اسلامي حجاب

سریزه:

نن چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ګردو پرګنو د افغانستان د اسلامي نهضت په لارښودنه د خپلې ټولنې د بشپړې اسلامي کولو هوډ نیولی دی، نو د افغانستان پوهانو، روڼ اندیو او ټولو لیکوالانو ته پکار دي چې په دې هکله په خورا صمیمیت او اخلاص سره مثبت او فعال ګامونه اوچت کړي او هریو د خپلې دیني او علمي پانګې په انډول د خپلې ټولنې په حقیقي اسلامي کولو کې د زړه له کومې خدمت وکړي.

یوه ټولنه یوازې په څو انقلابي اسلامي شعارونو ورکولو او یا د هیلو په څرګندولو سره اسلامي کیدلای نه شي، بلکې دغه پروسه له هرڅه نه زیات عمل ته اړتیا لري، او له عملي فعالیت څخه پرته د اسلام د مقدس دین تعمیل او پلي کول متصور نه دي، ځکه چې د اسلام ګروهه د یقین او عمل ګروهه ده او ددغه معقول دین روح له خپلو پیروانو څخه له وینا سره-سره عمل هم غواړي.

له همدې کبله زمونږ حساس او مؤمن ملت ددغې غوښتنې په انګیرلو سره د ظاهري طاغوتي ځواک په خلاف وسلوال جهاد پیل کړی دی، چې د الله جل جلاله په مرسته په چټکتیا سره پړاو په پړاو د بري په لوري روان دی.

خو د وسلوال جهاد او پاڅون په څنګ کې مونږ دا هم پتیلې ده چې له پټ طاغوتي ځواک هوا او هوس او شیطان سره هم په هر اړخیزه توګه جهاد وکړو.

مګر دا په هغه صورت کې متصور دي چې مونږ ګرد جاهلي تصورات، افکار، غیر اسلامي نظریات او دودونه په بشپړه توګه شاته وغورځوو او د خپل ژوند هر اړخ پر اسلامي لارښودنو عیار کړو.

خپلې دغې موخې ته د رسېدو په لار کې مونږ ته سترې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او له مسئولیته ډکه وظیفه راپه غاړه ده، ځکه چې له "اماني" دورې څخه راپه دې خوا کابو اویا (۷۰) کاله کېږي چې زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې د وخت د حاکمانو د کم ظرفۍ او عیاشۍ او له اسلام څخه د هغوی د انحراف له امله د اسلام تش نوم پاتې وه او بس، خلکو یوازې د لمانځه او حج په اداء کولو او د روژې په نیولو بسوالی کاوه، او غالبا په ډېرو اذهانو کې په شعوري او غیر شعوري ډولونو اسلام په همدغو عباداتو کې خلاصه کولی شو او بس، نور نو په سیاست، دفاع، اقتصاد، او ټولنیزو چارو او د ژوند په زیاترو اړخونو کې اسلامي قانون او ژونددود د عمل وړ نه ګڼل کېده.

اسلام یوازې د جومات او هغه چا دين ګڼلی شو چې په جومات پورې به مربوط وه، ږیره پرېښودل، پر ښځو ستر کول، د چا کور ته په اجازې غوښتو سره ننوتل دا هرڅه د ملایانو او د اهل طریقت چارې ګڼل کېدلې، عوام او حکام ورڅخه مستثنی وه.

په مدني ژوند کې حجاب:

په روڼ اندې طبقه مامورینو او حکامو کې ستر او پرده کول د قیانوسي او ارتجاعي او د منځنیو پیړیو بقایا ګڼل کېدله.

په دوی کې زیاتره دې ته چمتو نه وو چې دغه الهي حکم پر ځای کړي. د ښځو حقوق او حجاب په کلیواله سطحه او هم په مدني سطحه پایمال وو، په ښارونو کې د زده کړې په پلمه له ښځو او نجونو څخه د مشغولا او سات تېري نانځکې جوړې کړای شوې وې، په دفترونو، کارخانو او نورو کارځایونو کې د ګډ کار کولو په نوم او د ښځو د ازادۍ په نوم د مامورینو د سات تېرۍ وسیله ګرځولی شوې وې، بلکې د ښځو په توهین کې د غربي کلتور په تقلید او پیروۍ په افغانستان کې د وخت حاکمان څو ګامه نور هم وړاندې لاړل، او هغه داسې چې له کارګرو ښځو او د علم او پوهې زده کوونکو ښځو څخه یې پرتوګونه وویستل، د سرونو وېښتان یې پرې لنډ او کورپه کړل، کمیسونه یې پرې لرې کړل او مونوژوب یې ورواغوستل چې د بدن زیاتره برخې به یې له ورایه ښکاره کېدلې او کله به چې له روس، هندوستان، امریکې، انګلستان، فرانسې او نورو غیر اسلامی هېوادونو څخه عیاش حاکمان او هیئتونه افغانستان ته په دوره راغلل، زمونږ بې ناموسو، بې ننګو او نامسلمانو حاکمانو به د هغوی د خوشالتیا او له هغوی څخه د بې دینۍ د کرېډټ اخیستلو په خاطر د معارف ښکلې-ښکلې نجونې طوعا او کرها راغونډې کړې د ګلانو ګېډۍ به یې په لاسونو کې ورکړې، په هوايي ډګرونو او لویو لارو کې به یې د هغوی د هرکلي لپاره ودرولې.

دوى پر دې باندې هم بسوالی ونه کړ بلکې د خپلو محفلونو د رنګین ګرځولو لپاره یې دغو نجونو ته ګډاوې او نڅاوې هم ورزده کړې. ګډا او نڅا یې د تعلیم او زده کړې یوه برخه وګرځوله، بیا یې دغو او ددې په شان نورو رقاصو ته تیاترونه جوړ کړل او پیسې به یې پرې ټولولې.

همدارنګه دغه ډول ځوانانو او نجونو ته یې د هغوی د غولولو او تشویق په خاطر د "هنرمند" لقب ورکړ او له اسلام څخه د ملت د نوي توکم د بې لارې کولو په خاطر یې په راډیو، تلوېزون او تیاترونو کې د نارینه وو په پرتله زیاتې ښکلې پېغلې او ښځې په کارونو وګومارلې.

لنډه دا چې له ښځو څخه یې د اقتصاد او تجارت د پیاوړتیا او پرمختګ مهمه وسیله جوړه کړه او د ښځې د موجودیت هدف یې د نارینه تفریح او سات تېری وګاڼه او بس.

په کلیوال ژوند کې حجاب:

په کلیوال ژوند کې خو له پخوا څخه ښځه محکومه او د تولید ذریعه ګڼل کېدله. سربېره د کور په چارو لکه اولاد زېږونه، پخلی، کالي مینځل، ځای جارو کول او داسې نورو، د افغانستان په زیاترو سیمو کې پر ښځو لازم دي چې د بهر کارونه هم وکړي، په خپل سر پټیو ته سرې وچلوي، له غره څخه د سون لرګي راوړي او د کرهڼې نورې چارې وکړي، لو وکړي، درمندونو ته د غنمو، وربشو، جوارو، او شولو ګېډي راوچلوي، درمندونه میده کړي، پټي اوبه کړي، ژرندو ته غلې دانې یوسي او داسې نورې چارې سرته ورسوې.

مطلب دا چې د ښځې هغه اوچت او عزتمن مقام چې د اسلام مقدس دین ورکړی دی، هغه په شعوري او یا غیر شعوري توګه نارینه ورڅخه اخیستی دی او د منځنیو پېړیو هغه ټول مظالم پرې کوي چې په اروپا کې پرې کېدل، یوازې دومره یې نه دي کړي چې جغ راواخلي او د غوایانو پرځای یې د دوی په غاړو کېږدي او ځمکې پرې کولبه کړي او یا یې د څارویو او غوایانو په څېر پر بل چا وپلوري. ښایي دا به هم پرې کوي خو مونږ به پرې خبر نه یو.

د خپلو نکاح کړیو ښځو خرڅول مو هم اورېدلي دي، ان تردې چې یوه ورځ یو سړي ماته په ډېر ویاړ سره وویل چې ما خپلې پنځه نکاح کړې ښځې یوه په بله پسې خرڅې کړي دي.

او په عوامو کې خو د منحرف مسیحیت د کلیسا د پاپانو دا خبره اوس هم مشهوره ده چې "ښځه د شیطان له بوټي او تخم څخه ده، هغې ته باید هیڅکله په درنه سترګه ونه کتل شي ځکه چې آدم علیه السلام یې له جنت څخه رابېرون کړ، نو ښځینه طبقه چې څومره لالهانده او ستومانه وي ښه ده".

خو دوی بیا دې ته پام نه کوي چې همدغه ښځه د دوی مور هم ده، دوی یې زېږولي او روزلي دي، همدغه ښځه د مور په صفت د دوی له هرچا څخه لومړنۍ مربي او معلمه هم ده، دوی ته یې د لومړي ځل لپاره د خبرو کولو، ډوډۍ خوړلو، اوبو څښلو، ویده کېدلو، خندېدلو او نورو چارو درس ورکړی دی، او همدغه ښځه د ده د مور په صفت د ده د کوچنیوالي همسا وه، کله چې ده غوښتل چې وګرځي، په ولاړې قدم واخلي، له خاپوړو څخه په ولاړې رهي شي نو د لومړي ځل لپاره یې مور له لاسه نیسي او پالې-پالې یې رهي کړي، او همدغه ښځه ده چې بشري نړۍ ته یې د الله تعالی اولو العزمه رسولان، اولیاء، نابغه ګان، او ستر-ستر مفکرین وړاندې کړي دي.

خلاصه:

لنډه دا چې په اسلامي امت کې په عامه توګه او زمونږ د افغانستان په مسلمانه ټولنه کې په خاصه توګه د ښځې د مظلومیت او د هغې د څاروي جوړولو یوازینی لامل د ستر او حجاب د الهي فرض حکم شاته غورځول دي، نن چې ښځې ته په ژوند کې هرڅومره ستونزې، ربړونه او کړاوونه راپیدا شوي دي د دې ګردو اصلي عامل د شرق او غرب د غیر اسلامي ژونددودونو پیروي او د اسلام د مقدس دین د ژونددود پرېښودل دي.

که چېرې نارینه ښځې ته د هغې یوازې دغه یو حجاب، ستر او په کور کې په پرده کې د کېناستلو حق ورکړي نو زه باور لرم چې د هغې تلف شوي ټول حقه حقوق ورسره اعاده کېږي، ځکه چې د ښځې په حقوقو کې حجاب د چورلیز (محور) حیثیت لري، د دې په تعمیل ټول ترلاسه کولای شي او د دې اتلاف ټول له لاسه ورکوي.

په همدې اساس ما د خپلې ټولنې د اسلامي کولو د هلوځلو او هڅو په لړ کې دغه اثر ولیکه، که څه هم په دې هکله اسلامي پوهانو او د اسلامي نهضتونو مخکښانو په بېلو-بېلو ژبو په سلګونو غټ-غټ کتابونه لیکلي دي، مګر په پښتو ژبه کې زمونږ د مسلمانو پښتنو لپاره داسې یو تلخیص شوی کتاب نه دی لیکل شوی چې هغوی یې له لوستلو څخه ګټه واخلي، د حجاب په هکله دیني مسایل ورڅخه زده کړي او عمل پرې وکړي.

الله جل جلاله دې زما دغه ورکوټی خدمت په خپل در کې قبول کړي، او د مسلمانانو د استفادې وړ دې وګرځوې، ځکه چې حجاب هم د اسلام له اساسي ارکانو څخه یو مهم رکن دی چې د ټولنې په اسلامي کولو کې بنسټیز رول لري.

په درنښت

 نور بیا