زده کوونکو ته د ازموينو په اړه شل لارښوونې

يو مسلمان زده کوونکى په دنياوي ازموينو کې په الله تعالى باندې توکل کوي، شرعي اسباب ورته برابروي او له خدایه پکې مرسته غواړي ترڅو د نبي عليه السلام په دې خبره عمل وشي چې: ((د کمزوري مسلمان څخه قوي مسلمان غوره او د الله تعالى خوښ دى، او په دواړو کې خير دى [ځکه دواړه ايمان لري] هغه څه چې ګټه دررسوي [چې الله تعالى عبادت دى] ډېره پاملرنه ورته کوه او د الله تعالى څخه مرسته غواړه او [د الله تعالى له عبادت او مرستې غوښتنې] لاس په سر کېږه مه او لټي مه کوه)). مسلم شريف

ځينې له دغو اسبابو څخه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه په لاندې ډول دي:

۱ـ الله جل جلاله ته زارۍ او دعا وکړه، په هرو مشروعو کلماتو سره چې وي لکه: رب اشرح لي صدري ويسر لي امري.

۲ـ له خوبه وختي پاڅېږه او ازموينې ته په ټاکلي وخت حاضر شه.

۳ـ ټول هغه اړين توکي چې په ازموينه کې یې د کارولو اجازه وي له ځان یوسه، لکه قلم، پرکار، د حساب ماشين، ساعت؛ ځکه ښه چمتووالى په ځواب کې لوی لاس لري.

۴ـ له کوره د وتلو دعاء ولوله: (بسم الله، توكلت على الله، ولا حول ولا قوة إلا بالله، اللهم إني أعوذ بك أن أضل أو أُضل، أو أَزل أو أُزل، أو أًظلم أو أُظلم، أو أجهل أو يُجهل علي)، او د مور او پلار خوښي او له هغوى د دعاء غوښتنه دې له ياده ونه ووځي ځکه د مور او پلار د عاء خامخا قبلېدونکې ده.

۵ـ د ازموینې په پيل کې (بسم الله..) ووایه ځکه د هر مباح کار په پيل کې بسم الله شرعي خبره، برکت او د الله مرسته پکې نغښتې ده، او د توفيق له اسبابو څخه ده.

۶ـ د ملګرو په باب له الله تعالى نه ووېرېږه، وړاندې له ازموينې هغوى ته تشويش او وېره مه وراچوه، ځکه تشويش يوه ساري بېماري ده، بلکې په نېک فال سره يې خوښ وګرځوه، نبي عليه السلام هم د (سهيل) په نامه سره نېک فال نېولى او ويلي يې دي: کار درباندې اسانه شو، او کله به چې کوم کار پسې ووت او داسې کلمې به يې واورېدې لکه اى لاره موندونکيه، اى برياليه؛ نو ډېرې به يې خوښېدې.
نو د خپل ځان او خپلو ملګرو په اړه نېک فال نيسه، لکه چې ووايې: تاسې به ډېره ښکلې پارچه حل کړئ.

۷ـ د الله تعالى ذکر، تشويش او ذهني فشار له منځه وړي او چې کله درته کومه مسئله لږه ګرانه پرېوتله الله تعالى ته سوال وکړه چې درته اسانه يې وګرځوي. ابن تيمية رحمه الله ته به چې په یو شي پوهېدل ستونزمن شول نو ويل به يې: اى د ابراهيم عليه السلام ښوونکيه! ماته يې راوښيه، او اى د سليمان عليه السلام پوهوونکيه! ما پوه کړه.

۸ـ څومره چې دې وس رسي ځان ته د کېناستو لپاره ښه ځاى غوره کړه، ملا دې نېغه ساته او په څوکۍ باندې په درست شکل کېنه.

۹ـ لومړى ټولې پوښتنې له نظره تېرې کړه؛ څېړنې وايي چې بايد د وخت په سلو کې لسمه برخه په غور او دقت سره د پوښتنو لوستلو، او د مهمو کلمو په نښه کولو، او په پوښتنو باندې د وخت وېشلو ته ځانګرې شي.

۱۰ـ لومړى د اسانه پوښتنو او ورپسې د ګرانو هغو د حل لپاره پلان جوړ کړه، او د پوښتنو د لوستلو په جريان کې ملاحظې او افکار چې په ذهن کې درګرځي ليکه، چې وروسته يې بيا په ځوابونو کې وکاروې.

۱۱ـ پوښتنې ته د ضرورت په اندازه ځواب وايه.

۱۲ـ پيل د هغو پوښتنو په ځوابولو وکړه چې زده دې وي ورپسې د جګو نمرو والا پوښتنې شروع کړه، او هغه پوښتنې چې ځواب يې نه درځي يا پوهېږي چې يوې پايلې ته پکې رسېدل ډېر وخت غواړي يا يې نمرې کمې وي، وځنډوه.

۱۳ـ په ځواب کې له درنګ نه کار اخله، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: درنګ کول د الله تعالى له لورې دي او عجله د شيطان له لوري ده.

۱۴ـ په څلور ځوابه پوښتنو کې ښه سوچ کوه او په لاندې توګه ورسره چلېږه:

که په صحيح ځواب ډاډه وې نو بيا پام کوه چې ټکنى نه شي، او که ډاډه نه وې نو ناسم او لرې ځوابونه يوې خواته کړه بيا د اغلب ګومان په اساس صحيح ځواب اختيار کړه، او چې د صحيح ځواب تخمين دې وکړ نو بيا ترې مه تېرېږه، خو که په دې يقيني شوې چې غلط دى بيا يې پرېږده.

څېړنو ښودلې چې صحيح ځواب غالبا هغه وي چې تر ټولو لومړى زړه ته ولوېږي.

۱۵ـ په تحريري ازموينو کې وړاندې له دې چې ځواب شروع کړې ذهن دې سره راټول کړه، او هغو افکارو ته چې غواړې ويې څېړې په ځينو کلمو سره اشاره وکړه ترڅو وروسته ځواب درپه ياد کړي، ورپسې دغو افکارو ته شمارې ورکړه، چې لومړی کوم ټکی ولیکې؟ بيا کوم؟ او بیا کوم؟.

۱۶ـ د ځواب رئيسي ټکی د کرښې په پيل کې وليکه، ځکه تصحيح کوونکی همدې ټکي پسې ګرځي، او کله خو چې مطلوبه او رئيسي نقطه هم د کرښو او جملو په منځ کې وی او دی هم په بیړه کې وي نو هيڅ يې نه ويني.

۱۷ـ د وخت په سلو کې لسمه برخه د ځوابونو بیاکتنې ته ځانګړې کړه، او ښه په ارام او درنګ سره پرې راتېر شه، په تېره بيا په الجبري او حسابي معادلو او د اعدادو په ليکنه کې. ژر پارچې ورکولو ته مه لېواله کېږه، او په دې چرت مه خرابوه چې ځينو ژر پارچې ورکړې ځکه کېدی چې هغوی له وخته مخکې پارچې ورکړې وي.

۱۸ـ که له ازموينې وروسته درته معلومه شوه چې ځينې ځوابونه دې غلط کړي دي نو په راتلونکي کې د ښې تيارۍ او په ځواب کې د درنګ درس ترې واخله او د الله جل جلاله په قضاء باندې خوښ اوسه، او د نااميدۍ ښکار ونه ګرځې، د نبي علیه السلام دا حديث مه هېروه چې وايي: ((که یو کار وشو بيا مه وايه چې که چېرته مې داسې کړي وی اوس به داسې او داسې وه، بلکې وايه چې د الله اراده وه او الله تعالی چې څه وغواړي کوي يې؛ ځکه د (که چېرته) کلمه د شيطان کړو ته لاره اواروي)). مسلم شريف

۱۹ـ په دې وپوهېږه چې نقل حرام دی، هغه که په هر مضمون کې وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چا چې ټګي وکړه هغه له موږ څخه نه دی.

همدارنګه نقل ظلم هم دی او د نمرو او شهادتنامو د په ناحقه ترلاسه کولو ناروا لاره ده، او په نقل کې جوړجاړی په ګناه او ظلم کې سره مرسته کول دي.
نو له حرامو تېر شه خدای به درباندې خپل فضل او لورېينه وکړي، او هره حرامه وسيله یا وړانديز چې درته د بل چا له خوا رامخته کېږي په کلکه يې رد کړه، چا چې د الله جل جلاله لپاره کوم شی پرېښود الله جل جلاله به له هغه څخه ښه بدله ورکړي، هر وخت د منکر په وړاندې ودرېږه او مخه يې ډب کوه، که د ازموينې په مهال يا بل وخت دې دېته ورته کوم منکر کار ليده مخه یې نیسه ځکه د ناروا کار مخنیوی په موږ واجب دی.

هغه چاته چې سوالونه خرڅوي يا يې اخلي يا يې د انټرنټ يا بلې کومې وسيلې له لارې خپروي یا نقلونه جوړوي، نصيحت وکړه او ورته ووايه چې له الله جل جلاله نه ووېرېږي، او د دوی د دغه کار او کسب له حکمه یې خبر کړه.

۲۰ـ د آخرت لپاره تیاری، په قبر کې د امتحان پوښتنې، او د قیامت په ورځ د خلاصون لارې چارې درپه زړه کړه: (فمن زحرح عن النار وادخل الجنة فقد فاز) ژباړه: څوک چې له اوره بچ شی او جنت ته ننووځی نو همغه بریالی کېږي.

له الله جل جلاله نه سوال کوو چې موږ په دنیا او اخرت کې له کامیابانو څخه وګرځوي.

بې شکه الله تعالی د سوال اورېدونکی او قبلوونکی دی.