مورې!

 

ژاړم او له ځانه سره وايم

ستا ولې زه بدې راځم؟

ولې درباندې ګران نه يم؟

ولې راته په غوسه كېږي؟

ولې؟

 

زه اوس په دې ورسېدم چې زه غلط پوه شوى يم

 

هغه له ما سره ډېره مينه كوي

مورې په ما ګرانه يې

هو، ګرانه يې راباندې

د شپې راته د سپوږمۍ له رڼا کمه نه ښكارې

او د ورځې د لمر له وړانګو

ته زما د ژوندانه په اسمان كې ځليدونكى ستورى يې

ته د ګلابو په منځ كې يوه مرغلره يې

 

مورې!

ته زما د ژوند پيل يې

ته زما ځان يې

ته زما ژوند يې

ته په ما ګرانه يې

هو، ګرانه يې راباندې

چې هر چېرته وم او هر چېرته لاړ شم

تا به زه په خيال او زړه كې ساتم

ته كه هر شى وكړې زه دې نه هېروم

تا زه روزلی يم او لوی كړى دې يم

 

مورې!

كه ما له تا سره ظلم كړى وي

يا مې بد دررسولي وي

 

ما معاف كړه

ځكه زه لا تر اوسه د ځوانۍ په ګرمه كې يم

 

مورې!

ما وبښه..

ما وبښه..