په تېر پسې

اسلامي حجاب (٦/١)
اسلامي حجاب (٦/٢)

د الهي احکامو په رڼا کې د پورتنیو دلایلو ځوابونه

دا په داسې حال کې چې پورتني ټول دودونه د حجاب او پردې د الهي فرض حکم په خلاف او غیر اسلامي اعمال دي او په شرعي او عقلي توګه پورتني دلایل او دودونه په لاندې ډول مردود دي:

۱- د عوامو دا دلیل غلط او بې ځایه دی چې وايي: ستر او پرده کول د علماوو، روحانیونو او لویانو کار دی، ځکه چې ستر الله تعالی په ګردو مؤمنو ښځو فرض کړی دی او د الله تعالی دا حکم عام او مطلق دی چې:

(وَقَرْنَ فِي بُیُوْتِکُنَّ وَلا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیِّةِ الاُوْلی وَاَقِمْنَ الصَّلاةَ وَآتِیْنَ الزَّکوةَ وَاَطِعْنَ اللهَ وَرَسُوْلَهُ) [الاحزاب:۳۳] او ای ښځو! په خپلو کورونو کې قرار ونیسئ او خپل ښایست بېګانه سړیو ته مه ښکاره کوئ، د جاهلیت د ړومبنیو ښځو د ښایست ښکاره کولو په شان، او لمونځ قایم کړئ او زکات ورکړئ او د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړئ.

نو د الله تعالی په دغه پورتني حکم کې ټولې ښځې شاملې دي او داسې عمومي فرض دی لکه څرنګه چې لمونځ او روژه پر ټولو فرض کړای شوي دي، او د مؤمنانو د کومې خاصې او ځانګرې پاټکي لپاره نه دي. دغه راز د ستر حکم هم د کومې خاصې طبقې لپاره نه بلکې د ګردې اسلامي ټولنې لپاره دی.

۲- دا دلیل هم غلط دی چې ستر د زړه ستر دی ځکه هغه څوک چې په ظاهره کې د الله تعالی حکم نه تعمیلوي په باطن کې به یې څرنګه ومني؟! او بل دا چې د اسلام مقدس دین په ګډون ټول الهي او اسماني شریعتونه د انسان په ظاهره اعمالو او اقوالو حکم کوي او د زړه پټې چارې یې الله تعالی ته سپارلي دي، او که داسې نه شي او زړه ته اعتبار ورکړای شي نو د اسلامي شریعت ګر د احکام او د جزاء قوانین معطل پاتې کېږي، ځکه چې یو شخص به په ظاهره زنا کوي او بیا به وایي چې په زړه کې مې ورته اراده نه وه، دغه راز یو شخص به د کفر کلمه په خپل رضا او رغبت سره وایي او بیا به وايي چې دا خو زه هسې وایم او په زړه کې خو زه مسلمان یم، نو باید هغه ته مرتد ونه ویل شي او نه د ارتداد حد پرې جاري کړای شی، یا څوک غلا کوي، یا جواري او داسې نور اعمال.

نو پر دې اساس هغه وګړي چې ستر او حجاب نه کوي او بیا د خپل دغه غیر اسلامي عمل د جواز لپاره د خپل زړه دلیل وړاندې کوي، په غلطه لار روان او د هغوی لپاره شرعا دوه ګونې ګناه ده: یو دا چې د الله حکم یې ترک کړی دی، او بل دا چې د خپل دغه نامشروع عمل لپاره یې ناروا دلیل هم وړاندې کړی دی.

د ښځو اصلي دندې:

۳- له کور څخه بهر پر ښځو باندې درانه کارونه کول له هغوی سره ظلم، ناروا، نا انصافي او د مساوات له اصولو څخه خلاف دي. ځکه چې الله تعالی د نارینه او ښځې ترمنځ د کار کوم وېش کړی دی هغه د عدالت، انصاف او مساوات له اصولو سره برابر دی. او هغه دا چې ښځه به د کور کارونه کوي، د اولاد روزنه به کوي، پخلی به کوي، جامې به مینځي، دېګ او کاسه به کوي او د مېړه د مال او حقوقو، ناموس او پت ساتنه به کوي، او نارینه به د بهر چارې سرته رسوي، کرهڼه به کوي، ماموریت به کوي، په کارخانه کې به کار کوي، جهاد به کوي او داسې نورې چارې به سرته رسوي څو خپلې مېرمنې او اولاد ته نفقه وګټي او د خپلې مېرمن د ژوند اړتیاوې پوره کړي او د هغې شرعي حقوق پرځای کړي. او که څوک له دغه الهي حکم څخه مخالفت، تمرد او سرغړونه کوي، او د ژوند د نظام له هغو پولو څخه تېری کوي چې الله تعالی ټاکلي دي، پر ښځو باندې هم د کور چارې او هم د بیدیا چارې او ګټې کوي، شاقه او له وس او توان څخه پورته کار پرې کوي، په کارخانو کې مزدوري پرې کوي، په دفترونو کې ماموریت پرې کوي، په دفاعي او پولیسي چارو کې یې نیسي، شوری او سیاست ته یې رهبري کوي، د حکومت چارې پرې سرته رسوي او... دا نو د ښځو په حق کې سراسر ناانصافي او بې عدالتي ځکه ده چې ښځه د بدني ساختمان له نظره یو لطیف جسم دی.

ښځه د طب او ساینس له نظره:

د فزیولوژي او سایکالوژی علومو په تجربو سره ښودلې ده چې ښځه د نارینه په پرتله د عقل او بدني جوړښت له نظره ناقصه او نېمګړې ده، د هغو چارو د سرته رسولو ځواک او توان په ځان کې نه لري چې نارینه یې کولی او سرته رسولی شي. نو لکه څرنګه چې د هایدروجن په پرتله د اوبو په طبیعي تکوین کې د اکسیجن ثقل زیات دی همدغه راز د تمدن او ټولنې په تشکیل کې د ښځې په پرتله د نارینه ثقل زیات دی. دا ځکه چې الله تعالی نارینه د درندو چارو د سرته رسولو لپاره پیدا کړي دي. او له همدې کبله د ښځې د بدن جوړښت د نارینه په پرتله نیمګړی دی.

د مثال په ډول علمي تجربو دا ثابته کړې چې د ښځې د ونې منځنی اوږدوالی د نارینه د ونې د منځني اوږدوالي په پرتله (۱۲) دولس سانتي کم دی، او دغه تو پیر د کوم خاص ملت په هکله نه دی بلکې د ګردې بشري نړۍ د ملتونو په نارینه او ښځو کې موجود دی.

دغه راز د نارینه د جسم متوسط ثقل (۴۷) اوه څلوېښت کیلو او د ښځې (۴۲) دوه څلوېښت کیلو ښودل شوی دی، چې په دې توګه د ښځې د جسم د ثقل په پرتله د نارینه د جسم ثقل (۵) پنځه کیلو ګرامه زیات دی.

په همدې ډول د عضلاتو د حجم او قوت په لحاظ هم د نارینه او ښځینه اجسامو په منځ کې ډېر توپیر موجود دی، او دغه توپیر طبي ماهرینو ثابت کړی دی.

زړه چې د انسان د ژوند اصلي مرکز دی په هغه کې هم د دواړو صنفونو ترمنځ توپیر شته او علمي تجربو ثابته کړې ده چې د ښځې زړه د نارینه له زړه څخه (۶۰) شپېته دانقه سپک او کوچنی دی. [دانق د اوقیه څلورمه برخه ده، یوه اوقه څلور اوربشې ده چې یو دانق یوه اوربشه کېږي].

د تنفس یعنې ساایستلو په سرعت کې هم د ښځې او نارینه ترمنځ ډېر توپیر شته چې هغه طبي تجربو ښودلی دی، نارینه په یوه ساعت (۶۰ دقیقو) کې کابو یوولس دانقه کاربن سوځوي او ښځه شپږ دانقه. په همدې توګه د نارینه داخلي غریزي حرارت د ښځې د غریزي حرارت په پرتله ډېر زیات دی او د ښځې په بدن کې سوړوالی زیات دی، ځکه خو د اولاد د زېږېدنې او د حمل د دروندوالي ځواک پکې وي.

دغه راز د مغزو، د هغوی د پردو او نسجابي جوهر په هکله هم د نارینه او ښځینه په منځ کې ډېر اختلاف دی چې تفصیل یې دلته اصلي موضوع اوږدوي.

لنډه دا چې ښځه د سختو کارونو او له کور څخه بهر چارو  د سرته رسولو لپاره نه ده پیدا کړی شوې، او که څوک یې پرې کوي نو دا له ښځو سره لوی ظلم کوي.

۴- د خلکو له پېغور څخه وېرېدل او په خپلو تورسرو ستر نه کول سفاهت او ناپوهي ده، ځکه د انسان له امله د الله تعالی حکم پرېښودل او عمل پرې نه کول د اسلام له روح څخه خلاف عمل دی. پر مسلمان باندې له هرڅه دمخه او په لومړي قدم کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د احکامو، هدایاتو او فرمانونو منل فرض دي، او په دې کې باید د هېچا د ملامتیا پروا ونه لري.

د شرعي حجاب مادي او معنوي ګټې

تش په نامه روڼ اندي (روشنفکران) چې په حقیقت کې د تیاره فکر خاوندان دي، هغوی د خپلو طاغوتي او جنسي غرایزو د اشباع لپاره په اسلامي پرګنو کې د حجاب په خلاف زهرجن تبلیغات کوي او غواړي چې د ځانونو په څېر نور هم د الله تعالی له بندګۍ څخه وباسي او د طاغوت بندګان یې کړي، د الله تعالی قانون پرېږدي د غربي او یا غیر شرعي او یا شرقي الحادي قوانینو پیروي وکړي.

دغه ډول وګړي غواړي چې ښځې له خپل اوچت مقام څخه د حیوانیت کندې ته وغورځوی، یعنې له هغه مقام څخه یې راوغورځوي چې د اسلام مقدس دین ښځو ته ورکړی دی.

ټوله نړۍ ګوري نن په غرب کې چې ښځینه صنف د عریاني او فحشاء او رذالت په کوم خوسا ډنډ کې اچول شوی دی شیطان ورڅخه پناه غواړي.

مونږ که د بشریت او په ځانګړې توګه د اسلامي امتونو تېرو دورو ته ځغلند نظر واچوو نو دا به راته جوته شي چې پخوانیو میندو بشریت ته د انبیاوو، اولیاوو، فاتحینو، او ساینسپوهانو په بڼو کې کوم عظیم رجال خپلو ټولنو ته وړاندې کړي دي دا ټول د حجاب له برکته وو، د حجاب عظمت هغه څوک ښه درک کولی شي چې د ویښ وجدان، سمې نظریې او معقولیت خاوند وي، هرڅه ته په مادي نظر نه ګوري او معنوياتو ته هم په بشپړ ارزښت قایل وي.

حجاب د اخلاقي نېکمرغیو او په ټولنه کې د مفاسدو د مخنیوي ستر عامل دی. په کومه ټولنه کې چې د ښځو حجاب له منځه تللی او ښځې د هغوی د فطري دندو پرځای له کورونو څخه بهر په کارخانو او دفترونو کې سرلوڅې او نیمه عریانې کار کولو ته سوق کړای شوي، او له ځوانانو سره یو ځای کار او تعلیم کوي هر څوک ویني چې هغه ټولنه په څومره بې شمېره اخلاقي او ټولنیزو بدمرغیو او ستونزو اخته ده. په هغوی کې د مورتوب عظمت، د خورتوب درناوی، او د لورتوب محبت بیخي د اباحیت او ګډ ژوند سېلاب لاهو کړی دی. هلته بیا نه خو ښځه پرچا حق لري او نه پر ښځه څوک څه حق لري، نه زوی د مور او پلار پروا لري او نه پلار او مور د زوی. هلته مېړه او ښځه د کهول او کورنۍ جوړولو په نیت نه بلکې د عشقي پالنې او جنسې غریزې د تسکین او سړه ولو په خاطر ازدواج کوي. همدا وجه ده چې د دوی مینه، عشق او د جنسي غریزې ایفاء یوازې د دوی په حدودو کې محدوده نه وي، بلکې مېړه یې له دې څخه پرته څلور پنځه یارانې هم لري او ښځه یې بیا تر ده سربېره څلور پنځه او له دې زیات انډیوالان او ملګري لري. داسې هم نه وي چې د دوی دغه کار له یو بل څخه پټ وي، بلکې دواړه یې برالا کوي.

د عفت او عصمت توري د هغوی په قاموس کې نشته، اولادونه یې په دولتي وړکتونونو کې روزل کېږي، شراب څښل او بیا نارینه او ښځې ګډ لوڅ رقص کول او داسې نور ناوړه اعمال د اروپایي او امریکايي ټولنو مشخصات او د پرمختګ عوامل ګڼل کېږي. او ددې لپاره چې اسلامي قانون له پرتم او برمه ډک د حجاب قانون په اسلامي ملتونو کې له منځه یوسي؛ طاغوتي او ښکېلاکي ځواکونو راز-راز پلانونه جوړ کړي دي او جوړوي یې، چې د هغو له جملې څخه یو هم خپلو هېوادونو ته د عالي او مسلکي تحصیلاتو په نوم د اسلامي هېوادونو د ځوانانو غوښتل دي؛ او بل د ځوانانو او نجونو ګډ فستیوال او داسې نور پروګرامونه دي. کله چې مسلمانان ځوانان دغه مزې او چړچې وګوري نو ایمان، وجدان،  حیاء، ننګ، غیرت او هرڅه هورې پرېږدي او د هغو په بدل کې لادینیت، بې ننګي او سکسي توب د سوغات په توګه خپلو هېوادونو ته راوړي.

زیاترو ته د اسلام دښمنو ځواکونو له خوا د دې کار لپاره په زړه پورې مکافات ورکول کېږي چې بیا دوی د خپلو بادارانو د خوشالتیا لپاره پورتني تبلیغات کوي او زیار باسي چې په اسلامي ټولنو کې د حجاب منافي زهر تیت کړي.

 نور بيا