عرض لیکلی د ځیګ
غواړو زده کړې په پښتو
غواړو زده کړې په پښتوپوهنتون او په لیسوپه قانون منلی حق دینه یې اخلو په پیسوموږ قربان له خپلې ژبېښکلوو یې په لېموموږ سمون غواړو هیواد تهموږ وحدت د پرګنوعدالت دې عملي شيتورتم نه منو د شپوموږ د سولې کرشمو کېوړاندې درومو په څپوهیوادوالو میلمانه شیټول د پوهې پر چینو۲۷ وږی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۷ میلادي
موږ
موږ د هسكو هسكو غرونو له غزاله سره دروموموږ د سره غاټول د وړانګو له زګناله سره دروموموږ د مښكو ځمكه ګرو كړه كروندې ته بيا د مينېموږ د ګڼو كشماليو له وصاله سره دروموموږ ببرى په خندا راوست د ښكلاوو په كنډو كېموږ د خپل ريدي د عطرو له هلاله سره درومود ښايست له زلفو تاو ده د مرسل د نسيم سيورهد سنبل د قاصدانو له احواله سره درومود نرګس وږمو مو كړې رويباري ده د خيالونوموږ د هر ګلدان د هيلو له كلاله سره دروموموږ به جوړې ګلدستې كړو بيا د څرك په پستو ګوتواحم
د ستورو فالبینه
چې مین شولې جانانه نو د مینې حریم ساتهد ښکلا د تودې غیږې نازنینې حریم ساتهپه دې وړانګو را روانې د بیلتون تورې لښکرېپه مورچل د ښایستونو د شیرینې حریم ساتهد خطر کمین ته لاړه د ګلونو ټوله سیمهد خپل بڼ د هرې څانګې ګل ورینې حریم ساتهدا باغچه ساتنه غواړي چې نړۍ ده د رنګونوزه خو وایمه هلکه د رنګینې حریم ساتهپلوشه د حسن ګوره د ښایست په ټال خمارهپه زانګو باندې به پام کړې د واورینې حریم ساته په قسم دې بندومه خدای ته وګوره جانانهپه قدم قدم د ستورو د فالبینې حریم