ليکنه: عبد المجيد الزنداني
ژباړه: نبراس الحق عزيز
د توحيد علم
تعريف:
س: د توحيد علم څه ته وایي؟
ج: توحید هغه علم دی چې په عقلي او نقلي دلايلو سره دیني عقاید په اثبات رسوي او په عقیده کې هر راز شک او شبهه له منځه وړي، د کفارو له باطلې عقیدې پرده پورته کوي، د هغوی شبهات او بې بنسټه افکار راپه ډاګه کوي، او همدارنګه زړونو ته پرې تسلي او ډاډ حاصلېږي.
د توحید علم ورته ځکه وايي چې تر ټولو مهمه موضوع پکې د الله جل جلاله توحید او یووالی دی.
الله تعالی فرمايي: (أفمن يعلم أنما أنزل إليك من ربك الحق كمن هو أعمى، أنما يتذكر أولوا الألباب) [الرعد:۱۹] نو آیا هغه څوک چې په دې باندې ایمان لري چې تاته د خپل رب له لوري کوم شی درنازل شوی دی حق دی، د هغه چا په څېر دی چې هغه ړوند وي؟! یقینا د عقل څښتنان ورڅخه پند اخیستلی شي.
د توحید د علم موضوعګانې:
س: د توحید علم له کومو موضوعګانو څخه بحث کوي؟
ج: د توحید د علم موضوعګانې په لاندې توګه دي:
۱-په الله جل جلاله باندې ایمان، دده عزوجل یووالی، او دده جل جلاله لپاره عبادت سوچه ګرځول.
۲-د الله جل جلاله په پیغمبرانو او استازو باندې ایمان، د هغوی هغه صفات پېژندل چې ورسره لازم وي لکه رښتینولي او امانتداري، او هغه صفات ترې نفې کول چې د پیغمبر له شان سره نه ښايي لکه دروغ او خیانت، دغه راز د پیغمبرانو معجزې او نښې پېژندل په تېره بیا زموږ د ګران پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هغه معجزې او نښې او علامې چې دده پیغمبرې ترې معلومېږي.
۳-د الله جل جلاله په هغو اسماني کتابونو باندې ایمان چې د بشري اوږدمهالي تاریخ په اوږدو کې یې د بندګانو د لارښوونې لپاره رالېږلي دي.
۴-په ملایکو، د هغوی په دندو، او له موږ سره یې په دنیا او اخرت کې په اړیکو باندې ایمان.
۵-د قیامت په ورځ او په هغه څه باندې ایمان چې الله جل جلاله مؤمنانو او کافرانو ته د خپلو خپلو کړنو په بدل کې تیار کړي دي چې د جنت نعمتونه، او د دوزخ عذاب دی.
۶-د الله جل جلاله په هغه حکیمانه قدر (وېشنې او اندازې) باندې ایمان چې په ګرده نړۍ کې هر څه د همدې له مخې ترسره کېږي.
الله جل جلاله فرمایي: (آمن الرسول بما انزل الیه من ربه والمؤمنون، کل امن بالله وملائکته وکتبه ورسله) [البقرة:۲۸۵] پیغمبر په هغه څه باندې ایمان راوړی دی چې د خپل رب له لوری پرې نازل شوي دي، او مؤمنانو هم ورباندې ایمان راوړی دی، ټولو په الله جل جلاله، او په ملایکو یې، او په کتابونو یې، او په پیغمبرانو یې ایمان راوړی دی.
پیغمبر علیه السلام د ایمان په اړه وپوښتل شو چې ایمان څه ته وايي؟ هغه وویل: (ان تؤمن بالله وملائکته وکتبه ورسله والیوم الآخر وتؤمن بالقدر خیره وشره) ایمان دې ته وايي چې ته په الله جل جلاله، د الله جل جلاله په ملایکو، دده په کتابونو، پیغمبرانو، د قیامت په ورځ، او د الله جل جلاله د خیر او شر په وېشنې (قدر) باندې ایمان ولرې.
ارزښت یې:
س: د توحید علم د نورو علومو په وړاندې کومه مرتبه لري؟
ج: هر علم ته درناوی د نوموړي علم د موضوع د ارزښت او د هغه څه په اساس ترسره کېږي چې نوموړی علم ورڅخه بحث کوي، روغتیاپالنه (طب) چې له ترکاڼۍ څخه غوره دی وجه یې دا ده چې د ترکاڼۍ سروکار له لرګیو سره وي او د روغتیاپالنې د انسانانو له جسمونو سره.
د توحید د علم ارزښت هم ددغه علم موضوعګانو پورې تړاو لري، آيا داسې څوک شته چې د نړۍ له پیدا کوونکي څخه په مرتبه کې اوچت وي؟ آیا د آدم په اولاده کې داسې څوک پیدا کېدی شي چې د الله جل جلاله له استازو څخه غوره وي؟ آيا له دې څخه چې انسان دې خپل پالونکی او پنځوونکی وپېژني او په دنیا کې د خپل شتون په حکمت وپوهېږي چې ولې الله جل جلاله پیدا کړی دی او له مرګه پس به ورسره څه کېږي؟ به نورې زیاتې مهمې خبرې وي؟.
دغه د توحید د علم موضوعګانې دي، او له همدې څخه بحث کوي.
د توحید علم د ټولو اسلامي علومو بنسټ او تهداب ګڼل کېږي او په ټولو علومو کې په پرېکنده توګه غوره او باارزښته علم دی.
وجوب یې:
س: او آیا زده کړه یې فرض عین ده که فرض کفائي؟
ج: په هر مسلمان نارینه او ښځینه باندې د توحید د علم زده کړه هومره فرض عین ده چې قلبا او عقلا یې په دې قانع کړي چې دده دین حق دی، او له دې څخه ورپورته زده کړه یې فرض کفائي ده، که لږ مسلمانان یې هم زده کړي د نورو غاړه پرې خلاصېږي.
الله تعالی فرمایي: (فاعلم انه لا اله الا الله) [محمد:۱۹] نو وپوهېږه چې د الله جل جلاله څخه پرته بل په حقه معبود نشته.
قرآن کریم د توحید ستر کتاب دی:
س: آیا قرآن کریم دغه علم ته کومه پاملرنه کړې ده؟
ج: د توحید علم د قرآن کریم بنسټیزه موضوع ده، د الله جل جلاله په کتاب (قرآن) کې به دې داسې پاڼه ترسترګو نه شی چې په الله جل جلاله ایمان، یا دده په پیغمبر، یا د قیامت په ورځ، یا په ملایکو، یا په پخوانیو اسماني کتابونو، او یا په قدر باندې ایمان ته بلنه پکې نه وي ورکړل شوي. د قرآن کریم مکي ایتونه یا هغه چې له هجرت څخه وړاندې د دیارلسو کالو په اوږدو کې نازل شوي دي، نږدې ټول په توحید او اړوندو موضوعګانو یې راڅرخي.
د مسلمانانو ورته پاملرنه:
س: او آیا مسلمانانو د توحید علم ته توجه کړې ده؟
ج: د توحید علم ته د مسلمانانو پاملرنه نوموړي علم ته د قرآن کریم له پاملرنې سرچینه اخلي، مخکې به د مسلمانانو ستره هیله دا وه د الله جل جلاله دین ته په حکمت او خوږه ژبه بلنه وکړي، یعنې د هغو دلایلو پر مټ به یې دعوت کاوه چې د توحید علم یې د عقیدې د پیاوړتیا، او ورباندې د منګولو خښولو په موخه له ځانه سره لري. دغه علم ته د مسلمانانو پاملرنې ښایسته ډېره موده په بر کې ونیوه.
له دې علم څخه د مسلمانانو اوښتل:
س: کله چې مسلمانانو د توحید له علم څخه پام واړاوه څه ورپېښ شول؟
ج: مسلمانانو چې له کله نه خپله عقیده په علم او یقین باندې ولاړ د توحید علم په واسطه برابره او سمه نه کړه له هماغې ورځې څخه د ډېرو وګړو هم عقیدو ته نیمګړتیاوو لار ومونده او هم یې عملونه د پخوا په څېر پاک پاتې نه شول، او د فساد لمن دومره پراخه شوه چې دښمنانو وکړای شول په ډېرې اسانۍ د مسلمانانو واګي په لاس کې ونیسي، هېوادونه یې ښکېل، او دوی په خپلو سیمو او هیوادونو کې اېل کړي.
نچوړ:
• د توحید علم د اسلامي عقیدې د صحت او رښتینوالي د ثابتولو لپاره عقلي او نقلي دلايل وړاندې کوي.
• د توحید علم په ډېرو موضوعګانو بحث کوي لکه: په الله جل جلاله، دده په کتابونو، په پیغمبرانو، دده په پرښتو، دقیامت په ورځ، او په قضاء او قدر ایمان راوړل.
• د دیني او دنیوي علومو ترټولو غوره علم د توحید علم دی ځکه چې د کایناتو له پالونکي سره تړاو لري، او غوره والی یې هم د څښتن تعالی د لويۍ او عظمت په اساس دی.
• ددغه علم یوه اندازه زده کړه پر هر مسلمان او مسلمانې باندې فرض عین ده، ترڅو په الله جل جلاله، دده په پیغمبرانو، کتابونو، ملایکو، دقیامت په ورځ، او قضاء او قدر باندې ایمان پوخ شي.
• قرآن کریم هم ددغه علم په موضوعګانو ډېر ټینګار کړی دی، او د مکي دور ټولو ایتونو چورلیز همدغه او اړونده موضوعګانې وې.
• پخوا چې د مسلمانانو دغه علم ته ډېره پاملرنه وه سرلوړي او واکمني هم د همدوی وه، خو چې کله یې عقیدې کاواکه شوې او عملونه او کردار یې ترې متضرر شو نو له کفارو سره بخت یاري وکړه او ددوی سیمې او هیوادونه یې یو پر بل پسې ښکېل کړل.