راليږونكې: نوريه وهاب

د نګار وصــال رایـاد زړه مـې اور واخيـست
اوس دودله خولی غوړی له سترګو تویومه

د غـمـاز په هـر ګـوزار لکـه مـار تـا وخـورم
د فـراق پــه هـر زرب و یـنــې غـورځـومـه

عــصبــي لــه خپـلـه ځـانـه خــبـر نـه یـم
هــر زاهــد پـه خـپـل مـاتـم زه خـبــرومــه

نــه شـــو پـــاتـــې بــرکــت د زاهــدانــو
نــــه راوړم تــر مـــراد هــــر یـــو ژړومـــه

په هر کنج کې چې شم غلی نه خلاصیږم
پـلــټــنـــه یـې کـوم نــه یـې پــریـــږدمـــه

زه جـمــیـــل درک د لارې د ورتـلـــو کـــړم
کـه په هـر چـل وي خپـل ځـان وررسـومـه

---------------------------------------

شهيد عبدالجميل شيلګرى