په تېر پسې
اسلامي حجاب (٦/١)
اسلامي حجاب (٦/٢)
اسلامي حجاب (٦/٣)
اسلامي حجاب (٦/٤)
نا محرم
تر دې ځایه پورې مونږ د محرماتو په هکله څه ناڅه رڼا واچوله، اوس به د نامحرمو په هکله په لنډه توګه رڼا واچوو:
۱-د مېړه بالغ ورور یعنې د ښځې لېور او همدارنګه د لېور بالغ زامن هم نامحرم دي، له هغوی سره د ورېندارې او د تره د ښځې د بل محرم له موجودیت څخه پرته په یوه کوټه کې خبرې اترې کول، ناسته ولاړه ملاستی او سفر کول حرام دي.
په یو حدیث شریف کې له حضرت عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ایاکم والدخول علی النساء فقال رجل من الانصار: یارسول الله افرایت الحمو؟ فقال: الحمو الموت) [ترمذي باب ما جاء فی کراهیة الدخول علی المغیبات، بخاري باب لایدخل رجل بامراة الا ذو محرم] خبردار د خلوت او تنهایۍ په صورت کې د نامحرمو ښځو کورونو ته مه ورداخلېږئ. د انصارو له جملې څخه یوه تن عرض وکړ چې ای د الله تعالی رسوله! د لېور په هکله څه حکم دی؟ حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لېور خو مرګ دی.
یعنې هغه خو په اولی طریقې نامحرم دی، ځکه محرم هغه ته ویلی شي چې په هېڅ صورت کې د دغې ښځې نکاح ورسره روا نه ده او له لېور سره خو د مېړه د مړینې او طلاق ورکولو په صورتونو ددې نکاح روا کېږي. نو په دې اساس لېور محرم نه دی او له هغه سره د ورېندارې خلوت او دبل محرم د عدم موجودګۍ په صورت خبرې، خوراک، په یوه کوټه کې ناسته ملاسته او په لاس هرکلی او ستړي مشي کول حرام دي.
۲-د مېړه د تره زوی نامحرم دی.
۳-دښځې د تره زوی نامحرم دی.
۴-د توړۍ زوی نامحرم دی.
۵-د مېړه د توړۍ زوی نامحرم دی.
۶-د ښځې د ماما زوی نامحرم دی.
۷-د مېړه د ماما زوی نامحرم دی.
۸- په دیني زویتوب سره څوک محرم نه ګرځي، بلکې زوی هغه دی چې یا خو پخپله ښځې زېږولی وي او یا یې تی ورکړی وي. او دغه رواج چې د دیني زویتوب لاس ورکوي دا غلطه ده او هغه نامحرم دی، ناسته ولاړه، خبرې اترې، په یو کوټه کې ملاستی، خوراک څښاک ورسره حرام دي.
۹-که چېرې څوک کوم پیدا کړی ماشوم لوی کړي او تی ورنه کړي نو له بلوغ څخه وروسته هغه هم نامحرم دی، باید چې د هغه کورنۍ ټولې ښځې ستر ورڅخه وکړي او داسې ماشوم په هېڅ صورت کې (تی ورکړي او که نه) وارث نه ګرځي.
۱۰-په دیني ورورتوب سره هم څوک محرم نه ګرځي ځکه ټول مسلمانان په خپل منځ کې یو دبل دیني وروڼه دي، خو سره له دې هم نامحرم دي، یوازې هغه محرم ورور دی چې د خپل مور او پلار، یا ددې له مور څخه زېږېدلی وي او یا یې ګډ تی ورسره رودلی وي.
کوم دیني ورورتوب او خورتوب چې د عوامو ترمنځ دود شوی دی او بیا له هغوی څخه د کورنیو ښځې ستر نه کوي او دمحرماتو په شان چلند ورسره کوي، دا یو بېخي غلط او غیر اسلامي دود دی، بلکې ستر کول ورڅخه فرض دي.
۱۱-اجنبۍ او پردۍ ښځې هم د ښځو لپاره نامحرمې دي ځکه په محرماتو کې یوازې دخپل کور ښځې شمېرل شوي دي او بس.
له پیر څخه لاس نیوی کول
د تصوف او روحانیت پیر هم نامحرم دی هغه ته روا نه ده چې د بیعت په وخت کې د اجنبي ښځو لاسونه ونیسي، او یا د محرم له موجودیت څخه پرته په خلوت کې لاس نیوی ورکړي او یا ورسره کېني، ځکه حضرت عائشې رضي الله عنها ویلي دي:
(كانت المؤمنات إذا هاجرن إلي رسول الله صلى الله عليه وسلم يمتحن بقول الله "ياأيها النبي إذا جاءك المؤمنات يبايعنك..." قالت عائشة: فمن اقر بها من المؤمنات فقد اقر بالمحنة, فكان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا أقررن بذلك من قولهن قال لهن رسول الله صلى الله عليه وسلم: انطلقن فقد يايعتكن, لا والله مامست يد رسول الله صلى الله عليه وسلم يد امرأة قط غير أنه يبايعن بالكلام, قالت عائشة: والله ما اخذ رسول الله صلى الله عليه وسلم على النساء إلا ما أمره الله ولا مست كف رسول الله صلى الله عليه وسلم كف امرأة قط وكان يقول لهن إذا أخذ عليهن: قد بايعتكن كلاما) [ابن ماجة، باب بیعة النساء، ۲۱۲مخ].
کله به چې مومنو ښځو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هجرت راوکړ نو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به د الله تعالی له دې حکم سره سم ازمویلې چې: (ای نبي! کله چې تاته مومنانې ښځې راشي څو تاسره بیعت وکړي...).
حضرت عائشې رضي الله عنها ویلي دي: کومې ښځې به چې د الله تعالی له حکم سره سم په وینا سره اقرار او ژمنه وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته وفرمایل چې: ځئ لاړې شئ ما له تاسې څخه بیعت واخیست، پس زما دې په الله تعالی قسم چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خپلو بیبیانو څخه پرته د بلې یوې ښځې لاس نه دی لمس کړی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو کولو دهغوی بیعت اخیستی دی، او زما دې په الله تعالی قسم وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مومنو ښځو څخه یوازې د هغو شیانو بیعت اخیستی دی چې الله تعالی حکم ورته کړی دی. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک لاس د هېڅ یوې اجنبي ښځې لاس کله لمس کړی نه دي. او کله به یې چې بیعت ورڅخه اخیست نو ورته به یې فرمایل: په تحقیق ما له تاسې څخه په خبرو بیعت واخیست.
نو مسلمانانو ته پکار دي چې له الله تعالی څخه وېره وکړي او د پردې او ستر کولو د فرضوالي د عظمت او ګټو په نظر کې نیولو سره دغه الهي حکم په عملي توګه قبول کړي.
نامحرمې ښځې ته روا نه دي که څه هم لېور یې وي یا یې د تره زوی، که یې د لېور زوی او که یې دماما یا د توړۍ زامن وي، یا یې دیني ورور، یا دیني زوی، یا استاد او که یې پیر وي چې په لاس ستړي مشي ورسره وکړي. همدارنګه دغو نارینه وو ته هم روا نه ده چې له هغوی سره په لاس هرکلی وکړي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (من مس کف امراة لیس منها بسبیل وضع علی کفه جمرة یوم القیامة) [پرده، ۲۹۱مخ، د مرحوم ابو الاعلی مودودي لیکنه].
یعنې هر هغه چا چې د کومې داسې ښځې لاس لمس کړ چې له هغې سره مشروعې اړیکي نه ونه لري (یعنې محرم یې نه وي) نودداسې شخص په لاس به د قیامت په ورځ ددوزخ داور سکروټې کېښودلی شي.
دغه راز امام احمد بن حنبل د خپل مسند په شپږم ټوک، ۵۷مخ کتاب البیعة، او دار قطني په ۴۸۷مخ باب بیعة النساء کې لیکلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به له ښځو سره د بیعت په مهال کې ښځو ته په ډاګه او غوڅه توګه داسې وفرمایل: (انی لا اصافح النساء انما قولی لمائة کقولي لامراة واحدة) زه له ښځو سره پر لاس روغبړ نه کوم او زما سلو ښځو ته هم هماغه خطاب او وینا ده لکه چې یوازې یوې ښځې ته یې کوم.
نو په یو کوټه کې د لېوره او یا پورتنیو یادو شویو نامحرمو ناسته ولاړه هم د ښځې د محرم دنه موجودیت په صورت له ښځې سره ناروا ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لا تلجوا علی المغیبات فان الشیطان یجري من احدکم مجری الدم) [ترمذي باب کراهیة دخول علی المغیبات] دمېړونو او نورو محارمو غیر موجودګۍ په صورت کې ښځو ته مه ورځئ ځکه چې شیطان په تاسې کې دننه د وینې په ګرځي راګرځي.
نن چې په اسلامي نړۍ کې څومره اخلاقي فساد جریان لري ستر عامل یې د ښځو بې ستري او د نارینه وو او ښځو ګډه ناسته ولاړه، خبرې اترې، ټوکې ټکالې، عشقي کیسې کول، او له پردیو نامحرمو سره په لاس ستړي مشي کول دي. په ځانګړې توګه د مېړه د وروڼو (لېورونو) موضوع خو بېخي خرابه ده، ورېندارګانې ورڅخه ستر نه کوي، لاسونو ته اوبه وراچوي، په یو کوټه کې ناسته ولاړه ورسره کوي، خبرې ورسره کوي، مګر پلو ورڅخه نه نیسي.
علماوو ته پکار دي چې عوام له دغه ناروا دود څخه وژغوري او د شریعت احکام ورته بیان کړي. او عوامو ته پکار دي چې پر هغو عمل وکړي او ښځو ته اجازه ورنه کړي چې داسې وکړي. البته زړې ښځې له دې حکم څخه مستثنی دي.
نور بيا