محمد نعيم افغان

کلــه الـــــوزي اســــــمان تـــه پــــروازونه کـــوي
کلــــه ژړا وي او فــــــریاد شــــــکایــــتونه کــــوي

کلــــه جنــــت کې دیـــارانو سره خوښ خوشحاله
کلــــه دوزخ کې له شــــیطان سره جنګونه کـــوي

کلــــه میـــــــدان د حــــــشرګـاه کې دکوثر انتظار
کلــــه خــیر غواړي چې جانان شفاعتونه کــــوي

کلــــه دګـــــلو پر پالنګ بانــــــدې عدن ته ګـوري
کلــــه دقـــــــبر په تــــــــیارو کې ارمانونه کـــوي

کلــــه مـــــــحمد بن قاسم وي دناهید مدد کــړي
کلــــه حجاج بن یوسف سي چې قتلونه کــــوي

تا ورښولــی چې ایمان دی بین الخوف  والرجاء
نعیم همېش اســــــتغفار وايي امیدونه کــــوي