په اروپا کې يو بې وطنه پلار (ځواکمن) خپل زوی ته
که په خاوره د افغان يې زېږېدلی
که دې تی د پښتنې مور وي رودلی
که د تورې او د ډال د ملک بچی يې
که په غوږ کې دې بابا اذان وي کړی
نو ځواني به د وطن له ناوې ځار کړې
د نيکو شملې به هسکې په سل وار کړې
ته خو وينې اروپا ښايسته رنګينه
ته لوبېږې په دې ځمکه نازنينه
ته ظاهره دنيا وينې دلته سپينه
بې تورتمه تل رڼا رڼا وړانګينه
خو زموږ د نيکو ملک کې شپې تيارې دي
په جونګړو کې نيم تتې شان ډيوې دي
هغه زمونږه نغری درنه هېر نه شي
د بابا د کټ نيمڅی درنه هېر نه شي
د حجرې سوری پوځی درنه هېر نه شي
مه څربېږه مه سپينېږه تور لرګی شه
خو د خپلې خړې خاورې نه لوګی شه
زويه ژر به دې د ترونو جنګ تمام شي
هلته ختم د غليم به انتقام شي
جګ پامير به لا د ټولې دنيا بام شي
رانسکور به د نړۍ د ستم جام شي
بيا به دا د سرو او سپينو دنيا پرېږدو
بيا به دا د منتونو دنيا پرېږدو
بيا به کېنې د سيالانو په ټولګي کې
د بروزو په جومات خړ ښوونځي کې
د ښوونکي په شنو لښتو به تغمې شې
د ملا صاحب په څپېړو به خولې شې
هلته ټول تراخه تراخه خواږه خواږه وي
دلته ټول خواږه خواږه تراخه تراخه وي