لیکنه: مولوي سلطان عزيز (عزيز)
شاګرد: استاذه! زما په زړه کې له ډېرې پخوا یوه پوښتنه ګرځي، تراوسه مې داسې څوك نه دى موندلى چې حل یې كړي، هغه دا ده چې په اسلام کې منبر څومره ارزښت لري او اولنى منبر كله جوړ شوى دى؟
استاذ: شاګرده! ډېره په زړه پورې پوښتنه دې وكړه نو ځواب ته يې ښه په ځير سره غوږ ونيسه:
اولنى منبر د نبي كريم صلی الله علیه وسلم په وخت کې جوړ شوى دى، يعنې په منبر باندې د ټولو څخه اولنى سړى نبي كريم صلی الله علیه وسلم ودرېدلى او د همدې منبر څخه يې د اسلام اشاعت، د نړۍ امنيت، د وګړو ساتنه او بلكې ټولې سياسي او عبادتي چارې سنبال كړي دي.
_ د منبر د جوړښت څخه مخكې نبي كريم صلی الله علیه وسلم د تبليغ او خطابې په حال کې له څه شي استفاده كوله؟
_ د منبر څخه پخوا به يې د خطابې په حال کې د خرما ونې يوه ډډ ته تكيه كوله، چې په دې کې يوه لويه قيصه ده كه مناسب وخت مو وموند هغه به هم ان شاء الله عزوجل درته وكړم.
_ استاذه! اولنى منبر له څه شي څخه جوړ شوى وه؟
_ د ځنګلي غزه څخه جوړ وه.
_ د اولني منبر جوړښت همداسې وه لكه چې اوس يې موږ په جوماتونو کې ګورو؟
_ د اولني منبر په جوړښت او څېره کې دوه روايته دي، ځينې وايي چې هو، همداسې وه لكه چې نن ليدل كېږي، او ځينې وايي چې اولني منبر يوه تخته درلوده كله چې نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفات شو نو ابوبكر الصديق رضي الله عنه د پخوانۍ تختې لاندې د ځان لپاره بله تخته (پاڼكى) پيوند كړ ترڅو دى رضي الله عنه د نبي كريم صلی الله علیه وسلم د احترام لپاره د ده په تخته کېننې، نو د ابو بكر رضي الله عنه په زمانه کې منبر دوه تخته یيز شو. بيا كله چې دى رضي الله عنه هم وفات شو نو عمر رضي الله عنه ورسره درېمه تخته يوځای كړه، ترڅو پخواني دواړه پاڼكي لوړ شي او عمر رضي الله عنه په لاندني پاڼكي کېناست نو دغه اوسنی جوړښت یې بايد د عمر رضي الله عنه وګڼل شي، نورو خلفاوو پرې د ډېر اچتوالي له وېرې بله تخته زياته نه کړه. په دې روايت سره د سر پاڼكى د نبي كريم صلی الله علیه وسلم او منځنی د ابو بكر رضي الله عنه او لاندينی د عمر رضي الله عنه په نظر راځي، شايد چې دغه روايت قوي وي.
_ استاذه! د ځينو اسلامي احزابو په نشان کې د منبر ځايولو ته څه ضرورت وه ځكه چې نوموړى نشان خو يو سياسي شى دى او محراب او منبر خو عبادتي څيزونه دي؟
_ شاګرده! مسلمانان له هماغې ورځې څخه مخ په تنزل دي چې د دښمن په چلونو او فرېبونو باندې يې په لاشعوري توګه سياست له اسلام څخه وشكاوه. د دې لپاره چې ته په دې موضوع ښه پوه شې نو زه غواړم سياست درته ښه شرحه كوم:
سياست په لغت کې د حفاظت او ساتنې معنى وركوي يعنې لغتًا سياست دې ته وايي چې د هر چا حقوق وساتلى شي او مستقيمًا ترې په پوره توګه استفاده وكړى شي، چې هرڅوګ په خپله لار سم روان وي او نه يې بدلوي.
په شريعت کې سياست همدغه تېره شوې معنى وركوي خو دا ورسره زياتېږي چې يوازې په دنياوي چارو پورې ځانګړتیا نه لري بلكې سياست دې ته وايې چې د هر چا او هر شي حقوق وساتل شي برابره خبره ده چې دغه حقوق اخروي وي او يا دنياوي، د حقوقو خاوندان بشري ټولنه وي او يا غير بشري لكه نور حيوانات، همدارنګه حقوق درلودونكي مسلمانان وي او يا كافران لكه ذميان، نارينه وي او يا ښځينه، شاه وي او يا ګدا او نور.
نو روكيه! اوس پوه شوې چې په هر سياسي نشان کې چې د مسلمانانو له پلوه پورته كېږي د محراب او منبر نښي ضروري دي او دا ځكه چې اسلامي حكومت هغه نه دى چې يوازې په جومات کې محاصره وي، له مدنيت او تمدن سره هيڅ تړاو ونه لري، بالمقابل هغه هم اسلامي حكومت نه ګڼل كېږي چې يوازې په معاملاتو پورې اختصاص ولري او په عباداتو کې هيڅ ګوتې نه وهي.
اسلامي حکومت د الله جل جلاله د خليفه صفت لري، چې وظيفه یې د الله جل جلاله د ټولو احکام (عبادتی وي او که معاملاتي يا نور) یوازې پلي کول او تنفيذول دي.
كه په اسلامي حكومت پورې عبادتي شيانو تعلق نه درلودى نو بيا څه ضرور وه چې امير المؤمنين ته [چې د حکومت واګي يې په لاس کې وي] د جنازې په لمانځه کې د اوليت حق وركړل شي، او يا څه ضرور وه چې د جمعې په خطبه کې د ده نوم واخيستل شي، او د څه لپاره فقهاوو د ده حقيقي يا حکمي شتون د جمعې د لمانځه د جواز لپاره شرط ګاڼه.
روكيه! د عقايدو كتابونه وايي چې امامت په دوه ډوله دى يوه ته صُغٌرى (وړوكى) امامت وايي چې د لمانځه امامت دى او بل ته يې كبرى (لوى) امامت وايي چې هغه د الله جل جلاله د احكامو د پلي كولو خلافت دى. او ښكاره ده چې څوك د صغرى امامت جوګه نه وي نو د كبرى امامت به څنګه جوګه او لايق شي؟.
ګرانه! دا هغه بله ورځ چې كمونست تركي وويل چې: ((مونږ هغو ملايانو ته د احترام په سترګه ګورو چې په سياست کې كار نه لري)) دا ځکه چې اسلام دوه ټوټې كړي، عبادتي او معاملاتي، عبادتي برخه يې د اسلام په نوم ونوموله او معاملاتي يې د سياست په نوم وبلله، نو خپل كمونستي مسلك ته يې مخه خوشې كړه او اسلام يې په جومات کې بندي كړ.
نو په دې بناء كه تركى د چا په ناموس تعرض كوي او يا د خلكو څخه شخصي ملكيتونه غصبوي، بې رحمانه قتلونه كوي، د اسلام په پاكه خاوره کې روس ته تسلط وركوي، اسلام بې كفايته او ناقص ګڼي او يا نور دغسې په سلګونو فجائع فواحش منځته راوړي، نو بيا هم ويلي شي چې مسلمان يم ځكه چې ځان ته يې مسلماني اسانه كړې ده. كيداى شي چې په روژه کې د دروغو ختم وكړي او يا د اختر لمانځه ته د خطابې وركولو او د عوام فرېبۍ په خاطر جومات ته لاړ شي.
_ آه آه استاذه! اوس پوه شوم چې تَركيان ولې چيغې او نارې وهي چې موږ جوماتونه جوړوو او يا وايي چې موږ خو كوم جومات نه دى وران كړى! او يا وايي چې موږ څوك له جومات څخه منعه كړي دي؟، او يا وايي چې هغه ملايان او مشايخ چې خپله مبارزه او مجاهده له جومات څخه نه راوباسي موږ هغوى ته د قدر په سترګه ګورو او ورته معاش مقرروو.
اوس پوه شوم چې دوى ټر په پر پټوي او په خپلو كفرياتو باندې پرده رااچوي، ترڅو عوام وغولوي او خپل حكومت ته زمينه برابره كړي.
پوه شوم چې سياست او اسلام جدا ګڼل دا معنى وركوي چې اسلام دې بې عزته او بې قدره وي، اسلام دې هميشه يوه سياستمدار ته (كه څه هم د اسلام دښمن وي) سترګې نيولې وي چې د احترام په سترګه ورته وګوري او اسلام له جومات څخه بهر نه كړي، او یا په دې معنی چې اسلام څوك په حق نه شي رسولى، اسلام بې كفايته او ناقص دى او يا په بل عبارت نبي كريم صلی الله علیه وسلم بې سياسته وه او چاته يې حق نه دى رسولى او يوازې جومات ته يې خدمت كړى دى، راشدين خلفاء په سياست نه پوهيدل او داسې نور، يوازې كمونيزم دى چې سياستمدار دى او د خلكو ضروريات پوره كولي شي. زه پوه شوم چې څوك له اسلام څخه سياست جدا كوي هغه غدار، مكار او بالاخره كافر دى.
_ شاګرده! دلته لږ فكر كوه! دلته خلك په دوه ګروپه وېشل كېږي، يو ګروپ هغه دى چې مخکې مو واضحه كړ چې اسلام بالكل له سياست څخه بېلوي، نو دغه ګروپ همدا ستا خبره ده چې كافر دى.
بل هغه ګروپ دى چې هغوى عقيده لري چې اسلام د هر چا حقوق ساتلي او ټاكلي دي او يوازي په عملي جنبه کې يې جوماتونه (عبادات) ملايانو ته خوشي كړي دي، او د معاملاتو واګي يې په خپل لاس نېولي، نو دغه ډله كه څه هم ګناهګار دي مګر كافر ورته نه شو ويلى، او تَركيان خو د اول ګروپ څخه په نظر راځي، او دا ځكه چې دوى وايي اسلام ناقص دى چاته كور، كالي، ډوډۍ نه شي وركولى، په معاملاتو کې د چا لاس نه شي نيولى، يوازې په عباداتو کې پوره دى.
افسوس دوى دې ته نه ګوري چې دا د اسلام ګناه نه ده چې د چا لاس نه شي نيولى، دا د ظالمو حكومتونو ګناه ده چې په سياست کې اسلام ته ځاى نه وركوي او په خپل ځان باندې يې د اسلامي حكومت نوم هم ايښى وي، د اسلام څخه بده استفاده كوي او د خپلې دبدبې د ساتنې ډله يې ګڼې، كه داسې نه وي نو اسلام په هر شي کې كار لري او هيڅ شى د اسلام له هداياتو څخه بې برخې نه دى. الله جل جلاله فرمايلي دي چې: (الیوم أکملت لکم دینکم) [المائدة: ٣] يعنې نن ورځ مې ستاسو لپاره دين كامل (پوره) كړ.
_ استاذه! ډېره په زړه پورې موضوع کې چاپېر يې، ډېره حساسه خبره دې رانېولې، خو دا راته ووايه چې په مسلمانانو باندې دغه چل له كوم وخت څخه په لاشعوري توګه تحميل شوى دى چې اسلام ته په سياست کې ځاى نه وركوي؟ يا په بل عبارت: ستا له خبرو څخه څرګنده شوه چې په اسلام کې منبر دومره ارزښت لري چې ټولې چارې (اجتماعي، اقتصادي، يا سياسي) په صدر اسلام کې په منبر پورې تړلې وې او په همدې اساس څوك به چې د منبر مشر وه نو هغه سړى امير المؤمنين بلل كېده او ټول اختيار ورسره وه، دا خبره وروسته پيدا شوې ده چې د منبر مشر بېل دى او د حكومت مشر بېل، مګر دا راته ووايه چې دا جدايي او تفكيك له كوم تاريخ څخه شروع شوى دى؟.
_ روكيه! ډېره ښه پوښتنه دې وكړه مګر متاسفانه د جدائي تاريخ يې راته ښه معلوم نه دى خو دومره پوهېږم په هر وخت کې چې دغه الفاظ (ملا، مولوي، مولانا، او داسې نور) د لومړي ځل لپاره استعمال ته وړاندې شوي دي همغه وخت د اسلام او سياست د تفكيك او جدايۍ اولنۍ نېټه ګڼل کېږي، كه څه هم نوموړي القاب د مسلمانانو په محاورو کې په دې نيت استعمالېده چې د مشرانو عزت او وقار وساتي او د اسلام يو حكم (چې كشران به د مشرانو درناوی كوي) پر ځاى كړي، مګر دښمنانو ترې بده استفاده وكړه او د مسلمانانو د مدعى په عكس يې د تفرقې او تجزيې باعث وښودل، چې ګوندې په اسلام کې د عبادت لپاره څو خاصې ډلې موجودې دي او د ټولو مسلمانانو د عبادت كولو ضرورت نشته.
_ استاذه! په دغې خبره دې ښه پوه نه شوم، دا چېرته او هغه چېرته؟ يعنې ملا او مولوي او داسې نور الفاظ د تفكيك سره څه رابطه لري او دښمنانو ترې څنګه په غلطه استفاده وكړه؟
_ ګرانه! افسوس زموږ ډېر مسلمانان دغو خبرو ته سطحي نظر كوي او عميق فكر پکې نه كوي دا خو د دښمن چلونه دي چې خپلو شومو مقصدونو ته رنګ په رنګ لفافې جوړوي.
ګرانه! ته خو پوه شوې چې عياشو حكومتونو اسلام يوازې په عبادتې چارو پورې ځانګړی كړ ترڅو خپلې عياشۍ ته مخه خوشي كړي، همدارنګه مسلمانان يې هم په دوه ډلو ووېشل يوه ډله يې د مسلمان په نوم وبلله چې محض كلمه طيبه وايي نور نو كه د اسلام په اوامرو عمل كوي او كه نه، او بله ډله يې هغه مسلمانان وګڼل چې په اسلام عمل كوي او يا اقلاً د پردې لاندې خپل بد عمل ته دوام وركوي يعنې هغه ډله چې بايد په اسلام باندې په عمل كوونكو سره شهرت ولري كه باطني خباثت يې درلوده هم باك يې نشته، چې دغه ډله يې د ملا، مولوي، پير، مريد، ماذون، صوفي، شيخ او داسې نورو په نومونو باندې ياده كړه، دا د دې لپاره چې خپل ځان ته ميدان پراخ كړي، چې خپلې عياشۍ او فحاشۍ پکې وكړي او دا ځكه چې په مسلمانانو کې يې د عبادت لپاره خاصه ډله جدا كړه. او په دغې ډلې پورې يې خندا او تمسخر كاوه، لكه (ملا ملا مار دى دا د ژڼو كار دى، ملا ملا چاى دى يو مې بچى دى) او يا لكه (شكم ملا تغار خدا) او داسې نور. دا د دې لپاره چې له يو پلوه په هغه مسلمان باندې څوك بد ونه وايي چې په اسلام باندې عمل نه كوي ځكه چې عمل خو د شيخانو او ملايانو كار دى، او له بله پلوه به په دغې ډلې باندې د عوامو سپك نظري او بدګوماني زياته شي نو خبره به يې نه مني او په خولې پورې به يې خاندي. سربېره په دې عوام به خپل اولادونه د ملايۍ په لار کې نه تربيه كوي.
روكيه! پورتني نومونه په صدر اسلام کې نه وه، ټول يو مسلمانان وه نو ځكه يې موږ په صدر اسلام کې نه شو استعمالولي، ايا تاته څنګه ښكارې چې څوك ابوبكر رضي الله عنه ته مثلاً ملا ابو بكر يا مولوي ابو بكر ووايي، يا عمر رضي الله عنه د شيخ عمر او صوفي عمر په نومونو وبولي؟ همدارنګه كه څوك نبي كريم صلی الله علیه وسلم ته مولوي نبي كريم ووايي نو تاته به څنګه ښكاره شي؟. زما په ګومان كه ګناهګار نه شي نو ثواب خو به هم ونه مومي.
اولنيو مسلمانانو ته خپل نوم ډېر قدر درلود حتى مشرانو مشرانو صحابه وو رضي الله عنهم ته به په خپل نوم اواز كېده، دا چې اوس ځينې مشران د خپل نوم يادونه بې ادبي ګني او ضرور بايد په داسې نومونو ياد كړل شي چې هغه د اسلام په صدر کې نه وه، دا د دوى غټه سهوه ده په دې باندې مسلمانان تجزيه كېږي او دښمنو ډلو ته پکې د بد عملۍ اوعوام فرېبۍ ښه چانس برابرېږي ځكه په دې تقدير همدا كفايت كوي چې سړى په خوله ووايي چې مسلمان يم، خو شيخ نه يم ملا نه يم مولوي نه يم او د اسې نور نه يم.
نبي كريم صلی الله علیه وسلم همدې حالت ته اشاره كړې ده چې: «يُوشِكُ أَنٌ لا يَبٌقَى مِنَ الإِسٌلامِ إِلا اسمه» یعنې نژدې ده چې داسې وخت به راشي چې د اسلام به يوازې نوم پاتې شي (يعنې همدا به كفايت كوي چې سړى په خوله ځان مسلمان وبولي او عمل ته به پکې ضرورت نه وي). شعب الايمان للبيهقي ج٤ ص٤٢٤
او داسې يې هم فرمايلي دي چې: «يَخٌرُجُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ رِجَال يَخٌتِلُونَ الدُّنٌيَا بِالدِّينِ يَلٌبَسُونَ لِلنَّاسِ جُلُودَ الضَّأٌنِ مِنَ اللِّينِ أَلٌسِنَتُهُمٌ أَحٌلَى مِنَ السُّكَّرِ وَقُلُوبُهُمٌ قُلُوبُ الذِّئَابِ» يعنې په آخره زمانه کې به (چې د قيامت ورځ نژدې شي) داسې سړي دنيا ته را بهر شي چې په چل سره به په دين باندې دنيا غواړي (د دين څخه به يې د دنيا لپاره دام جوړ كړى وي) د خلكو (د غولونې) لپاره به د مېږو پوستكي اغوندي (د جلبولو په غرض به ډېره نرمه او پسته وضعه كوي چې خلك ورباندې ورمات شي) ژبې به يې د شكرو څخه خوږې وي او زړونه به يې (په بې رحمۍ کې) د لېوانو زړونه وي (يعنې په خولې به د غټې مسلمانۍ دعوه كوي مګر په عمل او عقيده کې به صفر وي). جامع الترمذي ج2 ص66
_ استاذه! ستا په خبرو پورې ماته يوه بله خبره راپه زړه شوه هغه دا چې اوس د افغانستان كمونستان، مسلمانان په دوه ډلو ويشي يوه هغه ډله چې په خوله ځان ته مسلمانان وايي او عبادات كوي او كه نه، بله هغه ډله چې هغوى سربېره په خپلې مسلمانۍ اسلام ته خدمت هم كوي او په دې باره کې مبارزه د خپل ځان فريضه ګڼي او غواړي چې افغانستان له كمونستانو څخه خلاص شي، دغې ډلې ته تَرَكيان اخوانيان وايي. زه اوس پوه شوم چې دا تقسيم يې هم د دې لپاره كړې دى چې خپلو ځانونو ته په مسلمانۍ ځاى پيدا كړي او په خپلو بې شرمانه كارونو باندې پرده واچوي چې هره ورځ په سلګونو مسلمانان وژني او يا يې د جيلونو تورو تيارو ته سپاري ځكه چې هغوى اخوانيان دي او د دوى مسلماني هم پرې نه خرابېږي ځكه چې دوى اسلام ته د احترام په سترګه ګوري او په خوله وايي چې مونږ مسلمانان يو، همدا كفايت كوي حال دا دى چې د مسلمانۍ په معنى کې د كفر سره مبارزه پرته ده، د مسلمان معنى همدا ده چې د خپلې وسې او توان په اندازه د كفر مخه ونيسي او په عمل کې څرګنده كړي چې مسلمان دى، هغه كسان چې په خوله ځانو ته مسلمانان وايي او په عمل کې دغه خبره نه تصديقوي هغوى ته الله جل جلاله د مؤمن نوم اخيستل مناسب نه ګڼي لكه چې فرمايلي يې دي: (ویقولون ءامنا بالله وبالرسول وأطعنا ثم یتولی فریق منهم من بعد ذلک، ومآ أولئک بالمؤمنین) [النور: ٤٧] يعنې او دوى (منافقان) وايي چې موږ په الله عزوجل او په پيغمبر باندې ايمان راوړى دى او موږ يې اطاعت كوو، بيا د همدغه اقرار څخه وروسته د دوى يوه ډله (اطاعت ته) شا كوي (او خپل د ايمان راوړلو اقرار تكذيبوي خو حقيقت دا دى چې) دغه خلك ايمان راوړونكي نه دي (په دروغو باندې د ايمان راوړلو اقرار كوي).
_ رښتيا ده ستا خبره زه هم تصديقوم، خبره ډېره اوږده شوه اصلي موضوع ته ورګرځم او وايم چې كومو خلكو چې تېر شوي القاب [ملا، مولوي، شیخ، پیر، صوفي...] استعمال ته وړاندې كړه نو ورسره د همغه وخت حكومتي چوكۍ او منبر سره جلا شوه، منبر د القابو خاوندانو ته پاتې شو چې بايد خپله شيخي او ملايي د جومات څخه دباندې راونه باسي، او حكومتي چوكۍ بېله شوه چې په هغې به عياشان مزې او چړچي كوي، په خپل عيش او نوش، په خپله عياشۍ او فحاشۍ کې به مشغول وي، او سره له دې مسلمانان به هم وي او څوك به ورته بد هم نه وايي، ځكه چې په اسلام باندې عمل كول خو د منبر خاوندانو كار دى نه د چوكۍ خاوندانو، په مسلمانۍ کې هم (په دې تقدير) دا ضرور نه ده چې عمل دې وكړي او عملاًَ دې ثابته كړي چې مسلمان دى بلكې همدا كفايت كوي چې په خوله ووايي چې مسلمان يم.
_ له تاسو څخه ډېره مننه، زيات خوښ شوم چې لږ وخت درسره كېناستم، نور نو زه رخصت اخلم او چېرته مې كار دى.
_ په الله جل جلاله مې سپارلى یې، خو زما سره ناسته ولاړه مه پرېږده او كله كله راسره په ځينې موضوعاتو کې ګوره، په كومو شيانو چې پوهېدم هغه به درته وايم او كه فكر مې نه رسېده د خپلو مسلمانو پوهانو څخه به استفاده كوو، او بس.
په درناوي
يادښت: دا ليکنه په ١٨/٣/١٣٦٨هـ ل کال ليکل شوې ده، او په لږ څه تفاوت سره د هماغه وخت په ځينو جريدو کې هم خپره شوې.