شیطان دې نه پرېږدي

امام ابو حنیفة رحمه الله ته یو سړی  راغی او ورته ويې ویل چې مال مې چېرته خښ کړی دی او اوس یې ځای راڅخه هېر دی، که تاسو په دې هکله څه مرسته راسره وکړئ.

امام ابو حنیفة ورته وویل چې زه خو نه پوهېږم چې په کوم ځای کې به دې خښ کړی وي، فقهي مسئله هم نه ده چې حل يې راوباسم، خو خیر، څه چل به ورسره وکړم. لاړ شه، کله چې دې د ماسخوتن لمونځ وکړ نو خدای ته په تهجدو ودرېږه، سهار بیا راشه او ما خبر کړه چې څنګه شو؟

سړی سهار وختي له لمانځه وروسته راغی او ورته يې وویل: زېری مې درباندې! پیدا مې کړ.

-  څنګه دې پیدا کړ؟

- تا چې راته څنګه ویلي وه هماغسې په تهجدو ودرېدم، یو ناڅاپه مې په زړه کې راوګرځېدل چې ما خو ځمکه په قدمونو اندازه کړې وه، که دومره قدمه جنوب لوري ته لاړ شم بیا دومره قدمه ختیځ لوري ته لاړ شم، په هماغه ځای کې مې مال خښ کړی دی، نو لمونځ مې پرېښود، لاړم چې ځمکه مې راوسپړله پیدا مې کړ.

- قسم دی زه پوهېدم چې شيطان به تا پرې نږدي چې ټوله شپه تهجد وکړې، څومره به ښه وی چې پاتې شپه دې خدای ته په شکر سره رڼه کړې وی.