ليک: دکتور ناصر سليمان العمر
ژباړه او لنډيز: نبراس الحق عزیز

 

د علماوو غوښې زهرجنې دي (۱)

د دې لیکنې تر شا یوه کیسه ده، هغه دا چې تېر کال خبر شوم چې ځینې ښه او نېک کسان چې ډیری يې زده کوونکي او زده کړیالان دي شته چې کله هم چېرته کېني نو ټولې خبرې يې د علماوو او ملایانو په هکله وي او د هغوی ښېګڼې او نیمګړتیاوې راسپړي.

د دې خبرې په اورېدو ما دا وپتييله چې کتابونه وګورم او مالومه کړم ایا پخوانیو ځوانانو او علماوو هم دغسې کار کاوه؟

موضوع مې برابره کړه او په پوهنتون کې مې په يوې غونډه کې واوروله، خو خپروله مې نه؛ ځکه لا پوره نه وه.

وخت تېرېده او په علماوو باندې تیري له هر لورې زیاتېدل، موږ یې ډېر دردولو او خپه کولو، نو ځینو ورونو راڅخه وغوښتل چې لیکنه مې خپره کړم، خو ما ورنه بښنه وغوښته ځکه د خپرېدو جوګه نه وه.

خبره له دې هم سخته شوه، هغه څه وشول چې زموږ دښمنانو غوښتل، د علماوو او ملایانو غوښې چور شوې، یوازې پوهو خلکو یې سپکاوی نه کاوه بلکې دا ور د هر چا پر مخ پرانیستل شو او عوامو هم دې طرف ته لاسونه راوغځول، او منافقانو او سیکولرستانو هم پکې خپله برخه وکړه.

نو چې په هر مجلس کې به کېناستې یو نه یو عالم به یې د مجلس نقل جوړ کړی وه.

ما له ځانه سره وویل چې نور یې ځنډول ښه نه دي، نو دغه کرښې چې تاسو یې لولئ مې ولیکلې، چې پکې علماوو او ملایانو ته د سپکاوۍ پایلې، په دې اړه ځینې لارښوونې، او د دې مرض علاج په ګوته شوی دی.

 

د دې موضوع د لیکنې لاملونه:

۱- علماء په اسلام کې اوچته مرتبه لري چې په موږ يې احترام او درناوی لازمي دی.

۲- د دې  موضوع په اړه د ډېرو خلکو بې باکي.

۳- ځینې زده کوونکي او محصلین د خپلو علماوو او ملایانو سپکاوی کوي خو په ځان خبر نه دي.

۴- د دې ستونزې د سمې حل لارې په باب پخپله د ډېرو علماوو ناپوهي.

۵- د یهودو او نصاروو په ملاتړ د منافقانو او سیکولرستانو له لوري زموږ په علماوو باندې منظم تېری او یرغل.

 

د علماوو فضیلت او اوچته مرتبه:

الله تعالی فرمایي: (قل هل یستوي الذین یعلمون والذین لا یعلمون) ژباړه: ووایه ایا پوه او ناپوه سره برابرېدی شي؟

او فرمایي: (انما یخشی الله من عباده العلماء) ژباړه: د الله په بندګانو کې هغه ډله چې له ده جل جلاله څخه وېرېږي، علماء دي.

ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم وايي: الله تعالی چې چا ته د ښو اراده وکړي په دین کې پوهه ورکوي.

ابن حجر رحمه الله وايي: او چاته چې الله تعالی په دین کې پوهه نه وي ورکړې مالومېږي چې د خیر اراده يې ورته نه ده کړې.

ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم همدارنګه فرمايي: عالم سړی په یو عابد او پرهېزګار باندې دومره غوره والی لري څومره چې د څوارلسمې سپوږمۍ په نورو ستورو غوره ده.

سفیان ثوري رحمه الله وایي: که یو عالم د غره په څوکه تکي تنها ناست وي موږ يې د یوې ډلې او ټولګي په نامه یادولی شو.

او دېته ورته په سلګونو اقوال ښيي چې د علماوو سپکاوی د دیني شعايرو سپکاوی دی.

الله تعالی په یو قدسي حدیث کې فرمايي: چا چې زما له ولي او دوست سره دښمني راواخيسته نو زما ورسره د جنګ اعلان دی.

په دې حدیث کې امام ابو حنیفه وایي که علماء د الله تعالی اولیاء او دوستان نه وي نو الله تعالی هیڅ ولي او دوست نه لري.

او ابن عباس رضي الله عنهما وايي: چا چې عالم ته ضرر ورساوه هغه د الله پیغمبر ته ضرر ورساوه، او چا چې د الله پیغمبر ته ضرر ورساوه هغه الله تعالی ته ضرر ورساوه.

 

د ژبې خطر:

ایا ژبه چې د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه ده موږ د خیر په کارونو کې کارولې او علماوو او غیر علماوو ته له ضرر رسولو څخه مو ساتلې ده؟

ژبه ډېره خطرناکه وسله ده، نو ځکه هم په قران او حدیثو کې يې په ساتلو ټینګار شوی دی.

پیغمبر علیه السلام مسلمان هغه چاته وايي چې بل مسلمان يې د ژبې او لاس له ضرره په امان وي.

د علماوو غیبت بدترین غیبت دی، خو دا هیڅکله په دې معنی نه دی چې د علماوو پرته نورو خلکو غوښې خوړل دې روا وي.

الله تعالی فرمايي: (ولا یغتب بعضکم بعضا أیحب أحدکم أن یأکل لحم أخیه میتا فکرهتموه) ژباړه: تاسو یو د بل غیبت مه کوئ، ایا خوښوئ چې د خپل مړ ورور غوښه مو وخورئ؟ خامخا به ترې کرکه وکړئ.

 

{په راتلونکې برخه کې به ولولئ چې ولې موږ د خپلو علماوو غوښو ته وږي یاستو؟}