په تېر پسې
اسلامي حجاب (٦/١)
اسلامي حجاب (٦/٢)
اسلامي حجاب (٦/٣)
د پردې په هکله اسلامي احکام
لکه څرنګه چې مو دمخه یادونه وکړه د ښځو لپاره حجاب فرض دی، نو د ښځو هغه محرم وګړي چې د دوی ناسته ولاړه، خبرې اترې، خوارک څښاک او سفر ورسره روا دی دیارلس (۱۳) تنه دي:
۱- مېړه. ۲- د مېړه پلار (خسر). ۳- خپل پلار. ۴- خپل نیکه. ۵- خپل زوی. ۶- د مېړه د بلې ښځې زوی. ۷- خپل ورور. ۸- خپل وراره. ۹- د خپلې خور زوی. ۱۰- د خپلې کورنۍ ښځې. ۱۱- هغه هلکان چې بالغ نه وي. ۱۲- مریونه. ۱۳- هغه خدمتګاران چې زاړه وي.
دغه ټول الله تعالی د [نور] سورت په لاندیني آیت کې داسې بیان کړي دي:
(وقل للمؤمنات يغضضن من ابصارهن ويحفظن فروجهن ولا يبدين زينتهن الا ما ظهر منها وليضربن بخمرهن على جيوبهن ولا يبدين زينتهن الا لبعولتهن او آبائهن او آباء بعولتهن او ابنائهن او ابناء بعولتهن او اخوانهن او بني اخوانهن او بني اخواتهن او نساءهن او ما ملكت ايمانهن او التابعين غير اولي الاربة من الرجال او الطفل الذين لم يظهرو على عورات النساء ولا يضربن بارجلهن ليعلم ما يخفين من زينتهن, وتوبوا الى الله جميعا ايها المؤمنون لعلكم تفلحون) [النور:۳۱] او ای محمده (صلی الله علیه وسلم)! ایماندارو ښځو ته ووایه چې له نامحرمو نارینه وو څخه خپلې سترګې ښکته واچوي او خپل فرجونه دې (له زنا څخه) وساتي او د سینګار خپل ځای دې نه ښکاره کوي، مګر هغه چې ښکارېږي (او شرعا د هغوی ښکاره کول روا وي لکه مخ او تر مړوندونو پورې لاسونه او تر پړکیو پورې پښې) او په خپلو ګرېوانونو دې ټیکري واچوي څو ټټر یې ښکاره نه شي، او هیچا ته دې خپل د سینګار ځایونه نه جوتوي مګر د مېړونو لپاره چې دوی د هغوی دي، یا د خپلو پلرونو لپاره، یا د مېړونو پلرونو لپاره، یا خپلو زامنو او د مېړه زامنو، یا خپلو وروڼو ته، یا د وروڼو زامنو ته، یا د خپلو خویندو زامنو ته، یا خپلو ښځو ته، یا خپلو مریونو ته، یا خپلو هغو خدمتګارانو سړیو ته چې ښځو ته د اړتیا او حاجت خاوندان نه وي، یا هغو ماشومانو هلکانو ته چې د ښځو پر اسرارو خبر نه وي، او ښځې دې سړیو ته د خپل سینګار معلومولو په تکل خپلې پښې نه سره وهي، چې شرنګ-شرنګ وکړي، او ای مومنانو! ټول الله ته توبه وباسئ څو تاسې په دارینو کې له الهي عذابه نجات ومومئ.
تبصره:
د پورتني مبارک آیت له وروستنۍ برخې څخه داسې څرګندېږي چې الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته ډاډ ورکوي چې په ناپوهۍ سره یې د ستر او حجاب حکم تعمیل کړی نه وي، نو که چېرې په دې هکله دوی ته د الله تعالی حکم ورسېږي او دوی په راتلونکې کې د حجاب حکم تعمیل کړي او په تېرې شوې بې حجابۍ توبه وباسي نو الله تعالی مهربان دی، ددوی تېرې شوې ګناوې به ورته معاف کړي.
محرمات
په دې برخه کې لازم ګڼم چې د محرماتو په هکله لږ په تفصیل سره څېړنه وکړم، څو ګران لوستونکي ورڅخه ګټه واخلي او ددغه موضوع په هکله حقایق ښه ورته روښانه شي، کېدای شي چې ددې بحث او څېړنې په توسه زمونږ له اسلامي ټولنې څخه د ناروا ګډ او مخلوط ژوند تور او ناوړه دودونه ورک شي او یا لږ تر لږه د هغو په کمزورتیا کې مرسته وکړي.
خو دا هیله باید له هغه چا څخه وکړای شي، چې صالح زړه ولري، د شهوت پرستۍ په نیلي سور نه وي، د منحرفو مسیحي او یهودي ځواکونو، د کمونیزم او هندوییزم د ملحدانه او مشرکانه افکارو پر زهرو مسموم نه وي او غواړي چې خپل ځان، کهول او خپله ټولنه د اسلامي قانون (قرآن او سنتو) د لارښوونو تابع وګرځوي.
د محارمو ډولونه
د اسلامي شریعت له مخې محارم یعنې هغه څوک چې د نارینه او ښځې په خپل منځ کې نکاح نه صحیح کېږي، دوه ډوله دي:
الف: ابدي محارم: یعنې هغه څوک چې د تل لپاره یو پر بل حرام وي.
ب: موقتي محارم: یعنې هغه څوک چې د ځینو علتونو د موجودیت له امله یو پر بل حرام وي، خو کله چې هغه علتونه له منځه لاړ شي نو حرمت هم ورسره له منځه ځي، او یو پر بل روا کېږي، چې ددغو دواړو ډولونو تفصیل فقهاوو داسې کړی دی:
ابدي محارم:
ابدي محارم د شریعت له مخې په درې ډوله دي:
(۱)نسلي: د نسب او توکم پر اساس.
(۲)د رضاع یعنې تي ورکولو او رودلو پر اساس.
(۳)د مصاهرت یعنې ازدواج او نکاح کولو پر اساس.
۱- نسبي محارم:
د نسب له مخې محارم پر اوو پاټکیو وېشل شوي دي:
لومړی: میندې که هرڅومره پورته پېړۍ وي، یعنې مور، نیا، د نیا مور، برابره خبره ده که اصلي مور وي او که میره مور.
دویم: لوڼه، د لوڼو لوڼې (لمسیانې-کړوسیانې) هر څومره چې ښکته وي.
درېم: خویندې، برابره خبره ده چې که له مور او پلار څخه وي (اعیاني)، که یوازې له پلار څخه وي او له مور څخه نه وي (علاتي)، او که یوازې له مور څخه وي او له پلار څخه نه وي (اخیافي)، دا ګردې ابدي حرامې دي.
څلورم: د خویندو لوڼه، (خورځې ګانې).
پنځم: د وروڼو لوڼه (ورېرې).
شپږم: توړۍ ګانې (د پلار خویندې).
اووم: تروریانې یعنې د مور خویندې.
د پورتنیو ټولو پاټکیو د ابدي حرمت دلیل د الله تعالی دا فرمان دی:
(حرمت علیکم امهاتکم وبناتکم واخواتکم وعماتکم وخالاتکم وبنات الاخ وبنات الاخت...) [النساء:۲۳] (ای مومنانو!) پر تاسې باندې ستاسې میندې، ستاسې لوڼه، ستاسې تروریانې، ستاسې توړیانې، ستاسې ورېرې ګانې او ستاسې خورځې ګانې حرامې کړای شوې دي.
۲- رضاعي حرمت:
او دغه پورتني ټول ډولونه په رضاعت (تي رودلو) سره هم حرامېږي، دمثال په ډول: که یوه ماشوم د یوې پردۍ ښځې تی وروده نو د هغې ښځې پورته او ښکته ګردې پېړۍ ابدي پرې حرامېږي، او دی د هغو ګردو لپاره محرم دی ځکه چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (یحرم من الرضاع ما یحرم من النسب) د رضاع تي رودلو په سبب هغه څه حرامېږي چې په نسب او توکم سره حرامېږي.
مطلب دا چې پورتني اووه پاټکي د رضاع په سبب هم محرم ګرځي، له هغوی سره ناسته ولاړه، خوړل څښل او سفر کول داسې روا دی لکه څرنګه چې د نسب والاو سره روا دي.
۳- د مصاهرت (ازدواج) په سبب
د ازدواج په سبب هم حرمت رادرومي، خو دغه حرمت په دوه ډوله دي: ابدي او موقتي.
په ابدي حرمت کې د ازدواج په سبب له څلورو سره ابدي حرمت دی او نارینه د هغو محرم ګرځي:
(۱) د خپلو مېرمنو میندې یعنې خواښې ګانې پر زومانو باندې حرامې دي که هر څومره پورته وي یعنې د خواښې مور، د هغې او د هغې د مور د مور مور....
ځکه چې الله تعالی فرمایلي دي: (وامهات نساءکم) [النساء:۲۳] او ستاسې د ښځو میندې پر تاسې باندې حرامې کړای شوي دي.
(۲) د خپلو ښځو لوڼه، یعنې هغه پرکټیانې چې ستاسې د کونډو ښځو له بل مېړه څخه وي، هغه هم درباندې حرامېږي، خو په دې شرط چې تاسې یې له میندو سره جماع کړې وي او یا مو له نکاح تړلو سره څخه وروسته لمس کړې وي. او که داسې نه وي او یو شخص له کومې کونډې سره واده او نکاح وکړي مګر جماع او لمس څخه دمخ طلاق ورکړي، نو بیا دهغو پرکټیانو سره ددوی نکاح روا ده.
(۳) د خپلو زامنو له ښځو (ننګورګانو یا ننګیندو) سره نکاح کول حرام دي او خسر د خپلې ننګور یا ننګیندو محرم دی، خو د خپلو سکه زامنو، هغه چې په خپله له ده څخه شوي وي، الله تعالی فرمایلي دي: (وربائبكم التي في حجوركم من نساءكم التي دخلتم بهن, فان لم تكونوا دخلتم بهن فلا جناح عليكم, وحلائل ابنائكم الذين من اصلابكم) [النساء:۲۳] او پر تاسې باندې ستاسې هغه پرکټیانې هم حرامې دي چې ستاسې په غېږو یعنې تربیت کې دي ستاسو له هغو ښځو څخه چې تاسې مجامعت یعنې کورواله ورسره کړې وي، نو که چېرې تاسې د هغوی له میندو سره کورواله نه وي کړي (او له هغه څخه مو دمخه طلاقې کړې وي) نو بیا د هغوی له لوڼو سره په نکاح کولو کې پر تاسې باندې هېڅ ګناه نشته، او پرتاسې باندې ستاسې د هغو زامنو ښځې هم حرامې دي چې ستاسې له خپلو شاګانو څخه زېږېدلي او پیدا شوي.
او دا نو که هرڅومره ښکته وي، یعنې د خپل زوی او د هغه د زوی یعنې لمسي، کړوسي، کودي او ورپسې ښکته پېړیو کې.
(۴) د خپلو پلرونو نکاح کړې ښځې یعنې مېرې ګانې او بیا دهغوی میندې او بیا دهغوی میندې هرڅومره چې په پورته پېړیو کې وي. لکه چې الله تعالی فرمایلی دي: (ولا تنکحوا ما نکح آباءکم من النساء الا ما قد سلف، انه کان فاحشة ومقتا وساء سبیلا) [النساء:۲۲] او تاسې د خپلو پلرونو ښځې په نکاح مه اخلئ چې هغوی په نکاح کړي دي، مګر هغه چې پخوا له دې (د تحریم له حکم څخه د جاهلیت په زمانه کې) تېر شوي دي، بې شکه چې دا ډېره ناکاره او شرعي ته مبغوض عمل دی، او ډېر بد او خورا ناوړه دود دی.
دغه راز دغه څلور واړه لکه څرنګه چې د نسب پر اساس سببي محرمات دي د رضاع او تي رودلو په سبب هم ابدي محرمات دي. یعنې د هغه سړي نورې ښځې هم پر ده باندې حرامېږي چې ده یې د کومې یوې تی رودلی دی، ځکه دغه شودې چې د سړي او ښځې له منویه مادې څخه جوړېږي په حقیقت کې د هغه سړي شودې هم دي، نو هغه دده پلار وګرځېده، که هرڅومره پورته درومي. او د رضاعي زوی له ښځې سره هم نکاح کول حرام دي، دهغه له زوی او دزوی دزوی له ښځې سره هرڅومره چې ښکته وي.
موقتي محرماتې:
هغه ښځې چې د یو علت او لامل دموجودیت پر اساس په موقتي توګه حرامېږي، نهه ډوله ښځې دي:
۱-د خپلې ښځې خور (خینه): ترڅو چې د ده ښځه ژوندۍ وي. ځکه چې الله تعال فرمایلي دي: (وان تجمعوا بین الاختین) [النساء:۲۳] او پر تاسې باندې په نکاح کې د دوو خویندو یو ځای کول هم حرام کړای شوي دي.
۲-د خپلې ښځې له ترور سره.
۳- دهغې له توړۍ سره چې ترڅو دا ژوندۍ او دده په نکاح کې وي.
۴-یو سړی چې څلور اصیلې ښځې ولري او څلور واړه ژوندۍ وي، پنځمه ښځه کول پرې حرام دي.
۵-له زناکارې ښځې سره ترهغه وخته پورې نکاح کول حرام دي ترڅو چې یې له زنا څخه توبه ایستلې نه وي.
۶-له هغه ښځې سره نکاح کول حرام دي چې یو ځل مېړه درې طلاقه ورکړي وي او بیا غواړي چې بېرته نکاح ورسره وکړي، نو تر هغه ورته روا نه ده چې ترڅو هغه بل سړی نکاح ورسره ونه کړي او بیا یوازې نکاح هم نه صحیح کېږي چې ترڅو کورواله ورسره ونه کړي، بلکې ارومرو به جماع ورسره کوي، او هغه به هم په دې نیت نکاح ورسره نه کوي چې د لومړي مېړه لپاره یې روا کړي او دی به یې هم په طلاق ورکولو نه مجبوروي، بلکې دهغه خپله خوښه ده چې طلاق ورکوي، او که نه د تل لپاره یې ښځه کوي، الله تعالی فرمایلي دي: (فان طلقها فلا تحل له من بعد حتی تنکح زوجا غیره) [البقرة:۲۳۰] نو که چېرې مېړه خپله ښځه په درې طلاقونو سره طلاقه کړي نو بیا ده ته تر هغه پورې نه روا کېږي چې بل سړی نکاح ورسره وکړي.
۷-له هغې سره هم نکاح کول حرام دي چې د حج احرام (نیت) یې تړلی وي، ترڅو چې د حج مناسک خلاص کړي او ځان حلال کړي.
۸-له هغې ښځې سره هم نکاح تړل حرام دي چې مېړه طلاق ورکړی وي او یا یې مېړه مړ شوی وي او دا په عدت کې وي، تر دې چې د هغې د عدت موده پوره شي او کله چې دغه علت رفع شي نو بیا ورته روا ده چې که دهغې رضامندي وي، دی دې نکاح ورسره وکړي.
۹-له هغې مېړوښې ښځې سره هم نکاح کول حرام دي چې مېړه یې مسلمان او ژوندی وي او دا دهغه په نکاح کې وي، الله تعالی فرمايي: (والمحصنت من النساء الا ما ملکت ایمانکم کتاب الله علیکم) [النساء:۲۴] او پر تاسې باندې مېړوښې ښځې هم حرامې کړای شوي دي، مګر له هغو مېړوښو سره ستاسې نکاح صحیح ده چې مېړه یې کافر او په دار الحرب کې وي او تاسې یې د مینځو په توګه ورڅخه راولئ او په خپله ولکه کې یې کړئ که څه هم دهغوی پخواني کافر مېړونه په دار حرب کې ژوندي ګرځي.
یادونه: له پورتنیو موقتي ښځو څخه نارینه یوازې د خپلې ښځې د خور او توړۍ محرم دی او دا تر هغه پورې چې دغه ښځه ژوندۍ وي. او پاتې له نورو شپږو سره دده ناسته ولاړه، تنها خوراک، څښاک او سفر کول حرام دي.
نور بيا