ژباړه: نبراس الحق عزیز
څو کاله وړاندې د یو مسجد امام د لندن ښار ته کډه شو، دی به هر وخت له کوره ښار ته په بس کې ته. یو ځل له کډې نه څو اونۍ وروسته غوښتل يې ښار ته لاړ شي، د بس کرايه يې ورکړه او کېناست، چې حساب يې وکړ موټروان له ټاکلې بقايې نه شل روپۍ زياتې ورکړې وې.
امام چرت وواهه او له ځانه سره يې ووېل بايد زیاتې پیسې بېرته ورکړي ځکه د ده حق نه كېږي.
بیا يې سوچ وکړ او ويې ويل دومره ډېرې خو نه دي چې څوک پرې ښاد شي، شل روپۍ څه شی دي؟ تېر شه ترې، د بسونو کمپنۍ هم په کرايو باندې دومره روپۍ راټولوي چې زما شل به ورکې مالومې هم نه شي.
له ځانه سره يې وويل چې په جېب کې يې واچوه، تاته د خدای له طرفه یوه هدیه ده چې دريې کړه.. ځان ورباندې غلی کړه.
بس تمځای ته ورسېد او امام کوزېده، خو وړاندې له دې چې کوز شي ټکنی غوندې شو او یوه شېبه ودرېد، موټروان ته يې لاس وراوږد کړ او شل روپۍ يې ورکړې ورته ويې ویل: دا واخلئ! دا مو زیاتې راکړې وې.
موټروان واخیستې او موسکی شو، ترې ويې وپوښتل: ته په دې منطقه کې نوی امام نه يې؟ زه له څه مودې راهيسې په دې فکر کې یم چې ستاسو مسجد ته درشم او د اسلام په اړوند ځان پوه کړم، ما دغه زياتې روپۍ تاته درکړې چې وګورم ته څه کوې؟!
امام له بس نه کوز شو، په پښو کې یې سا ورکه شوه، ځمکه يې له پښو لاندې وتښتېده، دا صحنه ورته ډېره وېروونکې وه، نږدې وه چې راولوېږي خو په خوا کې ستن باندې يې ځان راټینګ کړ، د اسمان په لور يې وکتل، لاسونه يې پورته کړل او ژړل يې: ای الله! نږدې وم چې اسلام مې په شلو روپو خرڅ کړی وه!!.