ژباړه: نبراس الحق عزیز
زما قدرمنه پلاره!
ماته په ګردې نړۍ کې تر هر څيز ګرانه..
زما مهربانه پلاره..
زما د سترګو توره.. زما د زړګی سره..
زه د دې لیک په لیکلو کې زړه نازړه وم.. حیران وم..
ځکه چې زه تا ته په ډېره درنه سترګه ګورم.. ډېر درناوی درته لرم..
خو وړاندې له دې چې فرصت دې له لاسه ووځي اوس يې درته وایم..
پلاره!
زه پوهېږم چې کله زه پیدا شوم ته ډېر زیات خوشاله شوې او سترګې دې راباندې یخې شوې..
نږدې وې له ډېرې خوښۍ والوزې..
ما ته دې جامې، شوده، او نور ډېر سامان واخیست..
بیا دې زه ډېر ښه وروزلم او په ښایسته اخلاقو او ښه خوی دې روږدی کړم..
الله پاک دې د دې ښه بدله درکړي..
او په دواړو دنیاوو دې سرلوړی وګرځوه..
او جنت فردوس دې په نصیب کړي.. آمین.
خو پلار جانه دا هرڅه ډېر په منډه لاړه، او ته د پخوا په څېر پاتې نه شوې!!
د ښوونځي په اړه راڅخه نه پوښتې!!
زما له ملګرو څخه نه يې خبر چې څوک دي؟!
په دې نه يې پوه چې زه چېرته ځم او کله راځم؟!
اوس راسره سبق نه وایې، او کتابچه مې هم لکه د پخوا په څېر نه ګورې..
پلاره!
موټروان راپسې ډېر ناوخته راځي او زه د ښوونځي په وره کې يوازې ولاړ یم او ته راباندې خبر نه يې!!
په ځینو سبقونو مې نه پوهېږم..
او ځینې کورنۍ وظیفې مې نه شم حل کولی..
نو ځکه هر وخت رټل کېږم، ځکه داسې څوک نه لرم چې په سبقونو کې زما ملګرتیا وکړي او مرسته راسره وکړي او راته تشرېح يې کړي..
خو ته له هېڅ شي خبر نه يې..
پلاره!
ښوونکي مې ډېر رټي:
ولې په کور کې درس نه تکراروې او نه يې ګورې؟
پلار دې چېرته دی؟
او ولې درسره درس نه وايي او ولې ستا په پارچه باندې لاسلیک نه کوي؟
نو داسې ګومان وکړم چې هغوی مې د زهرو تریخ بوټی او اوږده اغزي له ستوني تېروي..
خو ته له هېڅ شي خبر نه يې..
((پلار)) ډېره خوږه او ښايسته کلیمه ده..
خو په ما پام نه کوي..
سرښوونکی مې رټي:
ولې هر سهار ناوخته راځې؟
ولې د نور ملګرو په څېر لین ته نه حاضرېږې؟
پلار دې چېرته دی؟
خامخا دې له موږ سره وویني..
واخله دا پاڼه.. وریې کړه..
خو ته له هېڅ شي خبر نه يې..
((پلار)) ډېره خوږه او ښايسته کلیمه ده..
خو په ما پام نه کوي..
ښايي په دې هم نه وي پوه چې زه په کوم ټولګي کې يم؟
بلکې په کومه مرحله کې یم!!
او شايد دا يې هم په یاد کې نه وي چې په کوم ښوونځي کې سبق وایم!!؟
پلاره!
زما خالد ملګری وايي:
((پرون مې له پلار سره ټول کتاب واړاوه.. هغه به له ما پوښتنې کولې او ما له هغه))
نو ډېر ودردېږم، او مجبور شم دروغ ووایم چې: او ما مې هم له پلار سره کتاب پاڼه په پاڼه واړاوه!!
دا هر څه د دې لپاره چې کوم ملګری مې ستا په باره کې بده خبره ونه کړي..
یا ستا ابرو ته تاوان ونه رسوي..
او یا زما تر مخ په تا ونه خاندي..
هو، زه دروغ وايم ځکه چې ته راباندې ګران يې..
او ځکه چې زه غواړم پلار مې له بل هر پلار څخه غوره وي..
هو پلاره.. ته په دې هر څه پوهېږې؟!
تا زما له پاملرنې ولې لاس اخیستی؟ ما هر چېرته غريو نيولي وي..
څومره ورځې، مياشتې، او کلونه تېر شول!!
پلاره!
زه داسې پلار نه غواړم چې ماته دې فقط خوراک، څښاک، او پوښاک برابروي..
بلکې زه داسې پلار غواړم چې له ما سره دوستي وکړي..
هر وخت له ما سره وي..
زما غم ورسره وي..
هم مې پلار وي، هم مې دوست وي، هم مې ملګری وي، هم مې استاذ وي، هم مې لارښود وي، او هم سلا ورسره کوم..
پلاره!
په دې ښه وپوهېږه چې که زه بې ځايه ګرځېدل، له ښوونځي پټېدل، بې حيايي، او بېلاريتوب وغواړم نو ډېر په اسانه به دا هرڅه وشي..
ځکه چې همدا تا یې راته ډېره ښه زمینه برابره کړې ده!!
بد ملګري ښه ډېر او هر ځای شته..
او پیسې هم راسره په جېب کې دي..
او موټروان مې هم له لاسه لاندې دی..
او په خونه کې مې د هر راز بې حیایۍ او فساد سامان آلات وي..
او ور هم راپسې پوري وي..
نو هيڅ کوم څارونکی او پوښتونکی نشته..
خو زه له خدایه وېرېږم..
او غواړم ته سرلوړی اوسې..
غواړم سبا ته همدا ته راباندې وویاړې..
زه غواړم چې یو نېک زوی او صالح بنده وم..
پلاره!
زه نه غواړم ستا نافرماني او له تا سرغړونه وکړم..
خو ته يې راباندې کله کله په زور تحمیلوې او له ماسره په سخت چلند، په وهلو، په ما چېغې راويستلو، مې دغو کارو ته مجبوروې..
او زه لکه وړوکی ماشوم..
له پامه مې هم غورځوې او رټې مې هم..
زما په کيسه کې هم نه يې او په غوسه کېږې هم راته..
په ما سختي کوې او نرمي نه پېژنې!!
.
.
.
.
پلاره!
زما پیغام درورسېد؟
وړاندې له دې چې غرق شم ومې ژغوره..
مخکې له دې چې هلاک شم نجات راکړه..
ماته لاس راکړه مخکې له دې چې بل څوک مې له لاسه ونيسي..
نور دې په الله سپارم..
ستا هېر کړی او له پامه غورځولی زوی