پیر محمد کاروان

د ستورو تڼۍ تويې د سحر څيري ګريوان
خوره په غرو رغو کې ازانګه ده د اذان

قاري په لوغړن ترنم وايه الرحمن
چې زړونه لمبوزن شي په څپو کې د ايمان

اخر به په لاس درشي رڼه توره لکه لمر
د ستورو په نېزو وهه تيارې د کفرستان

له صدقه يوه اوښکه بې بها ده بې بها
تر دٌر تر مرغلرو تر ياقوتو تر مرجان

بيمار يمه بيمار يمه بيمار د بېلتانه
کړه جوړه ذايقه مې په النخل ورمان

الهي را اهدا کړې د بلبل بلالي غږ
ما هم يو لاروی کړې د حمدونو د کاروان