سميع الدين افغاني
ستا د رضا دامیدونو سجدې
ربه ستا در کې د عذرونو سجدې
د ګناهونو نه منزلونه جوړ دي
غواړم ادا د ګناهونو سجدې
ستا دغفار کریم رحیم له نومو
شي که قبول د طاعتونو سجدې
زاهده ځانله چې مغروره نه شې
زه یم پیرو د پاکو زړونو سجدې
څوک دی عابد ستا ددوزخ له ویرې
څوک کړي سجدې د ثوابونو سجدې
چې مسلمان دی او قایم په خپل دین
کړي پنځه وخته د فرضونو سجدې
که افغاني وطن کې سوله راغله
زه به ادا کړم د نفلونو سجدې
29.12.2008
- نبراس الحق عزيز
محمد نعيم افغان
کلــه الـــــوزي اســــــمان تـــه پــــروازونه کـــويکلــــه ژړا وي او فــــــریاد شــــــکایــــتونه کــــوي
کلــــه جنــــت کې دیـــارانو سره خوښ خوشحالهکلــــه د...
03.01.2009
- نبراس الحق عزيز
لیکنه: همت پروانیامروزه جوانان در معرض اخبار و اطلاعات نامحدودی قرار دارند که از طریق رادیو، تلویزیون، ماهواره اخبار, مجلات و… به آنان ارایه میشود. بخشی از این اطلاعات سالم و قسمتی دیگر از آن ناسالم و اشتباه است. پس بخاطر تشخیص مطالب وافكار سالم از ناسالم جوانان بيك تفكر خلاق نياز دارند,...