په تېر پسې

اسلامي حجاب (٦/١)

د حجاب مسئله

د ځینو اسلامي قامونو په کلیوالي او ښاري سیمو کې د نورو غیر شرعي، جاهلي او ناروا دودونو په لړ کې د بې پرده ګۍ، ګډ ژوند او له نامحرمو څخه د مسلمانو ښځو د ستر او پردې نه کولو ناروا دود هم شته.

زیاتره وګړي د ښځو د ستر او پردې کولو اسلامي او قرآني احکامو ته هیڅ اعتنا نه کوي او که له دغو وګړو څخه وپوښتل شی چې تاسې ولې په خپلو مېرمنو، خویندو، میندو او لوڼو ستر نه کوئ؟ د دا ډول پوښتنې په مقابل کې د عوامو نارینه او ښځې یو شمېر عذرونه وړاندې کوي چې دلته یې په تفصیل سره راوړو:

د ستر په خلاف د وګړو ډولونه

په اسلامي ټولنه کې د ستر په خلاف وګړي په دوه ډوله دي:

عوام او بې سواده وګړي، خواص، روڼ اندي (روشنفکران) او د پوهې او سواد خاوندان.

دغه دواړه ډلې هر يوه د اسلامي ستر په خلاف خپل ځانګړي دلايل وړاندې کوي، چې دادی مونږ دلته دګرانو لوستونکو لپاره لومړی د هرې پاټکي دلايل وړاندې کوو او بيا يې د شرعي او اسلامي احکامو له مخې رد او ځوابوو:

(١) د ښځو ستر كول خو د علماوو، روحانيونو، خانانو، ملكانو، سيدانو او متقي او پرهيزګارو وګړو كار دى، مونږ خو عوام خلك يو، مونږ ته ستر كول څه پكار دي.

(٢) اصلي ستر د زړه ستر دى كه په ظاهره ستر وكړاى شي او كه نه، خو چې زړه پاك وي، بيا نو كه ښځې ازادې او لوڅ مخ وګرځي باك او پروا نه لري.

(۳) که مونږ خپلې ښځې او پېغلې خویندې او لوڼه په کور کې سترې کړو، له مونږ سره به کارونه څوک کوي؟ دې مالونو ته به واښه څوک راوړي؟ پټیو ته سره څوک یوسي؟ له غره څخه به لرګي څوک راوړي؟ خشاوه به راسره څوک وکړي؟ پنبه به راته څوک راټوله کړي، لو او لور به څوک وکړي؟ او همداسې نورې... چارې به څوک ترسره کړي؟ او که وایې چې د دې چارو د سرته رسولو لپاره مزدوران ونیسئ، مونږ خو غریب خلک یو، ایله همدومره ګټو چې ګوزاره مو پرې کېږي، که هغه مزدور ته ورکړو نو مونږ به څه کوو. بیا که مزدور هم ونیسو یوازې کولبې کولو او د کرهڼې او دهقانۍ چارو ته به یې ونیسو، د هر کار لپاره خو یې نه شو نیولی.

دغه ډول وګړي که چېرې مزدور هم ولري په ازادانه توګه په کور کې ګرځي راګرځي، په کور کې ترې ستر او پرده نه کوي، ان تردې چې د هغه کور ځوانې ښځې له ځوانو مزدورانو سره ناسته ولاړه، خبرې اترې، ټوکې ټکالې او د زړه خواله هم کوي.

(۴) داسې دلیل وړاندې کوي چې که چېرې مونږ په خپلو ښځو، خویندو او لوڼو ستر وکړو، نو بیا به خلک پېغور راکوي چې دا فلانی په خپلو ښځو، لوڼو او خویندو ډارېږي ځکه یې په کور کې بندي کړې ده لکه چې ښځې یې بدعمله دي.

(۲) د روڼ اندیو (روشنفکرانو) دلایل:

د سواد خاوندان داسې دلایل وړاندې کوي چې ښځه هم د نارینه په څېر زړه لري، آزاده فضا خوند ورکوي، د ټولنې د پرمختګ په ټولو چارو کې د ګډون او برخې اخیستلو بشپړ حق لري، ځکه چې ښځه د ټولنې د پګي (جسد) یوه داسې اساسي عضوه ده چې که هغه نه وي نو ټولنه نېمګړې ده. په دې اساس په ټولنه کې د ښځو د فعالې برخې اخیستلو له لارې څخه باید د ستر ارتجاعي قانون لرې کړای شي او ښځو ته دې اجازه ورکړای شي چې د کور له تورو او مرګونو تیارو څخه راووځي او له نارینه وو سره اوږه پر اوږه د ټولنیز ژوند د چارو په سرته رسولو کې برخه واخلي، په سیاسي ډګر کې، په شوری، دفاعي او پولیسي مرکزونو، کارخانو، او هر ډول دفترونو کې وظایف او دندې ترسره کړي. او که ددغه ډول چارو د پوهېدنې په خاطر بهرنیو ملکونو او هېوادونو ته هم ولېږل شي باک او پروا نه لري، بلکې لېږل یې ډېر ضروري دي. د ښځو ستر او پرده د منځنیو پېړیو د ظالمانه چارو له جملې څخه یو مهلک، ناوړه او بې ځایه عمل دی، او داسې نور...

د یادونې وړ ده چې ووایو دغه ډول خبرې هغه باسواده وګړي نه کوي چې رښتیني مؤمنان او په زړونو کې يې د ایمان روح تمرکز موندلی وي. دغه ډول خبرې صرف دوه ډوله باسواده وګړي کوي: یو ډول هغه چې غرب ته په تلو سره د هغه ځای طاغوتي تهذیب او کلچر او منحط ځناورصفته چاپېریال یې پر زړونو او مغزو داسې اغېزه کړې وي چې دده د ایماني بصیرت سترګې یې ړندې، وجدان یې مړ، ننګ، غیرت، حیاء، او مېړانه یې تالاوالا کړي او له ظاهري زرق او برق، عیاشۍ، مزو او چړچو څخه پرته بل هیڅ شي نه پېژني.

دویم هغه ډول وګړي چې د کمونیزم د وحشت په ژرنده کې ماغزه دل شوي وي او له مادیاتو پرته بل هیڅ نه انګیري. اخلاق، پرده، حیاء، خپل او پردي، حلال او حرام، ثواب او ګناه د هغوی په وړاندې له الفاظو پرته بل هیڅ شي نه وي، هرڅه د مادیاتو په هنداره کې ویني.

دغه دواړه ډلې وګړي د ښځو نېکمرغي له کور څخه بهر په کوڅو، بازارونو، کارخانو او دفترونو کې په عریان ګرځېدلو، مونوژوب اغوستلو، ټکري او پړوني یعنې اسلامي لباس لرې غورځولو، له هرچا سره په کړس-کړس خندا کولو، د سترګو په اشارو او لوڅ ګرځېدلو کې احساسوي.

دوی غواړي له ښځو څخه د مور، خور، لور او مېرمنې عزتمن القاب لرې کړي او د نارینه وو د مشغولا او د جنسي غریزې د پوره کولو او د سات تېرۍ نانځکې ورڅخه جوړې کړي.

د ښځو د بې حیایۍ مسئول څوک دي؟

لنډه دا چې دوی د ښځو د پردې او حجاب د نه کولو لپاره دغه پورتني بې محتوا، پوچ او وراسته دلایل وړاندې کوي چې د هغو په اورېدلو سره د ښځو د حیاء او عفت پر عنصر باندې د هغوی د بې حیايۍ عنصر غالب شي او "نفس امارة" ورته اجازه نه ورکوي چې د حجاب په هکله د الهي حکم منلو او تعمیل ته غاړه کېږدي. بیا نو له هیچا نه انګر نه کوي، له هرچا سره ناسته ولاړه کوي، محرم او نامحرم، خپل او اجنبي ټول ورته یو شان وي. دا توپیر نه کوي چې دا زما څه کېږي؟ هر څوک چې ورکره ځي راځي هغه د دوی خپلوان دی.

له نامحرمو سره ګډ ژوند:

په یوه خونه کې د تره له زوی سره، د ماما له زوی سره، د توړۍ له زوی سره له مخ پټونې پرته ناستې وي او بې تکلفه مجلس او خبرې اترې ورسره کوي، په لاس ستړي مشي ورسره کوي بلکې کله-کله داسې هم لیدل شوي چې له نارینه سره په غېږ ستړي مشي کوي. له لېور یا لېورونو (د مېړه له وروڼو) څخه خو بېخي پرده نه کوي، په یوه خونه کې ناسته ملاسته خو بېخي عام معمول دی او بیا لېور خو څوک نامحرم نه ګڼي.

په حقیقت کې پخپله همدغه پورتني وګړي د ښځو د بې حیایۍ مسئولین دي او هم دوی دي چې ښځې یې د عزت له هغه اوچت مقام څخه راغورځولي دي کوم چې اسلام ښځو ته ورکړی دی.

له اجانبو سره ناسته ولاړه:

په اکثرو قومونو کې دا دود هم شته داسې نارینه چې بېخي په قام کې ورسره شریک نه وي، حتی د ژبې ثقافت او دین له مخې هم ورسره یو نه وي، خو چې یو یا دوه ځلې په بازار، جومات یا بل ځای کې ورسره وویني او یا کومه تجارتي راکړه ورکړه ورسره وکړي، له هغه سره د دوستۍ اړيکې ټېنګې کړي، د یوه بل کور ته تګ راتګ پیل کړي او کله چې دا تلل راتلل زیات شي نو د نارینه وو له دوستۍ سره-سره د ښځو دوستي هم پیل کړي، ښځې ستړي مشي ورکوي. په لومړیو وختو کې خو پلو ورڅخه نیسي مګر سوکه-سوکه مخ پټونې پرېږدي، خندا او ټوکې ټکالې هم ورسره کوي، سربېره پر دې په ځینو سیمو کې چې وګړي یوه خونه ولري او کله چې دغه اجنبي دوست یې ورشي نو په هماغه یوه خونه کې ورسره دی هم ناسته ملاسته کوي. او دغه عمل په ډېرو قومونو کې یو بې تکلفه عمل دی، او ډېر وخت دغه ډول ناسته ولاړه د عفت د منافي حرکاتو، د فحشاء او د متقابله احترام د له منځه تللو په داسې ناوړو چارو منتج شوی دی چې دلته یې قلم په لیکلو شرمېږي.

له مزدورانو سره ګډ کار کول:

لکه څرنګه چې مو د مخه یادونه وکړه ځینې وګړي د خپلو کورنیو او بزګرۍ د کارونو لپاره مزدوران نیسي او له دغو مزدورانو څخه د بادار د کهول ښځې ستر او پرده نه کوي، پېغلې او مړوښې يو ځای کار ورسره کوي، ډوډۍ او چای وروړي او د محرم له موجودیت څخه پرته ورسره ناسته ولاړه، مرکې، مجلسونه او خبرې اترې کوي.

ښځې په کورونو کې د خدمتګار په توګه:

په ځینو شتمنو او بډای کورونو کې د بېوزلو کورو مړوښې، پېغلې او مراهقې ښځې مزدوري کوي او د هغه کور له ځلمیانو او پخو نارینه وو څخه هيڅ انګر نه کوي، بلکې ځینې بدعمله نارینه په دغو خوارانو ځانونه هم چاپي کوي، په غسل خانو کې چې لامبي نو کالي او اوبه ورڅخه غواړي او هغوی یې د مجبوریت له مخې امر مني، او که ويې نه مني معلومه خبره ده چې له نوکرۍ څخه یې شړي.

له ګاونډي څخه بې ستري:

ځینې خلک د ګاونډیتوب له امله یو له بل څخه پرده او ستر نه کوي او نه ضرورت ورته احساسوي، ښځې او نارینه ګډه ناسته ولاړه او خبرې اترې سره کوي.

له ځینو نورو وګړو څخه بې ستري:

د جومات له ملا، طالبانو، ملنګانو او روحانیونو څخه هم ستر او پرده ضروري نه ګڼي. هغه کوډګر، نجومیان، غیب ویونکي او جادوګر بېخي د خپلو کورونو محرمان ګڼي چې په دوکو او دروهنو سره د پېریانو د لرې کولو، کوډو کولو او لرې کولو په نومونو تعویذونه کوي او د مسلمانانو ترمنځ د فتنې او فساد اورونه بلوي.

یو بل ناروا دود:

ځینې نارینه پردیو او نامحرمو ښځو ته او همدارنګه ځینې ښځې ډېرو لرو، نامحرمو او پردیو نارینه وو ته د ورورۍ، خورولۍ او مورتوب لاسونه ورکوي او ځینې نارینه هغوی د ورورولۍ او زوی ولۍ لاسونه ورکوي، بیا نو د هغوی ښځې او یا د هغو ښځو پېغلې لوڼه ستر او پرده ورڅخه نه کوي او ځانونه یو د بل نژدې محرمان ګڼي، د هغوی له ځلمیو زامنو، وروڼو او نورو خپلوانو څخه هم حیاء او ستر نه کوي.

پردی هلک د محرم په توګه ګڼل:

دا دود او رواج هم شته چې ځینې وګړي په خپلو کورونو کې پردي زامن لوی کړي او کله چې هغه بالغ هم شي د هغه کور ښځې ستر او انګر ورڅخه نه کوي او کټ مټ یې د خپل صلبي زوی په څېر محرم ګڼي. او همدا راز هغه نجونه چې د بل چا وي او دوی په خپلو کورونو کې لویې کړې وي هغه د خپل کور نجونې ګڼي او د کهول له ځوانانو څخه د ستر او پردې کولو ضرورت نه احساسوي.

 

 نور بیا